Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د شر او فساد ډله د مؤمنانو په دښمنۍ کې خپل ځان محوه کوي!
    تورې څېرې

    د شر او فساد ډله د مؤمنانو په دښمنۍ کې خپل ځان محوه کوي!

    صابر افغانصابر افغان20 اکتوبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    الله تعالی چې ادم علیه السلام له اسمانونو ځمکې ته را ښکته کړ او شیطان یې د اولادې د بې لارۍ قسمونه وکړل، له هماغې ورځې د حق او باطل جګړه روانه ده.

    په دې جګړه کې کفر تل د مؤمنو بنده ګانو په مخکې خنډونه او مشکلات جوړ کړې دي، وینې یې تویې کړي او بلاخره د اللهﷻ د قانون دښمني یې خپل لومړی کار او دنده ګڼلې ده، شپه او ورځ یې د مسلمانانو بربادولو او محکومولو ته کار ویلی دی.

    خو د دوی سره ځینې د مسلمانانو په جامه کې ولاړ خلک هم د اسلامي امت د را پرځولو او محکومولو هڅې کوي، دوی په اسلامي امت کې درز اچولی چې له امله یې ویاړلی او په فطري ډول ازاد او خپلواک امت د ذلت په کندو کې په تیندکونو روان دی.

    الله تعالیﷻ په قران پاک کې فرمایي: وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ [البقره سورة ۱۲۰ ایت].
    ژباړه: ای پیغمبره! “هیڅکله” به درنه راضي نه شي یهود او نصاری تر هغو چې تاسې د دوی په ملت نه شئ.

    علماء کرامو په خپلو تفاسیرو کې د دې آیت کریمه لاندې لیکلي: چې دلته الله تعالی د دین خبره نه کوي، بلکې فرمایي: (تتبع ملتهم) د “ملت” مفهوم له دین څخه ډېر لوی او پراخ دی، په ملت کې د یو چا فرهنګ، په ملت کې د یو چا ارزښتونه، په ملت کې د یو چا عقاید، په ملت کې د یو چا رسم و رواج ټول شامل دي.

    تر څو چې د کفر ملت ونه منل شي، نو د هغوی رضایت له مسلمانانو بېخي ناممکن دی، او دا خبر په قران کریم کې الله تعالی په کراتو فرمایلې ده.

    نن یو څو د شر او فساد لارویان د اسلام په جامه کې د کفر ملګرتیا کوي؛ خپل خلک او ولسونه د دوی(کفارو) په قالب کې ځایول او له سره ډیزاین کول غواړي.

    دوی په دې خوشباورۍ کې لوېدلي چې ګوندې د مسلمانانو په ذلیله کولو کې به خپل هدف ته ورسېږي، خو دوی له ځان سره ښکاره ظلم او دوکه کوي، نن همدوی سره د خپل متزلزل ایمان کفار د ځان په خوا کې نه پرېږدي او هر یو د لاسي کاغذ په څېر له استعمال وروسته لرې غورځوي.

    د شر او فساد ډله د اسلام او دین په ختمولو کې خپل ځانونه مسحه کوي، ځکه الله تبارک وتعالی د قران کریم په سورة الحجر کې فرمایي:”إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ” (سورة الحجر: 9).
    ژباړه: بې شکه موږ قرآن نازل کړی دی او موږ به يې ساتنه کوو.

    په دې آیت کې الله تعالی څرګندوي چې د قرآن او د دین ساتنه به(الله تعالیﷻ) خپله کوي او دا به له هر ډول تحریف او بدلون څخه تر قیامته خوندي ساتي.

    نن د الله تعالی د قانون د ختمولو لپاره د شر او فساد ډله د علني کفر تر څنګ د مظلومو مسلمانانو پر خلاف سنګر نیولی او په دې باور خپله مردوده نظریه تطبیق کول غواړي چې د قیادت واګي به په لاس کې واخلي او کفر ته به بیا د تېر په څېر خدمت وکړي؛ خو دا یو خوب او خیال دی، د شر او فساد ډله په کراتو ازمایل شوې او د ولس لخوا استفراق شوې ده.

    دوی به سره د خپلو ټولو شومو اهدافو شرمنده را وځي، ځکه چې دین د رجالو په له منځه وړلو کمزوری کېږي نه، بلکې لا قوي او غښتلی کېږي، په همدې بناء مؤمنان شهادت د ځان لپاره تر ټولو ستر اعزاز او سعادت ګڼي.

    شریر او د غرب په بطن کې پراته بُغات دې د مؤمنانو له دښمنۍ او له علني کفر څخه لاسونه واخلي، ځکه چې دوی ته به د ځان او ملګرو د خوړولو پرته هیڅ په لاس ور نه شي.

    مخکینۍ مقالهروان کال د څه باندې يونيم ميليون ډالرو په ارزښت د پنجشېر زمرد پلورل شوي
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    د مخالفینو بهرنۍ نسخې او پر افغانستان یې اغېزې

    29 مارچ 2026

    د ژمنو تر شا خیانت؛ پخواني عسکر د پردۍ جګړې قرباني شول

    24 مارچ 2026

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 29 مارچ 2026

    بلوڅ ازادي‌غوښتونکو له څو لوریو د بلوچستان پر مرکز برید کړی

    سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې بلوڅ ازادي غوښتونکو یو وار بیا نن ماسختن د بلوچستان…

    پاکستاني طالبانو شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني عسکرو بمي برید کړی

    29 مارچ 2026

    څېړنې ښيي چې پنجشېر کې په ۳۰ کیلومتره ساحه کې د سرو زرو کاني زېرمې شتون لري

    29 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ ازادي‌غوښتونکو له څو لوریو د بلوچستان پر مرکز برید کړی

    29 مارچ 2026

    پاکستاني طالبانو شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني عسکرو بمي برید کړی

    29 مارچ 2026

    څېړنې ښيي چې پنجشېر کې په ۳۰ کیلومتره ساحه کې د سرو زرو کاني زېرمې شتون لري

    29 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،084 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،157 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.