Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!
    تورې څېرې

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    صابر افغانصابر افغان8 مې 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له هغه وخته چې سرپرست حکومت واک ته رسېدلی، نږدې څلور کاله تېر شوي، د حکومت مخالفین چې ډېری یې د جمهوریت له پرځېدو وروسته اروپایي هېوادونو ته کډوال شوي. تر اوسه ونه توانېدل چې تر یوه واحد بیرغ لاندې سره راټول شي او د سرپرست حکومت په وړاندې واحد دریځ خپل کړي.

    په دې موده کې ډیرې پېښې او ټکرونه رامنځ ته شوي چې د دوی ترمنځ یې فاصلې نورې هم پراخې کړې او له یو بل څخه یې لیرې کړي.

    څو ورځې وړاندې، د ثور پر ۱۴مه د سویس د «زوریخ نویه سایتونګ» ورځپاڼې یو راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي وو چې د سویس د فدرالي مهاجرت ادارې چارواکو د ۲۰۲۴م کال په مني موسم کې وړاندیز کړی، چې پښتانه د افغانستان د تر ټولو لوی قوم په توګه چې دوی یې د طالبانو تر واک لاندې «تر ټولو کم‌ زیانمن قوم» بولي، باید د اجباري بېرته ستنولو په پروسه کې لومړیتوب ولري.

    د دې راپور له خپرېدو سره سم، د سرپرست حکومت د مخالفینو ترمنځ تازه اختلافات راولاړ شول. ځینو دا طرحه غندلې، خو نورو بیا د قومي اغېز له مخې ملاتړ ترې کړی.

    که څه هم هلته افغان سفارت دا راپور رد کړ، خو همدې طرحې د مخالفینو ترمنځ شته اختلافات لا ژور کړل او دې اور ته یې نور هم لمبې ورکړې.

    په همدې لړ کې د امرالله صالح په څېر کسانو د دې طرحې په غبرګون کې غږ پورته کړ. نوموړي د «زرغون بهیر» په استازولۍ یوه اعلامیه خپره کړه او له سویس او نورو اروپایي هېوادونو یې وغوښتل چې پښتانه دې له طالبانو سره یو شان نه ګڼي.

    صالح او ورته نور افراد په دې پوهېږي، که د سرپرست حکومت مخالفین چې مخکې د سیاسي احزابو پر بنسټ وېشل شوي، اوس د قوم پر بنسټ هم سره بېل شي، نو هېڅ غږ او قوت به ورپاتې نشي، شتون به یې له یاده ووځي او د تاریخ په ډیران کې به پریوزي. په مقابل کې، هغه کسان چې د دې طرحې هرکلی کوي، باور لري چې دا یو فرصت دی ترڅو د مخالفو ډلو په لیکو کې د پښتنو نفوذ کم کړي.

    دوی دا طرحه داسې ویني چې ګواکې میدان به له رقیبانو خالي شي او د پښتنو د سیاسي څهرو او حرکتونو له منځه وړل به دوی ته زمینه برابره کړي ترڅو د سیاسي امتیازاتو، بهرنیو مرستو او استخباراتي ملاتړ ټولې واګې یواځې په خپله واخلي.

    همدا چاره هغوی د جمهوریت په شل کلنه دوره کې هم کړې او آن د کورنیو جګړو پر مهال یې هم ورته ستراتېژي کارولې؛ د قدرت، بهرنیو مرستو او سیاسي موقفونو د لاسته راوړلو لپاره یې له یو او بل سره خونړۍ جګړې کړې دي او بې‌ شمېره وینې تویې شوې دي.

    واقعیت دا دی چې د سرپرست حکومت د مخالفینو ترمنځ دا شخړې او مخالفتونه د پای ټکی نه لري؛ هره ورځ پراخېږي، ژورېږي او پر ستونزو سربېره، د یووالي لپاره هره هڅه د لا نورو اختلافاتو او ټکرونو لامل ګرځي.

    له شک پرته چې نه یواځې دا مخالفین د سرپرست حکومت پر ضد د اغېزمنې مبارزې وس نلري، بلکې له دننه هم ورو، ورو د تجزیې او سقوط په لور روان دي او د یووالي هڅې یې تل له ناکامۍ سره مخ کېږي. د یووالي هر ډول هڅه یې یواځې درزونه زیاتوي او هیڅ ډول انسجام نشي رامنځ ته کولای.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو
    راتلونکي مقاله پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026

    ولې مخالفین د اپسټین په قضیه کې لوېدیځ ته میلان ښه انځوروي؟

    11 فبروري 2026

    د مخالفینو د لیدلوري ارزونه؛ له هند سره د اړیکو پایلې به څه وي؟

    28 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    د افغانستان ملي دفاع وزارت، پاکستاني رژيم له لوري د هېواد په پکتيکا او ننګرهار…

    د افغانستان د وضعیت بدلون لپاره له پاکستانه د مخالفینو غږ

    21 فبروري 2026

    تر بندیزونو لاندې افغانستان؛ ګټه یې چا ته رسېږي؟

    20 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026

    د افغانستان د وضعیت بدلون لپاره له پاکستانه د مخالفینو غږ

    21 فبروري 2026

    تر بندیزونو لاندې افغانستان؛ ګټه یې چا ته رسېږي؟

    20 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،106 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،060 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،119 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.