Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد لارویانو ته د غلا زمینه نه برابرېږي، ځکه خو بغاوت کوي.
    لیکني

    د شر او فساد لارویانو ته د غلا زمینه نه برابرېږي، ځکه خو بغاوت کوي.

    صابر افغانصابر افغان1 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    بغاوتونه او اغتشاشونه همېشه ډېر لوېدلي خلکو کړي، ځکه سم او اهل خلک د نورو ژوند نه ګواښي؛ د هندوستان په ځمکه ستر عالم خان مولانا وایي: چېرته چې د منطق ژبه چلېږي هلته جګړه نه واقع کېږي، جګړه د بې منطقو خلکو کار دی.

    هغه خلک بیا له بې منطقو هم بدتر دي چې اسلامي نظام ولري، تعصب او بدبیني نه پېژني، د یو نظام تر چتر لاندې ازبک، تاجک، هزاره، پښتون، پشه یي، سني او شیعه د خپلو خلکو او خپل وطن لپاره کار کوي خو بیا هم یوه بدمرغه ډله را ولاړه شي د دې سپیڅلي چتر د ړنګولو هڅې کوي.

    جنګونه فقر زېږوي، خلک وږي کوي، مهاجرتونه زیاتوي، بې نظمۍ رامنځته کوي؛ په جګړو کې فاسد اقلیت پړسېږي، مګر اکثریت شریفان په کې بې عزته کېږي.

    هوکې! د شر او فساد لارویان/بغاوت‌ګران د یو اسلامي نظام او یو مسلمان ملت سره په جنګ اخته دي؛ هغوی نه اسلام غواړي او نه یې هم د وطن په داو کولو چورت خراب دی.

    د دوی د جنګ قوماندان حسیب قوای مرکز دی، حسیب د قوای مرکز او شهزاده سرای له هټیو په رڼا ورځ غلاګانې کولې، د امرالله صالح او بسم خان په زور یې اختطافونه کول، اوس د اوسني افغان اسلامي حکومت له سرتېرو سره حسیب جګړه کوي؛ راځئ د حسیب قوای مرکز تقوا د یو عادي مجاهد سره پرتله کړو ترڅو باطل او حق سره ښه ښکاره شي.

    د شر او فساد له لارویانو سره هر ډول خواخوږي ګناه ده؛ خدای تعالی فرمايي: تاسې په نیکیو کې د یو بل تعاون او مرسته وکړﺉ، د ګناه په کار کې د چا تعاون مه کوﺉ.

    د دوی جګړه یوازې غلا ده، دوی غواړي اوبه خړې کړي او ماهیان ونیسي، د نظام په وجود د باجګیرۍ او اخاذیو لپاره فرصت نه برابرېږي او نه د پنجشیر زمرود د فرانسې بازارونو ته قاچاق کېږي، نه د بدخشان لعل د پیښور په بازرونو کې لیلامېږي او نه هم په لویه لار پاټک اچول کېږي.

    د اموخته خورو تور نېتونه معلوم دي، دوی تل له جرمي اقتصاده تغذیه شوي، اوس پرې هغه لارې بندې دي نو بغاوتونه کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغان او ترکمن چارواکو د اوسپنې پټلۍ برخې د پراختيا په موخه تړونونه لاسليک کړل
    راتلونکي مقاله د زندانونو چارو د سمون اداره: بنديان د زده کړو سربېره له صحي خدماتو هم برخمن دي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 17 مارچ 2026

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال وايي، د افغانستان اوسنی وضعیت په ځینو برخو کې د…

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026

    د ترکیې د مرمره پوهنتون استاد، جیوات نیکسرلي: پاکستان کې یو هوښیار سړی نه‌شته، چې له پوځي رژیم د دې جنایت پوښتنه وکړي

    17 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    17 مارچ 2026

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026

    د ترکیې د مرمره پوهنتون استاد، جیوات نیکسرلي: پاکستان کې یو هوښیار سړی نه‌شته، چې له پوځي رژیم د دې جنایت پوښتنه وکړي

    17 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.