یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د شر او فساد بنسټګر احمد شاه مسعود او د دې ډلې طرفدارانو په افغانستان د شوروي یرغل سره همهاله په ګران هیواد کې ډلې او ټپلې د بربادۍ او ورانکارۍ لپاره جوړې کړې.
دې ورانکاره ډلو او ټپلو د خپلو شخصي او سیاسي ګټو لپاره په فعالیت پیل وکړ، په دې ډلو ټپلو کې ځینې داسې اشخاص ځای پرځای شوی وو چې د بهرنیو استخباراتو حمایه یې درلوده، د څو پیسو په مقابل کې یې د وطن په ورانولو لاس پورې کړی وو.
هغه اشخاص چې د بهرنیو استخباراتو له خوا روزل شوي وو، دوی دې هیوادونو ته په سیستیماتیکه بڼه لکه پاکستان، هندوستان، ایران، برطانيې، امریکا، او فرانسې سره په منظمه همکارۍ کې وو.
دې بدرنګه څهرو د تېر پرځېدلي جمهوري نظام یا د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه هیوادوالو ته په ډاګه کړه چې چا د چا لپاره کار کوي، همغه ملک/هیواد ته په تېښته وتښتېدل.
هغه چا چې ځانونه یې د دې ولس خواخوږي او قهرمانان ګڼل، همغوی له دې وطن سره نه هېرېدونکی ظلم او جفا وکړه، د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د افغانانو په سرنوشت لوبې وکړې، په زرګونو کورنۍ یې بې سرپرسته کړې.
د دې بدرنګه څهرو/د شر او فساد ډلو پالنه او روزنه په ماهرانه توګه له هېواد څخه بهر په بېلابېلو کمپونو کې ترسره شوه.
دا روزنه او پالنه چې په کمپونو کې ترسره شوه، دا یوه داسې روزنه او پالنه وه چې په سیاسي او عقیدوي برخه کې یې ورته مغزونه په اساسي ډول ومینځل چې په افغانستان کې خیالي جبهې رامنځته کړي؛ ظلم، وحشت، د نظام پر وړاندې بغاوت او د بې ګناه افغانانو په وژنه او زورونه لاس پورې کړي.
اوس مهال همغه بدرنګه څهرې چې د ولس له خوا استفراق شوي، له هېواد څخه بهر په همغې عقدې سمبال، د خیالي جبهو غله او ډاکوان هڅه کوي چې د اسلامي او حاکم شرعي نظام پر وړاندې بغاوتونه وکړي او د خپلو بادارانو شومې موخې عملي کړي.
تاریخ دا ثابته کړې چې په افغانستان کې د نړۍ زبرځواکونو چې په پرمختللو وسلو سمبال وو ماته پکې خوړلې؛ ړانده، کاڼه، شل او ګوډان ترې په تېښته تښتېدلي، نو د خیالي جبهو بدرنګه څهرې به پکې په کوم جرئت د بغاوت نعره پورته کړي؟