Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د سياسي پروپاګند او تبلیغاتو د توجيه لپاره د خلکو له نوم څخه ناوړه استفاده
    لیکني

    د سياسي پروپاګند او تبلیغاتو د توجيه لپاره د خلکو له نوم څخه ناوړه استفاده

    عمران آغاعمران آغا17 اپریل 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: احسان‌ الله نصيري

    افغانستان د نړۍ په تاريخ کې د «امپراتوريو د هديرې» په نوم بلل شوی، د وختونو په اوږدو کې يې د سترو اشغالګرو د زوال منظرې په خپل شنه آسمان کې نندارې ته وړاندې کړې دي.

    نه انګرېز وکولای شول چې په دې خاوره کې ځان ټينګ کړي، نه پخواني شوروي اتحاد د دې هېواد پر ټينګو بنسټونو واک وموند او نه هم امريکا له دې ټولو سياسې دسیسو او فريبونو سره په دې توانېدله چې دلته پاتې شي. دا درې واړه ځواکونه په کمه موده کې له سختو ماتو سره مخ شول او په ټیټ سر له افغانستان څخه وووتل.

    که رښتيا ووایو، د دې ټولو اشغالګرو پر وړاندې همدا د ايمان او عزت څښتن افغان ولس و چې له لږو امکاناتو سره د حق پر لاره ودرېد، د باطل پر ضد يې مبارزه وکړه او بلاخره يې بريا خپله کړه.

    دغه ټولې اتلولۍ او سرلوړۍ د دې لپاره وې چې افغان ولس د اسلامي ارزښتونو وفادار مدافع دی، هېڅ کله به اجازه ور نه کړي چې داخلي يا بهرنۍ کړۍ د دوی ديني بنسټونه له منځه يوسي او پر ځای يې فاسدې او غير اخلاقي طرحې ورباندې وتپي.

    همدا وجه ده چې هر هغه آواز او هڅه چې د دين د لوړتيا او اسلام د پياوړتيا پر خلاف وي، له ناکامۍ سره مخ کېږي؛ که هر څومره شور او غوغا ولري، بيا به هم د حق په آواز کې ورک شي.

    له کوم وخت راهيسې چې له شل کلن اشغال وروسته افغانستان نوې بڼه غوره کړې او حالت بدل شوی، سرپرست حکومت د اسلامي شریعت له معیار سم اختلافات حل او پرېکړې وشوې، ځينې له بهر سره تړلي کسان او کړۍ د وطن‌ پرستۍ په پلمه هڅه کوي چې د هېواد اوسنی وضعيت بدنام او تخریب کړي. دوی د رسنيو او تېر ایستونکو بيانونو له لارې غواړي توجه جلب کړي.

    احمد مسعود د احمدشاه مسعود زوی او د مقاومت جبهې مشر په دې وروستیو کې ادعا کړې چې ورځ تر بلې نور کسان د دوی ليکو ته ور اضافه کېږي او د طالبانو پر ضد یې نغاره غږولې.

    نوموړی وايي: «د خلکو اراده او غوښتنه د طالبانو پر ضد د مبارزې لپاره پياوړې شوې.» او زياتوي: «هره ورځ د خلکو د همکارۍ پيغامونه ما ته رسيږي.»

    نوموړی د خپلو سياسي تبليغاتو د مشروع ښودلو لپاره د «خلکو» له نوم څخه ناوړه استفاده کوي؛ خو دا لا معلومه نه ده چې هدف يې کوم خلک دي!؟ له کوم ادرسه خبرې کوي!؟ آيا دا هغه خلک دي چې نن د خپل آزاد او خپلواک هېواد له برکته خوشحال او مطمئن ژوند لري، که هغه محدودې پردي پالې څهرې دي چې د بهرنيو ګټو لپاره کار کوي او د خپلو شخصي منافعو په تمه دي!؟ هغوی چې مخکې يې د فساد، لوټ او قاچاق له لارې شتمني راټولول او اوس چې دا دروازې ورباندې بندې شوې، بيا هڅه کوي د شعارونو او تبليغاتو له لارې د ملت په پر شا سپاره شي او ملي پانګې لوټ کړي!؟

    د دې جبهو رهبران چې له داسې خلکو ملاتړ کوي، دوی واقعا د ملت خير غواړي!؟ که يواځې خپلې شخصي موخې تعقيبوي!؟ آيا فکر کوي چې تنها د اختلافاتو او مخالفتونو له لارې خپلو اهدافو ته رسېدلای شي!؟

    دا د حيرانتیا خبره نه ده چې نن د افغانستان ولس، له کلونو جګړو او اشغال وروسته د امن او ثبات خوند احساس کړی او د تېرې ګډوډۍ له ورځو کرکه لري.

    د همدې لپاره دا عزتمند ملت به هېڅکله له هغو کسانو سره لاس یو نکړي چې د هېواد د بربادۍ خوبونه ويني او نه به د هغه چا څنګ ته ودرېږي چې ناشوني او ناسمې هڅې کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد رسميت پېژندنې په لور يو مهم ګام؛ روسیې د اسلامي امارت نوم د ممنوعه ډلو له لېست څخه لرې کړ
    راتلونکي مقاله کابل کې د روسیې سفیر د اسلامي امارت په اړه د دغه هېواد د سترې محکمې پرېکړه رسماً مولوي امیرخان متقي ته ابلاغ کړه

    مربوطه لیکنې

    اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې

    7 مې 2025

    د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان

    7 مې 2025

    د سپېڅلتیا مورچلونه؛ د دیني مراکزو، مساجدو او مقدساتو حرمت

    7 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 مې 2025

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    د پرځېدلي جمهوريت پرمهال د دفاع وزير شاه محمود مياخېل د باګرام هډې‌ په اړه…

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    9 مې 2025

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،860 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،847 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.