Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډله د افغانانو په وژنو او پلورلو شتمن او میلیونران شول
    لیکني

    د شر او فساد ډله د افغانانو په وژنو او پلورلو شتمن او میلیونران شول

    صابر افغانصابر افغان22 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    اوله برخه!

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    په افغانستان کې د جنګونو او تاوتریخوالي تاریخ اوږد او پېچلی دی، خو د تېرو څو لسیزو راهیسې د شر او فساد ډلې شتون په دې کړکېچونو کې د پام وړ رول لوبولی دی.

    دغه ډلې نه یوازې په فساد او شخصي ګټو پسې یې هڅې کړې دي، بلکې د لسګونو زرو افغانانو د وژلو، ځورولو او خرڅولو دنده یې هم په غاړه اخیستې وه/ده.

    احمد شاه مسعود چې د شر او فساد ډلې د بنسټګر په صفت د تاریخ په پاڼو کې ثبت دی، په خپل ژوند کې د وطن د بربادولو ډېر عجیب بابونه لرل، چې نن هم هماغه لار د شر او فساد ډلې لخوا تعقیبېږی.

    ١. افغان وژنه:
    احمدشاه مسعود او ملګرو یې د تنظیمي جګړو پر وخت داسې کړنې ترسره کړې، چې د کابل واټونو او لارو هغه وحشتونه تر نن ورځې په خپل ټټر ليکلي ساتلي دي.

    نوموړي بشري حقوق په بشپړ ډول نقض کړل، انساني کرامات او ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړل، په پاټکونو کې یې د سپیو په نامه خلک کښېنول، د خلکو ژوند یې ور تریخ کړ؛ د رقص مرده په نوم یې د افغانانو په وجودونو نخرې وکړې، د پیت پوزي، سپین او غنمرنګ په نومونو یې د زرګونو افغانانو ککرۍ ور وشیندلې.

    خو سره له دې ټولو وحشتونو او بربریتونو وروسته هم نوموړي د غربي میډیا او استخباراتي سازمانونو پر مټ ځان اتل ثابتولو، د آی ایس آی پر خوښه او غوښتنه د احمدشاه مسعود عکسونه د مهاجرینو په کمپونو کې د ریکشو په شاه ګانو او دېوالونو لګول کېدل، چې عجیب او غریب شعارونه به یې ترې لاندې ليکلي وو.

    ٢. د کانونو لوټل:
    له احمدشاه مسعود سره د ټولو استخباراتي سازمانونو نږدې اړیکې د دې په لپاره قوي او غښتلې وې، چې نوموړی په ډېره ارزانه بیه هرې کړنې ته اماده کېدلو، په همدې بناء هر سازمان هڅه کوله چې له نوموړي سره نږدې اړیکي ټینګې کړي او د افغانستان قېمتي ډبرې، لیتیم او میس په اسانه او ارزانه بیه تر لاسه کړي.

    د احمدشاه مسعود (د شر او فساد ډلې) لپاره د عوایدو ښه منبع د کانونو ناقانونه استخراج او پلورنه وه، چې له دې لارې یې خپله جوړه شوې باغي ډله مسلح او شخصي پانګه د تصؤر خلاف پورته کړه، ده خپله د شر او فساد ډله د همدې ناقانونه لارو چارو د تطبیق او افغاني نسل وژنې لپاره منظم او تیاره کړې وه.

    احمدشاه مسعود د بدخشان ولایت د لارجوردو په کانونو قوي کار پیل کړی و، چې د ورځې به یې ترې ډبرې رایستلې او د شپې لخوا به د پاکستان هېواد څخه چورلکې راتللې او قیمتې ډبرې به د همدوی له لورې پکې بارېدلې او بیرته به الوتلې.

    دا هغه وخت و، چې شوروي پلوه رژیم نه شو کولی، چې په ټول هېواد منګولې ټینګې کړي.

    همدارنګه د پنجشیر زمرودو هم دوی ته ډېرې پیسې په لاس ورکولې، خو جالبه دا وه، چې د دې ټولو قېمتي ډبرو خرڅلاؤ د احمدشاه مسعود په لاس کې وو.

    د عربي رسنیو له قوله د شر او فساد ډلې یواځې د پنجشیر د زمرودو له کانونو د کال ۱۰۰ میلیونه ډالر عواید تر لاسه کول.

    د پنجشیر زمرود په اروپا کې د سوداګرو لخوا د کولمبیا د ډېرو ښو او لومړۍ درجه زمردو په نوم په ډېره لوړه بیه پلوري. (د “فرغاني” خبري آزانس ویبپاڼه ۵۷).

    ادامه لري…

    مخکینۍ مقالهپکتيا کې د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د يو شمېر پروژو چارې پيل شوې
    راتلونکي مقاله د احصايې ملي اداره: د تېر په پرتله سږ کال د غنمو په توليد کې ۱۰ سلنه زياتوالی راغلی

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جولای 2025

    ازبکستان کې د يوې ۱۹ کلنې انجلۍ په مشرۍ د داعش ډلې ځينې غړي نیول شوي

    د سوریې حکومت په رسمي ډول له ترکيې څخه د داعش ضد مبارزه کې مرسته غوښتې

    23 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    23 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ازبکستان کې د يوې ۱۹ کلنې انجلۍ په مشرۍ د داعش ډلې ځينې غړي نیول شوي

    23 جولای 2025

    د سوریې حکومت په رسمي ډول له ترکيې څخه د داعش ضد مبارزه کې مرسته غوښتې

    23 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    23 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،924 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.