لیکوال: سلمان باور
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د افغانستان خپلواکه او سرشاره جغرافیه دا ځانګړنه لري، چې د نړۍ ښکرور او زورور خلک په خپل وجود کې په ګونډو کوي.
تاریخ ثابته کړې ده، چې د شوروي ښکیلاک زوروره امپراطوري د افغانانو پر مټ او د افغانستان په خاوره کې په ګونډو شوه؛ همدا ډول د صلیبي اشرباڼو داړې یې هم په بې سارې قربانۍ ور ماتې او له دې غیرتي خاورې ورکې کړې.
د تاریخ اوږد باب دا را په ګوته کوي، که یو خوا د اسلام او وطن په مینه سرشارو زلمیو خپلې ځوانۍ د اسلام او وطن په دفاع کې نذرانه کړي خو بلخوا ځینو نورو خود غرضو پکې د شر او فساد، غلامۍ او د وطن د ویجاړۍ لار خپله کړې وه/ده.
امرالله صالح:
د شر او فساد ډلې د وحشتونو او بې ننګیو تاریخ د هر افغان په جېب کې پروت دی، خو د غربي میډیا او استخباراتو له لورې هڅې شوي او کېږي، چې دا تاریخ په یو نه یو ډول حذف کړي، خو دا امکان نه لري چې شریر او مفسدين لنډه غر دې د خلکو له ذهنونو وتوږل شي.
ځکه دوی د شورای نظار معتادینو او لنډغرو د جنایاتو ډېرې عجیبي او غریبي کېسې دي، دوی د کابل، مزار، کندز او ځینو نورو سیمو په لاندې کولو سره هغه وحشتونه وکړل، چې افغانان یې داغونه تر ننې ورځې په زړونو او سېنو ګرځوي.
د پرځېدلي جمهوریت د لومړي مرستیال امرالله صالح د لنډغرو د لوټمارۍ او کردار څخه که څوک ځان خبروي نو د کابل په سرای شهزاده کې دې له صرافانو پوښتنه وکړي؛ چې سرای شهزاده ته د صالح د لنډغرو د هر ځل داخلېدو او بيرته وتلو پر مهال یې څه ډول د عام ولس شتمنۍ لوټلې او د پنجشیر تر غارونو يې رسولې.
او یا د دوی د لنډغرۍ کېسې د کابل له طلا پلورونکو، هټیوالو، د موسساتو له کارکوونکو او عامو خلکو وکړئ، چې څو ځله یې مالونه او د کور توکي د امرالله صالح د بې جلبه پکولي لنډغرو په لاس چور او تالان شوې دي!؟
د حیرانۍ خبر ده، چې امرالله صالح هم اوس د هېوادوالو د حقوقو او ناموس ساتلو نوم په خوله اخلي؛ امرالله صالح ته باید وویل شي چې آیا ستاسو له لاسه کابلیو پیغلو له پنځم منزل څخه ځانونه ونه غورځول؟
آیا د ټلوالې (شر او فساد) د بزرګ عبدالحی لنډغرو په مکرویانو کې د صالح محمد زیري په نامه د یوه پخواني چارواکي پنځوس کلنه مېرمن او یوه ۷ کلنه لور ذبحه نه کړل؟
آیا د شر او فساد د تش په نوم قهرمان احمدشاه مسعود لښکرو په افشارو کې تر پنځه سوه زیاتې بې دفاع هزاره تورسرې له جبري زنا وروسته ونه وژلې!؟
د شر او فساد ډله پخواني وحشتونه ولې دومره په سپین سترګۍ او بې ننګۍ پټوي او بیا ځل د هېواد د بربادۍ پروژې له آی ایس آی او نورو استخباراتو د هېواد د ورانولو او هېوادوالو د وژلو لپاره اخلي!؟
څو ورځې وړاندې امرالله صالح د پرځېدلي جمهوریت د وخت له هغو پټو اسنادو پرده پورته کړه، چې پکې پاکستان، افغانستان ته د (امرالله صالح) په وینا یوولس شرطونه اېښي وو، چې په منلو به یې طالبان له منځه وړي.
