Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د سټنډرډ ملي ادارې لاسته راوړنې؛ تېر کال نږدې ۱۲۹ زره ټنه بې کيفيته توکي مسترد شوي
    افغانستان

    د سټنډرډ ملي ادارې لاسته راوړنې؛ تېر کال نږدې ۱۲۹ زره ټنه بې کيفيته توکي مسترد شوي

    عمران آغاعمران آغا4 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سټنډرډ ملي ادارې مسئولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په خبري کنفرانس کې وویل: د کلتوري، اقتصادي، چاپېریالي، ځمکې، اقلیم او جغرافیایي موضوعاتو په اړه، ۸۰۵ سټنډرډونه او همدارنګه د ښاري پراختیا، مهندسۍ او د ودانیو، پلونو، لویو لارو او سړکونو د ډیزاین برخه کې ۶ کودونه، تدوین شوي دي.

    مسئولینو زیاته کړه، د ۱۰۵ سټنډرډونو د ترتیب په اړه له سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو سره همغږي کول، په بېلابېلو برخو کې د ۹۱ سټنډرډونو وروستي کول او د ۴۹۳۲ نقلیه وسایطو لپاره د نورمونو ټاکل؛ په تیر کال کې د دې ادارې له مهمو اقداماتو څخه دي.

    د مسئولینو په خبره، د سټنډرډ عالي شورا د تاسیس راهیسې، د کیفیت د مدیریت سیستم ، کرنیزو ، خوراکي، ساختماني او نفتي محصولاتو، نساجۍ او چرم ، کیمیا او پلاستیک مشتقاتو برخه کې ۲۴ سټنډرډونه تصویب شوي دي.

    مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: په تېر کال کې ۳ میلیونه ۷۸۷ زره او ۴۱۵ ټنه نفتي مواد، اوبلن ګاز او مشتقات یې د بندرونو له لارې هېواد ته داخل شوي چې له دې جملې څخه ۱۲۸ زره او ۸۱۱ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.

    په همدې ډول، تېر کال کې د هېواد له بندرونو څخه ۷ میلیونه ۳۸۰ زره او ۵۷۲ ټنه ساختماني توکي وارد شوي چې له دې ډلې ۱۵۲ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.

    همدا راز مسئولین زیاتوي، چې د سټنډرډ ملي اداره اوسمهال د ISO، IEC، SMIIC، SARSO او ECO RESCOM په څېر د نړیوالو سازمانونو غړیتوب لري.

    د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د تېر کال په اوږدو کې د فعالیتونو د ښه تنظیم په موخه، د ۷ طرزالعملونو او ۲ مقررو مسوده چمتو شوې او ډېر ژر به نهایي شي.

    په بېلابېلو برخو کې د ۱۱۰ سټنډرډونو ترتیبول، د سټنډرډونو د ترتیب په موخه له نړیوالو سازمانونو سره د همغږۍ زیاتول، له ترکمنستان، ایران او اوزبیکستان هېوادونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیکول، د کیفیت د تصدیق پاڼو ورکول، د ادارې د تقنیني سندونو د مسودې وروستي کول، د سټنډرډونو له تطبیق څخه څارنه، د سټنډرډ قانون او میټرولوژي قانون وروستي کول؛ په روان کال کې د دې ادارې مهم لومړیتوبونه دي.

    مخکینۍ مقالهد ازبکستان د استخباراتو رييس: افغانستان کې د افغان حکومت استخباراتي ځواکونو داعش ځپلی
    راتلونکي مقاله باغیان څوک دي؟ (١٠)

    مربوطه لیکنې

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    د کندهار په ژېړۍ او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025

    ننګرهار کې ۱۵۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    20 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 20 نوومبر 2025

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سقوط خیالي خبرتیاوې؛ د اسماعیل خان ګواښ رښتینی دی؟

    20 نوومبر 2025

    د اسلامي ملي اردو ۱۵۲ سرتېري د دافع هوا له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

    20 نوومبر 2025

    پاکستاني طالبانو د سړک غاړې ماين چاودنې پر مټ ۹ پوليسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    20 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،078 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.