Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډله د نړيوالو جاسوسي سازمانونو په ګردان کې!
    لیکني

    د شر او فساد ډله د نړيوالو جاسوسي سازمانونو په ګردان کې!

    صابر افغانصابر افغان9 سپتمبر 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دوه مخی سياست او ډالر پرستي د شر و فساد ډله په نړۍ کې په شرمونو شرمولې؛ خو بيا هم دغه ډله يواځې تعصب، شر و فساد او د افغان ولس په وينو تجارت ته د لارې پرانيزلو په پار د نړۍ جاسوسي سازمانونو ته زارۍ کوي؛ دوی له نړيوالو جاسوسي سازمانونو څخه د مرستې غوښتنه کوي، وايي ډالر راکړئ او راشئ چې موږ خپله خاوره پر تاسو و پلورو.

    بل طرف د افغانستان اوسنی واکمن اسلامي حکومت دی چې مستقيم او په اسلامي اصولو برابر آزاد سياست پر مخ وړي؛ نه يواځې دا چې د جګړې په ډګر کې بريالی او ټول غرب و ناټو يې له هېواده و شړل، بلکې په سياسي ډګر کې يې هم د نړۍ د سترو هېوادونو سياسيونو ته ماتې ورکړې.

    فرق يې روښانه دی، د شر و فساد ډلې هدف پيسه، واک او د نړۍ ماديات دي اما د ا.ا هدف د رب رضا، د افغان ولس هيلې او سوکالي ده؛ ځکه د شر و فساد ډله ورځ تر بلې پر زوال او د ا.ا د مستقيم سياست د پرمختګ شاهدان يو.

    د احمد مسعود تازه غږيز پیغام په ټولنيزو رسنيو کې نشر شوی؛ کوم کې چې نوموړی د جرمني هېواد د بهرنيو چارو وزيرې انالينا بيرباک ته د خپلې لغوې شوې غونډې شکايت کوي.

    د شر و فساد ډلې غوښتل چې د جرمني هېواد په سکينډيک فرينکفورټ ميوزيم زيفر «Scandic Frankfurt Museumsufer» هوټل کې د احمد شاه مسعود ۲۳ تم تلين ولمانځي؛ چې د هوټل د رهبري له خوا يې غونډه لغوه شوې.

    څه وخت مخکې د احمد مسعود يو بل محرم غږیز پیغام په ميډيا کې نشر شوی وو؛ چې پکې احمد مسعود يوه امريکايي ته زارۍ کولې او ويل يې موږ ته مشوره راکړئ چې څه وکړو؟ نوموړي په دغه غږیز پیغام کې د تاجکستان څخه شکايت کاوه؛ چې زموږ دفترونه يې بند کړي او نور د سياسي فعاليت اجازه پخپل هېواد کې نه راکوي.

    همداسې د عبدالرشيد دوستم څو قوماندانان په ترکيه کې ونيول شول او ځيني يې ډيپورټ شول.

    د احمد مسعود څو مرکې د فرانس تلويزيونونو او د شاون امريکايي يوټيوبر سره نشر شوې؛ په دغه مرکو کې احمد مسعود خپلو بادارانو ته زارۍ کولې؛ چې زموږ سره کومک وکړئ! دا ځکه دوی د نړيوال جاسوسي سازمانونو په جال کې راګير شوې وه او لاره ترې ورکه وه.

    د دوی دغه دوه مخی سیاست او د نړۍ د مختلفو جاسوسي سازمانونو سره اړيکې او د هغوی د ورکول شويو پلانونو د عملي کولو په وجه په دام کې راګیر شول؛ دغه وجه ده چې ځينو ترې لاس واخيست او اوس نورو ته زارۍ کوي خو هيڅ سازمان پرې پوره باور هم نشي کولای؛ اما دا چې د نړۍ استخبارات د اسلام او ا.ا سره تضاد لري ځکه يې پر مخ نا اميده کوي هم نه.

    دا چې د شر او فساد ډله يواځې ډالر، تعصب، جعلي واک، د اسلام مبارک دين او علماوو سره ضديت او دښمني خپل اهداف ګرځولي نو ځکه د نړۍ هر جاسوسي سازمان ته لاس غځوي او د هغوی د پروژو عملي کولو ته لبيک وايي.

