Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د شر او فساد ډله د وطن د ټولو بدبختیو سرچینه ده!
    تورې څېرې

    د شر او فساد ډله د وطن د ټولو بدبختیو سرچینه ده!

    صابر افغانصابر افغان12 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان په خاوره کې د لومړي ځل لپاره د فساد او بغاوت بنسټ د افراطي نشنلیسټ احمدشاه مسعود له لورې کېښودل شو، چې نوموړي د خپل افراطي او پلورل شوي فکر د تطبیق لپاره د نړۍ د ټولو استخباراتي ډلو پښو ته ځان وغورځاوه، تر څو خپل خبیث هدف ته ځان ورسوي.

    دوی د وطن په جغرافیه کې داسې نخرې او نادودې وکړې، چې له امله یې تر ننۍ ورځې هره کورنۍ په زړه داغونه وړي.

    د شر او فساد ډلې له چا پلار واخېست، له چا یې ورور او تره، له چا یې پوستکي وایستل او له چا یې سرونه پرې کړل، چې د ځینو وګړو به تنې پیدا شوې، سرونه به یې نه وو او چې سرونه به یې پیدا شول تنې به یې نه وې.

    خو ددې پر ځای چې شریرو او مفسدو بُغاتو د خپل کړي جنایاتو جبیره کړې وای، برعکس یې د کفر یوه بله ډله د توپ، ټانګ، بارود، ټوپک او ډول-ډول د وحشت له آلو سره راوغوښته او په دې خپلواکه ځمکه کې یې تیت او پرک کړه.

    د شر او فساد ډله ناټو ته تیارسۍ او په مخکې یې د سپر په څېر روانه وه، چې له شوروي یرغل وروسته یې بیا د قومپالنې مردودې نظریې ته ناټو په غېږ کې کار وکړ او امریکا ته یې پښتانه د طالبانو او القاعدې په نوم د ډالرو په بدل کې ور پېژندل چې هغوی بیا د بګرام او ګونتانمو تر زندانونو ورسول او تر ننې ورځې پکې هم ځینې افغانان د وحشت او خفګان سخت حالت تېروي.

    الله تعالی په ځمکه کې انسان ته د توبې ویستلو لپاره بار-بار موقع ورکوي، خو دوی د الله تعالی په هېرولو سره داسې ښکاري چې د خپلې مسحې وروستي پړاؤ ته رسېدلي دي.

    په تېرو څلورو میاشتو کې د شر او فساد ډلې په خپلو منځونو کې د یو او بل پر وړاندې داسې حالت ته ښکته شوي دي، چې اوس د یو او بل خیانتونه او د غرب څخه نیول شوې پروژې را سپړي.

    دوستم ګیلمجم او یونس قانوني چې په یوه شوری کې سره یوځای دي، خو په دې وروستیو کې د یو او بل پر وړاندې سخت اقدامات کوي، د ګفتمان په کنفرانس کې له ګډون کولو یونس قانوني د شوری د ټول غړي منعه کړي وو، خو دوستم بیا هم خپل استازی یاد کنفرانس ته ورلېږلی و.

    احمد مسعود چې د مقاومت د خیالي جبهې جوړښت یې د پیسو د پیدا کولو او راټولولو لپاره کړی دی، تازه ورسره ډېری ملګري د پیسو پر سر وران شوي، چې په میډیا کې یې ورپسې هغه معلومات خپاره کړل، چې لوستل یې انسان عجیب حالت ته وړي.

    نصرت اقبال چې د شر او فساد د مقاومت خیالي جبهې نږدې او مخکښ غړی بلل کېږي، د احمد مسعود له ډېرو رازونو پرده پورته کړې؛ هغه په خپل ایکس پاڼه لیکي چې: “احمد مسعود د بهرنیو څخه د اخیستل شویو پیسو مسؤلیت د بسم الله محمدي ورونو ته سپارلی، چې هغوی په یادو پیسو کې له جنګیالیو هم خپله برخه پیسې وهي”.

    نوموړی زیاتوي:”د مقاومت خیالي جبهې له پاڼو ټول خپاره کېدونکي خبرونه درواغ دي” او پوښتنه کوي، چې “آیا د مقاومت د خیالي جبهې د بریدونو خبر له ځان او د دوی له جعلي ویب پاڼو پرته بل چا تایید کړی دی؟ آیا یو هیوادوال لیکلي چې هغه چیرته د چاودنې غږ اورېدلی؟ آیا د مقاومت له جبهې پرته کومې سرچینې دا خبر تایید کړی دی؟”.

    همدا غلا او درواغجن تبلیغات د دې لامل شوي، چې د ځمکې پر مخ د بُغاتو ډله له سخت او چټک غبرګون سره مخ کړي.

    د شر او فساد ډله د وطن په بربادیو روږدې وه/ده، چې اوس یې دا اعتیاد په ذهني ناروغۍ بدل شوی دی او داسې ښکاري چې وجود یې دوه پړقه او له منځه لاړ او د احمدشاه مسعود د شر او فساد دا ډله چې وطن یې تر ننې ورځې د اور پر سر نېولی؛ خنثی شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبرتانوي رسنۍ: د پاکستان پوځ باید سپينې ماڼۍ ته د ټرمپ تر راتګ وړاندې عمران خان ازاد کړي
    راتلونکي مقاله پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د وسله والو په برید کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.