Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد لارویان ولې د امر بالمعروف وزارت له نوي جوړ شوي قانون څخه وېره لري؟
    لیکني

    د شر او فساد لارویان ولې د امر بالمعروف وزارت له نوي جوړ شوي قانون څخه وېره لري؟

    صابر افغانصابر افغان26 اگست 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د دې قانون له توشیح او نشر وروسته د شر او فساد لارویانو/بغاوت‌ګرانو اور اخستی دی؛ افغانستان انټرنیشنل، ABN او شر او فساد پورې مربوطې خواله رسنۍ د دې قانون په ضد خپرونې نشروي.

    ټول هغه سیکولران او ملحدین خپلو برنامو ته رابلي چې هغوی له اسلام او افغانیت څخه منحرف شوي دي.

    د شر او فساد ډله د کومو طبقو له ملاتړه برخمنه ده؟ طبعي ده چې د شر ډله یوه منحرفه یاغي باغي ډله ده چې د قراني او شریعي نظام په ضد یې جګړه اعلان کړې نو د دوی طرفداران ټول منحرف اشخاص دي چې د غرب سوسیال ته پراته دي، د غربي هېوادونو د تابعیت لپاره یې عقیدې او هویت ته لغته ورکړې.

    دا ډول خلک يوازې رسنیز پروژیان دي چې د اسلامي فکر او افغاني زیږ کلتور سودا یې کړې چې دا سودا سخته تاواني سودا ده.

    دوی په خپلو برنامو غواړي د غربیانو پام د طالبانو په ضد کړي او غواړي چې غربیان د افغان جګړې یوې بلې سناریو تکرار ته وهڅوي، خو خبر نه دي چې هغوی هېڅ اهمیت نه ورکوي، ځکه دوی یې تجربه کړي دي.

    هره ټولنه د خپلو چارو د تنظیم لپاره د خپلې ټولنې روح ته په کتلو اصول ټاکي چې د هغه په رڼا کې خپلې اداري چارې تنظیموي؛ افغانستان هم د خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو په چوکاټ کې حق لري چې قوانین او اساسي اصول ولري ترڅو د خپلې ټولنې نظم او نسق وساتي.

    په کال ١٤٤٦ د محرم پر ٢٥مې ڼېټې د عدلیې وزارت د امیرالمؤمنین شيخ الحدیث هبة الله اخنذاده له لوري په څلورو فصلونو او پنځه دیرشو مادو په ترڅ کې توشیح شوی قانون نشر کړ چې د ګڼو غربیانو او بغاوتګرو غبرګونونه پرې و پارېدل.

    د غبرګونونو په لړ کې د المان حکومت او امریکا دا قانون وغانده؛ المان دا قانون غیر انساني وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې په توشیح شوي قانون له سره غور وکړي.

    امریکا هم وویل چې طالبان نور د رسمیت پېژندلو تمه نه لري، ځکه یو ځل بیا د خپل تېر تحریک لاره نیسي چې دا کار به ډېر تاواني تمام شي.

    افغانستان د هیڅ هېواد په قوانینو کې مداخله نه کوي او د هیڅ چا قوانین نه غندي، سره له دې چې د غربي هېوادونو له قوانینو څخه د وحشت بدبویي راځي مګر افغانستان پرې رد نه دی کړی.

    د غربیانو د فطرت خلاف قوانین نړۍ ته خطر دی، د HIV او نورو خطرناکو امراضو له خپرېدو نړۍ په تهدید کې ده، دا د غربیانو د وحشي قوانینو ارمغان دی.

    غربیان انسان د انساني کرامت له معراجه راغورځوي، فردي ملکیت وحشي ژویو ته په نامه کوي، نر له نر او ښځه له ښځې سره واده کوي؛ نر له ښځینه روبات او ښځینه د نارینه روبات سره واده کوي، ان له وحشي ژویو سره ودونه کوي، شراب، قمار او نورې فجایعې پکې قانوني جواز لري چې دا بذات نړۍ ته د خطر زنګ دی، نړۍ د نسلونو له قلت سره مخ کېږي او نړۍ ته راز راز ساري ناروغۍ او انتانونه سرایت کوي؛ مګر افغانستان بیا هم نړۍ سره د تعامل په خاطر دا قوانین د هغوی خپل مصلحت وګڼل، څه یې ونه ویل.

    د دې ترڅنګ د شر او فساد لارویان هم د دوی سره دا بې دینه غږونه بدرګه کوي، ځکه دوی هم د هغوی پر مسیر روان دي او نه غواړي چې افغاني مسلمانه ټولنه دې پر اسلامیت ولاړه ټولنه شي؛ د دوی ناولې مبارزه د همدې په خاطر ده او د غربیانو فرمایشونه پر ځای کوي.

    د افغانستان قوانین چې شرعي او انساني قوانین دي، ښځه پکې د عزت خاونده ده، نارینه پکې د حیا او ابرو څښتن دی، انساني کرامت پکې خوندي دي، د دې باوجود یې غربیان ردوي او وحشي یې بولي، اوس نو راشئ د دوی په وحشت ګز کېږدﺉ.

    دوی دې د افغانستان قوانین له خپلو قوانینو سره مقایسه کړي چې انسان ته څوک د انسان په سترګه ګوري؟ انسان کوم قانون قابل د احترام ګڼلی او یو دریمه بې طرفه مرجع دې پرې قرار صادر کړي، موږ غرب او د غرب ټول سیکولران او بې دینان او شر و فساد لارویان چلینجوو.

    مخکینۍ مقالهد اسلامي امارت مرستیال ویاند: د امر بالمعروف وزارت په قانون بې ځايه نيوکې اسلامي ارزښتونو ته بې احترامي ده
    راتلونکي مقاله پاکستان د پاکستاني طالبانو او بلوڅ آزادي غوښتونکو تر فدايي بريدونو لاندې دی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال دیمیتري مدودف ویلي، چې د امریکا لخوا د…

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.