د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د سیستان او بلوچستان ایالت په سراوان سیمه کې د “امنیت د شهیدانو” د عملیاتي تمریناتو په ترڅ کې د ایران د سپاه پاسداران یوه الټرا لائټ الوتکه لوېدلې چې پکې د نینوا پوځي لواء قوماندان جنرال حمید مازندراني د الوتکې له پیلوټ او یو ساتونکي سره وژل شوی دی.
تسنیم خبري اژانس د ایران د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو د قدس هډې د عامه اړیکو دفتر په حواله ویلي، چورلکه د «سیرکان»په ختیځ سرحدي سیمه کې د محاربوي عملیاتو په ترڅ کې د تخنیکي ستونزو له امله نسکوره شوې ده.