    دوی نه يواځې د کې جې بي«KGB»، ايس سې اين ايس«SCNS»، واجا«VAJA» سره اړيکې ساتلې بلکې د سي آی اې«CIA» موصاد«MOSSAD»، ډې جې ايس اي«DGSE»، ايم آی سيکس«MI6» او نورو جاسوسي سازمانونو سره هم اړيکې غځولې وې.

    دا چې دغه سازمانونه په خپلو کې هم دښمني سره لري ځکه غربي جاسوسي سازمانونو په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې د آی ايس آی او پاکستاني پوځ په ذريعه د شر و فساد ډلې او داعش خراسان تر منځ غونډې دايرې کړې؛ دوی يې دې تفاهم ته سره و رسول چې دواړه به ګډ مالي او تسليحاتي مرستې د ا.ا ضد يو و بل سره کوي.

    د ا.ا مقابل دغه دواړې ډلې کمزوري او دې حالت ته رسېدلې وې چې په ټول افغانستان کې يې د سر فناه ځای نه درلود؛ نو ځکه د غرب په خوښه دوی سره يو شول.

    په مسکو کې د داعشي خوارجو بريد چې پاکستاني او تاجکستاني اتباع وو او ونيول شوه؛ روسي استخباراتو ته څرګنده شوه چې دغه بريدګر د شر و فساد ډلې په جامه کې له پاکستان څخه تر روسيې را رسېدلې وه؛ ځکه يې پر تاجکستان فشار راوړ چې د دوی دفترونه وتړي؛ هغه وو چې بيا د شر و فساد ډلې پر غربي بادارانو ژړل چې موږ څه وکړو.

    دوی به جعلي ويډيوګانې د تاجکستان په غرونو کې جوړولې او بيا به يې له نړيوالو جاسوسي سازمانونو څخه پرې پيسې اخيستلې؛ چې دا هم نړيوالو ته څرګنده شوې وه.

    دا چې تاجکستان د دوی دفترونه وتړل نو غربي استخباراتو دوی د احمد مسعود د پلار احمد شاه مسعود زړو يارانو«ISI آی ايس آی»ته په پوره توګه وسپارل چې اوس هم هلته داعش خراسان او دوی دواړه ساتل کېږي.

    د شر و فساد ډلې ته نه اسلام او نه هم وطن اهميت لري؛ بلکې يواځينی هدف يې سيمه کې د غربي پروژو عملي کول، په سيمه کې د غرب د ګټو خونديتوب او له شريرو جاسوسي سازمانونو څخه ډالر اخيستل دي.

    د شر و فساد ډله چې د وطن او قوميت شعارونه زمزمه کوي خو کردار يې يواځې شر و فساد، غلا، لنډغري، بغاوت او د وطن ليلام دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ختيځې اسيا اقتصادي کنفرانس؛ افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره تر بل هر وخت ښه زمينه مساعده ده
    راتلونکي مقاله د سنبلې ١٨مه د خلکو د ازیت او آزار ورځ

    مربوطه لیکنې

    له فاسد جمهوریته تر جعلي مقاومت؛ آزادۍ جبهه د غرب پالنې اجنډا او وروستی مورچل

    27 جون 2025

    د دوحې راتلونکې غونډه؛ له افغانستان سره د تعامل محوریت او د مخالفو ډلو انزوا

    26 جون 2025

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 27 جون 2025

    د جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ ۱۹۹ تنه منسوبین له درې مياشتنيو مسلکي زده کړو څخه فارغ شول

    ملي دفاع وزارت وايي، د مرکزي قطعاتو او سیمه ييزو قول اردوګانو ۱۹۹ تنه منسوبین…

    مجاهد: د امریکا استازو جرګې له ادرسه هغه ادعا چې ګویا په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري، په کلکه ردوو

    27 جون 2025

    مجاهد: د امریکا استازو جرګې له ادرسه هغه ادعا چې ګویا په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري، په کلکه ردوو

    27 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ ۱۹۹ تنه منسوبین له درې مياشتنيو مسلکي زده کړو څخه فارغ شول

    27 جون 2025

    مجاهد: د امریکا استازو جرګې له ادرسه هغه ادعا چې ګویا په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري، په کلکه ردوو

    27 جون 2025

    مجاهد: د امریکا استازو جرګې له ادرسه هغه ادعا چې ګویا په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري، په کلکه ردوو

    27 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،972 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،904 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،900 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.