Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د سیاسي او جاسوسي فعالیتونو لپاره د مخالفینو دروغجن روایت
    تورې څېرې

    د سیاسي او جاسوسي فعالیتونو لپاره د مخالفینو دروغجن روایت

    صابر افغانصابر افغان10 اگست 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سرپرست حکومت مخالفین نن ورځ د خپلو سیاسي او جاسوسي فعالیتونو پټولو لپاره د استبداد، انحصار، حذف او دیکتاتورۍ پر ضد د مبارزې روایت ادعا کوي. دوی هڅه کوي چې ځانونه د آزادۍ، ولسواکۍ او عدالت د مدافعینو په توګه معرفي کړي، خو کله چې د جمهوریت پر مهال د دوی کړنې او تګلارې څېړل کېږي، څرګندیږي چې همدوی د همدې ناوړه پدیدو تر ټولو لوی پلي کوونکي وو. دوی نه یوازې د سیاسي ځواک انحصار کړی و، بلکې د هرې مخالفې رایې د ځپلو او له صحنې د ایستلو لپاره یې پراخ سیستماتیک میکانیزمونه کارول.

    همدې مخالفینو تبلیغول چې په غربي ډیموکراسۍ کې د نظر اختلاف د ټولنې د سالم پرمختګ برخه ګڼل کېږي، خو د جمهوریت په دوران کې د ډیموکراسۍ همدې دعوه دارو واکمنانو ټول مخالف سیاسي غږونه د «دښمنانو»، «بې ثباته کوونکو» او تر نورو عنوانونو لاندې حذفول. ګڼ شمېر سیاستوال، ژورنالیستان او مدني فعالان د ګواښونو، بندیزونو او حتی فزیکي تاوتریخوالي ښکار شول. په عین حال کې، د څو محدودو کړیو ترمنځ د واک وېش د خلکو د ارادې استازیتوب ته ستره ضربه رسولې وه.

    د انحصار فرهنګ د جمهوریت د واکمنو حلقو له طبیعي خویونو څخه و. دولتي قراردادونه، کلیدي بستونه او سیاسي امتیازات تل د یوې ځانګړې ډلې تر کنټرول لاندې وو. د ملي بودیجې د عادلانه وېش پر ځای، سیمه‌ییز توپیر او شخصي وفادارۍ د امتیازاتو معیار وګرځېدې. په داسې فضا کې د شفافیت او حساب ورکونې ادعاوې د شعار تر کچې پاتې شوې، عملي بڼه یې یوازې په تبلیغاتي غونډو او راپورونو کې تر سترګو کېده.

    په جمهوریت کې حذف یوازې د سیاسي مخالفینو فزیکي لرې کول نه وو، بلکې فکري او فرهنګي حذف هم موجود و. هغه ټولنیز قشرونه چې د واکمنو د ایډیالوژیکو یا سیاسي اجنډاوو سره یې همغږي نه لرله، له تصمیم نیوونکو پروسو وشړل شول. دا چلند د ټولنې دننه د بې باورۍ او ژور واټن فضا رامنځ ته کړه، چې تر نن پورې یې منفي اغېزې محسوسې دي.

    نن ورځ همدا کسان د استبداد ضد، دیکتاتورۍ ضد او د شمولیت غوښتونکي مبارزې تر نوم لاندې له بهره چیغې وهي، خو دا هر څه د هغوی د تېرې دورې سیاسي ریکارډ، د دوی د ادعاوو او عمل ترمنځ لوی تضاد افشاء کوي او پام ور اوړي. خلک یاد لري چې د جمهوریت پر مهال د واک د دوام لپاره د انتخاباتي درغلیو، پټو معاملاتو او بهرنيو لابي‌ګریو کومې لارې کارول کېدې، له همدې امله، د دوی شعارونه اوس د اخلاص او صداقت پر ځای د سیاسي ځان ژغورنې هڅې ښکاري.

    که د افغانستان راتلونکی د رښتیني عدالت او شمولیت پر لور تلل غواړي، نو لومړی باید هغه سیاسي فرهنګ بدل شي چې په کې د دروغجنو شعارونو تر سیوري لاندې ناسمې ارادې پټې شوې وي. مخالفینو ته بویه چې دوی باید د خپلو تېرو کړنو په اړه د حساب ورکولو جرئت ولري. پرته له دې به په دروغجنو روایاتو مبارزه یوازې پر خپلو سیاسي خطاوو او ناسمو چلندونو پرده اچول وي، چې تر شا یې غواړي د ولس د تېر ایستنې او قرباني کولو په قیمت بیا واکمنۍ ته ورسېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهتېر ۲۴ ساعتونه غزه کې څه کم ۵۰۰ فلسطيني وګړي شهيدان او ټپيان شوي
    راتلونکي مقاله اترا: راستنو شویو افغانانو ته تر ۲۰۰ زره وړیا سیمکارتونه وېشل شوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفینو بهرنۍ نسخې او پر افغانستان یې اغېزې

    29 مارچ 2026

    د ژمنو تر شا خیانت؛ پخواني عسکر د پردۍ جګړې قرباني شول

    24 مارچ 2026

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 29 مارچ 2026

    بلوڅ ازادي‌غوښتونکو له څو لوریو د بلوچستان پر مرکز برید کړی

    سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې بلوڅ ازادي غوښتونکو یو وار بیا نن ماسختن د بلوچستان…

    پاکستاني طالبانو شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني عسکرو بمي برید کړی

    29 مارچ 2026

    څېړنې ښيي چې پنجشېر کې په ۳۰ کیلومتره ساحه کې د سرو زرو کاني زېرمې شتون لري

    29 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ ازادي‌غوښتونکو له څو لوریو د بلوچستان پر مرکز برید کړی

    29 مارچ 2026

    پاکستاني طالبانو شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني عسکرو بمي برید کړی

    29 مارچ 2026

    څېړنې ښيي چې پنجشېر کې په ۳۰ کیلومتره ساحه کې د سرو زرو کاني زېرمې شتون لري

    29 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،084 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،157 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.