د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې د سوډان په جونقلي ایالت کې د جګړو له امله له تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې شاوخوا ۲۸۰ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

ملګرو ملتونو د بشري وضعیت د لا ترینګلي کېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د نا امنۍ له امله زیانمنو سیمو ته د مرستو رسول محدود شوي دي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق خبر ورکړی، چې سوډان کې له ۴۵۰ زره زیات ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره هم مخ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version