Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد د لارویانو په مقابل کې د طالبانو د ابادۍ جهاد!
    لیکني

    د شر او فساد د لارویانو په مقابل کې د طالبانو د ابادۍ جهاد!

    صابر افغانصابر افغان6 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    طالبانو په خپل درې کلنې واکمنۍ کې له لویو ننګونو راتېر شول او را تېریږي؛ دا درې کلونه یې په زغم، صبر، یو بل منلو، انعطاف او… کې تېر شو.

    په چکپواینټونو د عادي عسکر له برخورد څخه واخله بیا د وزیرانو تر بې تشریفاتو ژوند پورې ټول په ولسي رنګ باندې رنګ حکومتداري یې تمثیل کړه؛ او په دې سربېره یې لویو عایداتي او زیربنايي پروژو ته ګوتې ور وړې، ښه بېلګه یې د اوبو د مهار ارماني پروژې دي؛ طالبانو د افغانستان د نیمي پېړۍ په کاغذ پاتې ارمانونو باندې کار پیل کړ.

    طالبانو د قوشتیپي طلایي کانال سیاسي او ننګونکي پروژې ته لاس وغځاوه؛ د افغانستان لویې پروژې سیاسي او جنجالي دي، هیڅ نظام د مصلحتونو له مخې او د ګاونډیو د خفګان له امله یادو پروژو ته ګوتې نه وروړلې، مګر طالبانو بیا د خپل وطن مصلحت تر نورو محترم او مقدم وګاڼه.

    د منځني اسیا هیوادونو د قوشتیپي په کانال سخت بد غبرګونونه وښودل او دوی خپل نیابتي ډلې هم استعمال کړې مګر پایله یې منفي وه، نه د رشید دوستم ګواښونه ځای ونیوه، نه هم د معلم عطانور ګواښونو نتیجه ورکړه، نه هم د اسمعیل خان د جنګیالو د انسجام پروژه کامیابه شوه، نه هم احمد مسعود رواني جنګ میدان وګاټه؛ دا ټولې نیابتي ډلې د قوشتيپي په وړاندې عاجز پاتې شول.

    د شر ډلې رسنیز جنګ پیل کړ او تور یې پورې کړ چې طالبانو پاکستاني اتباع د قوشتیپي شاوخوا ځای په ځای کړي او د شمال د نا امنۍ لپاره ستراتیژیک پلان عملي کوي، خو افغانانو د شر ډلې په وړاندې د خپل د ارماني پروژې تر شا و درېدل.

    همدا ډول د شر او فساد ډلې خال خال بغاوتونه پیل کړل ترڅو خپل فزیکي حضور ثابت کړي، مګر د امنیتي او کشفي ادارو اقدامات دومره تېز او چټک وو چې دوی د تېښتې فرصت ونه مونده.

    د شر او فساد لارویان په اندرابونو کې مات شول، د پنجشیر په ناوونو کې هم پټ پاتې نه شول د بدخشان د هندوکش لوړو څنډو هم د شر او ضرر ډلې ته پناه ور نه کړه؛ څه کولاب ته په ژوند ورک شول او څه په مرګ ورک شول.

    یو نیم یې د داعشانو جامې واغوستې او خپلې بارجامې یې تغیر کړې، غوښتل یې چې خپل شرارت ته مذهبي رنګ ورکړي، مګر د طالبانو په وړاندې یې پښې ورېږدېدې او د افغانستان د تباهۍ ارمانونه یې ګور ته یووړل.

    طالبانو په ټول قوت قوشتیپه جوړه کړه، سالنګونه یې ورغول، د کابل د انکشاف لپاره په تراټ په مخ روان دي، د کونړ په سیند پنځه بندونه به د چین هیواد په کومک ورغېږي، د لغمان د شاهي کانال د رغېدو چارې عملاً پیل شوې.

    همدارنګه ترکمنستان تعامل ته رانږدې شو، روسیې خو له پخوا سفارت طالبانو ته سپارلی وو، ترکیې د شر ډله و شړله ان تاجکستان چې د شرارت ډلې خپل وروستۍ مورچل ګاڼه د دوی ټغر له هغه ځایه ور ټول کړ؛ د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ وویل چې چاته به اجازه ور نه کړو چې د افغانستان خلاف سیاسي غونډې او فعالیتونه وکړي.

    د افغانستان سیاست، تجارت او اقتصادي وضیعت نام خدا په کش کې روان دی؛ د اټوم لرونکي پاکستان کرنسۍ، د ایران چې نظامي قوت په منطقه کې لري، پیسې یې د افغانیو په وړاندې د سیالۍ څه چې د مقایسې وړ نه دي.

    د هندوستان کالداره چې دا به هیواد په ۲۰۳۰ کال کې په اقتصادي قوت بدلیږي او له افغانستان سره په سیالۍ کې ده.

    د شر او فساد د لارویانو چې په کومو هیوادونو تکیه ده هغوی کرار کرار ترې لرې کېږي او دا ډله درګرده په شا غورځي او افغانستان د خدای جل جلاله په تکیه او توکل را پورته کیږي ان شاءالله.

    مخکینۍ مقالهاسرائیلي پوځ کې د رواني کړکېچ څپه؛ تېرو درې ورځو کې یې دوه تنو پوځیانو ځان‌وژنه کړې
    راتلونکي مقاله د اسرائیلو دفاع وزیر غزه کې له پرله‌پسې ناکامیو وروسته له خپلې دندې ګوښه شو

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 17 مارچ 2026

    د ناروې کډوالو شورا منشي وايي کابل کې د په نښه شوي ملکي روغتون ويجاړ حالت یې له نږدې لیدلی

    د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي يان ايجلنډ کابل کې د پاکستاني رژيم له…

    د نړیوالو اړیکو کارپوه، دوکتور عصام عبدالشافي: د پاکستان حاکم رژیم سیمه کې د امریکايي اجنډا د پلي کولو لپاره په افغانستان کې خپلو احمقانه پالیسیو ته دوام ورکوي

    17 مارچ 2026

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر: له افغانستان څخه په ذلت شړل شوې امریکا د خپلې نیابتې قوې له لارې له افغانانو غچ اخلي

    17 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ناروې کډوالو شورا منشي وايي کابل کې د په نښه شوي ملکي روغتون ويجاړ حالت یې له نږدې لیدلی

    17 مارچ 2026

    د نړیوالو اړیکو کارپوه، دوکتور عصام عبدالشافي: د پاکستان حاکم رژیم سیمه کې د امریکايي اجنډا د پلي کولو لپاره په افغانستان کې خپلو احمقانه پالیسیو ته دوام ورکوي

    17 مارچ 2026

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر: له افغانستان څخه په ذلت شړل شوې امریکا د خپلې نیابتې قوې له لارې له افغانانو غچ اخلي

    17 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،146 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.