افغانستان له څلورو لسیزو راهیسې د جګړې او بربادۍ په جال کې را ګېر و، چې له امله یې زرګونه افغانان تر خاورو لاندې شول او زرګونه نور د ژوند له سخت حالت سره لاس او ګرېوان شول. په دې سخت ناورین کې د شر او فساد ډلې ونډه روښانه ده، چې د دوی د بادارانو او خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره یې د افغانانو ارام ژوند تر اور لاندې نېولی و.
د دې ډلې بنسټ د داسې چا لخوا اېښودل شوی، چې هیڅ ډول ارزښتونو ته ژمن نه و او نه یې هم غاړه ورته اېښودل. له خپل حِرص سره – سره د فرانسوي او پاکستاني استخباراتو له لورې داسې روزل شوی و، چې له شخصي ګټو ور ها خوا لومړی د خپلو بادارانو ګټو لومړیتوب او ارزښت ورته درلوده، دا ځکه چې همدا استخباراتي ډلې وې، چې د احمدشاه مسعود په نوم د یو فرد کاذب شخصیت یې د خلکو په ذهنونو کې د اتل په څېر انځور کړی و.
احمدشاه مسعود له پاکستانه د ستنېدو سره سم په لومړیو کې د اسلامي او ملي ګټو په نوم جګړه پیل کړه، خو ډېر ژر د پردیو اجنډاوو په تعقیب را¬څرګند او شخصیت یې وپړسول شو. نوموړی چې یو افراطي نشنلیسټ و، قومي تعصب ته په لمن وهلو یې، زرګونه افغانان تر تېغ تېر کړل او زرګونه نورو ته یې ستر زیانونه واړول، چې اثار یې تر نن ورځې په ټولنه کې له ورایه ښکاري او هېوادوال ترې رنځ وړي.
له احمدشاه مسعود په میراث را پاتې ټولۍ نن داسې حالت ته رسېدلې، چې د پیسو په بدل کې له هیڅ یوې ناروا درېغ نکوي، کټ مټ داسې لکه احمدشاه مسعود چې خپله په څو څهرو تقسیم شوی وي. په ایکس پاڼه/ ټویټر کې د شر او فساد سپېسونه او ښکنځلې د دې ښکاره ثبوت دی، چې دوی حتی اخلاقي ماتې هم خوړلې او اوس یواځې په پروژو د اخیستل شویو پیسو پر سر خپل منځي جګړه ور پاتې ده، ځکه چې نه د پنجشېر د کانونو زمرود شته، نه د امریکا ډالرې او نه هم د بدخشان لاجورد؛ چې په ارزانه بیه یې لیلام کړي او خپل جیبونو او نفسونه پرې وپړسوي.
د شر او فساد لارویانو د خپل قوم تر څنګ نور هغه قومونه هم تالا او برباد کړل، چې د دوی په شیطاني دسیسو کې یې ځان نه ښکېلاوه. د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د دغه ډلې اړوند له یوې وړې درې څخه سلګونه جنرالان، لسګونه وزیران او حتی د هېواد لومړي مرستیالان وه، خو سره له دې ټول واک یې بیا هم د خپلې سیمې لپاره يو مجهز روغتون نه لاره، تر څو هلته د مېشتو وګړو تداوي پکې شوې وای، تازه ورته سرپرست حکومت د روغتون او نورو اسانتیاو د رامنځته کولو هڅې پیل کړې دي.
د شر او فساد ډلې خپلو ملګرو ته یواځې د چور، چپاول، وطن پلورنې او غلا چلونه او طریقې ورښودلې دي، د دوی په شتون کې به هره سیمه له فساد او نا امنۍ ډکه وه. له هېواده تر تښتېدلو وروسته اوس د نورو هېوادونو ښارونه ورسره نا امنه شوي او غلاوې پکې له پخوا ډېري شوې دي. کابل ښار د پرځېدلي جمهوریت په وروستیو کلونو کې هم د دوی د نامشروع کړنو او پیداګېرۍ مرکز و او په رڼا ورځ به یې له خلکو د اسلحې په زور قیمتي وسایل اخیستل.
اوس چې په هېواد کې د شر او فساد د لارویانو په توسط د غلا او چپاول¬ګرۍ مخه نېول شوې، هره ورځ رسنیو ته د دغه شریرو عناصرو لسګونه رازونه راوځي او پکې له هغو سوداوو پرده پورته کېږي، چې د افغان ملت او خاورې پر سر یې کړې وې/دي.
دوی هر یوه ته یواځې شخصي ګټې مهمې دي، په هیڅ ډول دین، هېواد او ارزښتونو ته ژمنتیا نه ښيي. د شر او فساد لارویان د هېواد د جوړولو پر ځای د هېواد د تجزیې غږ بدرګه کوي او د فاشیزم پر نظریه ولاړه مبارزه کوي، چې همدا د دوی د ناکامۍ او ماتې ستر دلیل دی. دغه شریري ډلې هر ځل د هېواد ارزښتونه د خپلو بادارانو پښو ته غورځولي او وطن ته یې یواځې بربادي او ویجاړي راوړې.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.