دوی چې اوس د یادو شرطونه له منلو انکار کوي، هغه وخت یې ورسره ټول منلي وو، د پاکستان لومړی شرط دا وو چې:(تاسو هیڅکله کرښه مه وایئ بلکې سرحد ووایئ؛ د سرحد د امن ټینګولو په خاطر باید دواړه هېوادونه ګډ کمیسیون ولري).
د همدې شرط د منلو لپاره یې په فرضي کرښه د پاکستان له لورې د اغزن تار غځولو پروژه پیل او تطبیق کړه، چې د تورخم دروازې د رسمي کېدو په خاطر ارګ د پرځیدلي جمهوریت د هغه وخت د ننګرهار ولایت والي شاه محمود میاخېل د تورخم دروازې د رسمي افتتاح لپاره ور ولېږلو، چې دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وو، چې په فرضي کرښه په رسمي ډول د دروزاې افتتاح د دواړو لوریو وشوه.
یاده سودا وروسته بیا د دوی د خپل منځي کړکیچ په نتیجه کې رسوا شوه.
رحمت الله نبیل د هغه وخت د ملي امنیت رئیس استعفاء وړاندې کړه او هغه اسناد یې په خپل ټوېټر نشر کړل، چې په پکې د پاکستاني لوري سره د اغزن تار د تېرولو سودا شوې وه؛ د یاد تار د غزولو پر سر د پیسو اخېستونکو شمېر یې درې نفر یاد کړل، چې د پاکستان له لورې د یاد تار د غځولو په خاطر ۷۰ میلیونه ډالر درې نفرو ته په عربي اماراتو کې ورکړل؛ نبیل د هغو دریو اشخاصو له نوم لېکلو ډډه کړې وه.* خو ډېری سیاسي کارپوهانو د خلکو د دې سودا مشري د امرالله صالح په غاړه ور اچوله، ځکه نوموړي د ارګ ټول واک په لاس کې لرلو.
دوهم شرط یادوي، چې:(د اوبو پر سر د افغانستان او پاکستان تر منځ باید کومه ستونزه او شخړه ونه اوسي او باید یوه تفاهمنامه یا تړون لاسلیک شي).
دا شرط هم ورسره دوی(د شر او فساد ډلې) منلی وو، د پاکستاني لوري د کنړ په خلکو هره ورځ د توپونو مرمۍ د همدوی(د شر او فساد) په خوښه را ورېدلې، تر څو د خلکو له ذهنونو د کنړ د سیند د مهارولو فکر ورک شي او یواځې د سر ساتنې فکر ورسره مل پاتې شي، د دې تر څنګ به یې د هغې وخت د سرحدي عسکرو او قومندانانو ځایونه، واکونه او صلاحیتونه په مکمل ډول سلبول چې د پاکستان په اړه به یې د عکس العمل فکر او روحیه لرله.
بل شرط دا یادوي، چې پاکستاني لوري غوښتل چې:(د افغانستان استخبارات باید د آی ایس آی یوه څانګه وګرځي).
دا شرط هم دوی منلی وو، چې د پاکستان د آی ایس آی غړي د پلچرخي زندان په شمول د هېواد په نورو زندانونو کې هم د بندیانو څخه تحقیقات وکړل.
د آی ایس آی غړي افغانستان ته درې ځل د بندیانو د تحقیقانو لپاره په پرځیدلي جمهوریت کې راغلي وه.*
دوی چې نن له دې شرطونو د منلو ځان بري ګڼي، د اغزن تار د تېرولو، د تورخم دروازې د رسمي افتتاح، د پاکستان د استخباراتو راتلل او دلته یې له بندیانو تحقیقاتونه کول څه دي!؟
امرالله صالح ته دې وویل شي، چې ولس یې په دې درواغجنو کېسو نور نه غولېږي او د هېواد او هېوادوالو پر سر یې سوداګانې او سیاسي منافقت ښه ورمعلوم شوی دی، چې په سټیج به یې پاکستان دوښمن بللو او د پردې تر شاه یې د ګران هېواد د ارزي تمامیت په خرڅولو یې خبرې او تړونونه ورسره کول.
*په افغانستان کې د جګړې څلورم پړاو