د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د شاه او عروس بند رغنیزې چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به گټه اخیستنې ته وسپارل شي.
د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دې بند په جوړېدو سره به څهباندې ۲ زره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او هم به ۱.۲ مېگاواټه برېښنا تولید شي.
دغه بند د کابل د شکردرې په ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د ۹ مېلیونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو او د ۱.۲ مېگا واټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
د دغه بند جگوالی ۷۷.۵ متره دی چې د سمندر له سطحې ۲۱۶۱ متره لوړوالی ښيي.
د شاه او عروس بند په مرسته ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبېږي چې د زېرمې له ۴ مېلیونه متر مکعبه اوبه یې د کابل ښار اوسېدونکو څښلو او ورځني لگښت لپاره او پاتې ۵ مېلیونه متر مکعبه یې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او برېښنا د تولید لپاره به ترې گټه واخيستل شي او ۳۲ مېلیونه متر مکعب اوبه به تنظیموي.