دوهمه برخه!
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
٣. د جګړې پلوي:
د شر او فساد ډلې د افغانستان په ټول تاریخ کې د جګړې پلوي کړې ده، چې له امله یې دا خاوره په وینو لړل شوې او د پردیو قدمو لاندې یرغل شوې ده.
د شر او فساد ډله چې د نړۍ د ټولو استخباراتي ادارو د لاس نانځکه ګرځېدلې وه، په ډېره ښه توګه د هغوی پلانونه په افغانستان کې تطبیق کړل.
کله چې د ټوپکسالارۍ وحشي حالت تس نس شو، د شر او فساد ډله پر ځای د دې چې جګړه یې پرېښي وای، برعکس یې پنجشیر د جګړې مرکزي نقطه وګرځوله چې له هماغه ځایه یې امریکا او د ناټو ګډ یرغل ته بلنه ورکړه او په خدمت کې یې ټول د یو څو ډالرو په مقابل کې حاضر شول.
په ۲۰۰۱ کال کې د احمدشاه مسعود لخوا دوستم ته د ورکړل شوي پلان د عملي کولو په پایله کې ۵۰۰۰ بې ګناه افغانان ژوندي په دشتې لیلې کې تر خاورو لاندې کړل، چې د حقوق بشر سازمانونو یاد ظلم وغندلو، خو دا چې امریکا یې ورسره تر څنګ وه، نو پوښتنه به ترې چا کړې وای!؟
خو بیا هم د یادې پیښې د پلټنو لپاره یوه ډله نړیوالو ته په سترګو کې د خاورو اچولو په خاطر وګمارل شوه، خو په ۲۰۰۹م کال کې نیویارک ټایمز په یو راپور خپور کړ، چې پکې ليکل شوي وو، “د دوستم د کړیو وحشتونو په اړه پلټنې ممنوع اعلان شوې دي”.
له هغې وروسته دوی په شمال کې شخصي ملیشې جوړې کړې او عامه کورونه او خلک به یې پرې لوټل چې د پرځېدلي جمهوریت تر دروازو یې شکایتونه بیا-بیا ور وړل شول، خو چا غوږ پرې ونه ښوروه، ځکه د جمهوريت په سلو کې پنځه نوي سلنه واک یواځې د شر او فساد د ډلې سره وو.
په پرځېدلي جمهوریت کې د افغانستان د فوټبال فدراسيون رئیس له ۱۵ نجونو چې د فوټبال لوبغاړې وې، بد عملي کړې وه؛ څارنوالۍ ته له معرفي کېدلو وروسته نوموړی پنجشیر درې ته وتښتېد او هیچا بیا دا جرأت و نه کړ، چې د قانون مېز ته یې را کش کړي.
ځکه هلته پنجشیر بل نظام او سیمه بلل کېدله، چې له شر او فساد پرته هیچا ته د ورتللو اجازه لا نه وه.
د جمهوریت له پرځولو ورسته بیا هم د تېر په څېر د احمدشاه مسعود څخه راپاتې د شر او فساد ډله مستقیماً د جګړې لار غوره کړه، چې د اسلامي امارت لخوا ورته څو ځله د سولييزو خبرو وړاندېز وشو، خو د شر او فساد ډلې په جګړه ټینګار کولو، په پایله کې له پنجشیر د خپل بادار غېږې ته په منډو وتښتېدل.
هلته له رسېدو سره سم یې د خیالي جبهو په نوم دفترونه خلاص کړل او په افغانستان کې یې د یوې بلې قوې جګړې غوښتنې پیل کړې، له امریکا نېولې تر تاجکستان، پرانسې او اسرائیلو ټولو ته په زاريو کولو یې خپلې خولې ستړې کړې، ویل به یې، پیسې او وسلې راکړئ، چې په افغانستان کې خپل ورونه ووژنو.
دوی د بهرنیو استخباراتو د جلب لپاره په مختلفو نومونو خیالي جبهې پرانیستې، تر څو په اسانۍ سره وکولی شي، د بهرنیو استخباراتو ګټې او غوښتنې په افغانستان کې خوندي کړي، خو دا هر څه د دوی د خیالاتو برعکس ثابت شول، هیچا پرې باور و نه کړ چې له امله یې هره ورځ له غونډو یو بل ته د ښکنځلو او بدو ردو راپورنه را وځي.
دوی د خیالي جبهو تر څنګ د افغانستان انټرنیشنل په نوم تلویزیوني چینل هم جوړ کړ، چې ټوله ورځ ترې د هېواد د بربادۍ په اړه کاذب خبرونه او بحثونه نشرېږي.
ادامه لري…