د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې نن پر یوه کس د قتل په تور د قصاص حکم پلی شو.
خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، قصاص شوی کس محمد ایاز نومېږي او د میرزکې ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې څه موده وړاندې د حبیب الله ولد ظریف خان د عمدي قتل په تور نیول شوی و.
خبرپاڼه زیاتوي، دا حکم نن د دغه ولایت په یوه ورزشي لوبغالي کې د ګڼ شمېر لوړ پوړو چارواکو، عالمانو او د بېلابېلو قشرونو زرګونه هېوادوالو په شتون کې عملي شو.
عام باور دا دی چې په ټولنه کې د شرعي حدودو عملي کول د جرایمو په کچه کې د پام وړ کموالی راولي او نورو مجرمینو ته د عبرت درس کېدای شي.