د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په تېرو دریو کلونو کې د شرعي نظام پر وړاندې لنډغرو مختلفې جبهې جوړې کړې چې، د افغان ولسونو د خپلواکۍ، آزادۍ او د حقه حقوقو د تلف کېدلږ په پار یې له هیواد بهر فعالیت پیل کړ.
د لنډغرو جبهې چې له افغان ولسونو سره خیانت کوي، د شر او فساد ډلې هغه کړنې ترسره کوي چې، د ملت د موخو لپاره ګټورې نه وي؛ په ټولیزه توګه د ملت د خیر پر وړاندې زیانمن تمام شي.
په کل کې د لنډغرو جبهې کارونه، فعالیتونه او خیانتونه مختلف اړخونه/بعدونه لري چې، عبارت دي له:
١. د نظام پر وړاندې بې معنی شخړې چې تر ډېره یې عوام قرباني کېږي، په ژوند کې له بېلابيلو کړاوونو سره مخ کېږي، یعنې مالي او ځاني زیانونه ورسېږي.
٢. د شر او فساد ډلې د نظام په خلاف وسله پورته کړې، هڅه کوي چې د افغان ولسونو د حقونو د ساتنې په نوم سیاسي فشارونه زیات کړي او نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.
٣. د بهرنیو رسنیو له لارې او په سوشل ميډیا باندې د شرعي نظام پر وړاندې د ذهنونو د مغشوش کېدلږ لپاره ضد او نقیض تبلیغات کوي.
۴. لنډغر تر ډېره هڅاند دي چې په هېواد کې ملي ارزښتونو ته خطر مواجع کړي، له افغان ولسونو د ازادۍ حق واخلي او د بد بختۍ لار ورته پرانېزي.
۵. لنډغر د قومونو ترمنځ، ژبني، توکمېز او سمتي تعصبات رامنځته کوي، د خپلمنځي اختلافاتو لپاره ورته زمینه سازي کوي چې، پایله یې د هېواد لپاره زیانمنه تمامېدای شي.
۶. لنډغر د بهرنیانو پروژې په هیواد کې تطبیقوي او له ملاتړه یې نا مشروع ګټه اخلي.
۷. لنډغر د ځینو پرېکړو لپاره د حاکم نظام ضد/خلاف ډلو مشورې اوري، د ملي خود مختارۍ او خپلواکۍ په خلاف عمل کوي.
۸. د شر او فساد لنډغر د خلکو باورونو، ارزښتونو، احساساتو او کلتور په خلاف عمل کوي، دا نه چې یوازې د عوامو ملاتړ له لاسه ورکوي، بلکې د بې اعتمادۍ فضا جوړوي.
پورته ذکر شوي ناکاره فعالیتونه چې، د شر او فساد ډلې یې ترسره کوي، د افغان ولس د دردونو د زیاتوالي او پراختیا سبب ګرځي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.