خبر:
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د کانګریس په ناسته کې ویلي، چې په افغانستان کې هیڅ داسې فعاله ډله او جریان نشته، چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي او دوی ته ستونزې جوړې کړي. نوموړي دغه څرګندونې د هغې پوښتنې په ځواب کې کړي، چې د طالبانو له مخالفو ډلو د امریکا د ملاتړ په تړاو ترې وشوه.
ځینو بهرنیو رسنیو د بلېنکن پر دې خبرو تبصرې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي دا څرګندونې هغه ګنګوسې او اوازې ناسمې ثابتوي، چې ویل کېدل په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې څو ډلې او جبهې د جګړې په حال کې دي. په دغو تبصرو کې همداراز ویل شوي، چې بلېنکن د کانګريس غړي ټيم بورچېټ ته چې وخت ناوخت په افغانستان کې د طالبانو خلاف ډلو په اړه څرګندونې کوي، په ښکاره توګه ویلي: په افغانستان کې د دغه کار لپاره چندان فعال مقاومت نشته.
تبصره:
د تېرې اوونۍ په پای کې د امریکا کانګریس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغانستان په تړاو د یو شمېر وضاحتونو لپاره ورغوښتی و، تر څو د دغه هېواد په اړه ورته دقیق او وروستي معلومات وړاندې کړي. د نورو مسایلو او وضاحتونو تر څنګ یوه مبهمه او دوی ته مهمه مسئله په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د احتمالي مقاومت د حقیقت موندل وو، چې د بلېنکن خبرو او وضاحتونو هلته په کانګرېس کې د ځینو جګړه طلبو او په افغانستان کې د ناامنۍ پلوو غړو مشکوکې او محتاطانه خوش باورۍ ناسمې ثابتې کړې.
د دغو سناتورانو له ډلې چې دغه بحث ته یې ډېره لمن وهله، ټيم بورچېټ ؤ، چې څو ورځې وړاندې یې په تاجکستان کې، د مقاومت په نوم د خیالي جبهې د رهبرۍ غړي او سي آی اې پخواني جاسوس امرالله صالح ته، امریکا ته د ورتګ بلنه ورکړې وه. دې بلنې د دغې خیالي جبهې بهر مېشتو غړو او پلویانو ته دومره له جنونه ډکه خوښي ورکړه، لکه د افغانستان چارې چې یې دوی ته سپارلې دي.
په بهر کې مېشت، د افغانستان د تېرو لسیزو د کورنیو جګړو اصلي عاملینو او لوبغاړو، ملېشه یي قوماندانانو او په افغانستان کې د بهرنیو هېوادوانو قراردایانو د جمهوریت له نسکورېدو وروسته په تېرو دریو کلونو کې په بهر کې د طالبانو خلاف لسګونه ډلې ټپلې اعلان کړي، چې ټول تمرکز یې یوازې تر ټولنیزو رسنیو محدود دی. دوی په غربي او نورو هېوادونو کې، د یوې بلې افغان جګړې د پیلولو لپاره پراخ کمپاینونه کوي او دغه هېوادونو ته په افغانستان کې د دوی په نیابت، د دوی د ګټو خوندیتوب لپاره ټټر ډبوي. دوی هلته ښايي ځینې بهرني اړخونه دې ته هڅولي وي چې ملاتړ یې وکړي، خو اړوند هېوادونو بیا په افغانستان کې شته ځمکني او او حقیقي واقعیتونه ښه درک کړي دي.
کوربه هېوادونه په دې پوهېږي چې دوی اوس له افغانستانه پردي شوي دي، هلته نه نفوذ لري او نه یې څوک په خبرو تېر وځي، دوی په دې پوهېږي چې د شر او فساد لارویان نه له طالبانو سره د جګړې توان لري او نه هم تر یوه چتر لاندې سره راټولېدای شي، دوی په خپلو کې دومره بې باوره او په اختلافونو کې ډوب دي، چې آن په مجازي ناستو کې لا هم نشي راټولېدای، نو د دومره ناممکن کار لپاره به څنګه سره راټول شي؛ له بلې خوا دغه کسان دې ته هم زړه نه ښه کوي، چې د جګړې ډګر ته ښکته شي، دوی یوازې او یوازې په لاپو او شاپو د نورو تېر ایستلو او خپلو خالي جېبونو د ډګولو غم اخیستي دي.
د بلېنکن دغه څرګندونو له یوې خوا په بهر کې د مېشتو ډلو، ټپلو، په افغانستان کې د جګړې د پیلوونکو او پلویانو، کمېشنکارانو او منشیانو هغه ګرم مجازي بازار سوړ کړ، چې هره ورځ یې چیغي وهلې چې ګواکې په افغانستان کې یې امن اخلال کړی، له بلې خوا یې په بهر کې د وسلو پلورونکو کمپنیو له مالکینو، جرمي شبکو، قاچاقبرو او د دوی په څېر ډلو تپلو سره هغه په نري تار تړلې اړیکې هم سختې زیانمنې کړې چې دوی په تېرو دریو کلونو کې له ډېرو زاریو او عذرونو وروسته ورسره جوړې کړې وې، ځکه هغوی په داسي چا پانګونه کوي، چې ګټې یې ورته خوندي او پروژې یې عملي کړي؛ خو دا بې وسه او بې کسه تښتېدلي به څنګه دا کار وکولی شي.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.