Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډله که د نړيوالو جاسوسي سازمانونو نانځکه!؟ (٣)
    لیکني

    د شر او فساد ډله که د نړيوالو جاسوسي سازمانونو نانځکه!؟ (٣)

    صابر افغانصابر افغان19 سپتمبر 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ۸. ايف ايس بې(FSB) روسي استخبارات:

    د طالبانو د تېر تحريک مقابل د شر او فساد ډلې سره روسيې هم مرسته کوله؛ ځکه روسيې وېره درلوده چې که طالبان پر کراره شول نو اسلام به په منځنۍ آسيا کې خپور شي؛ له دغې ويرې څخه روسي جاسوسي سازمان د شر او فساد ډلې سره د وسلو او پيسو مرسته کوله.

    ماسکو ټايمز په دې بخش کې ډاکومينټس خپاره کړي چې څنګه روسيې د تاجکستان او ايران په ذريعه شمالي ټلوالې ته وسلې ورکولې.

    ايران او روسيې د شمالي ټلوالې د تمويل په بخش کې ډيرې ناستې او ګډې مرستې کړي؛ همدارنګه د جان استخباراتي ريپورټ ښودلې چې ايران تو روسيې څرنګه مرسته د شر او فساد ډلې سره کولې او څنګه يې وسلې تر دوی پوري رسولې.

    ۹. آی ايس آی(ISI) پاکستاني استخبارات:

    له ١٩٧٩ څخه چې د روسي اشغال مقابل افغانانو مبارزه کوله؛ هغه وخت د سي آی اې، ايم آی سيکس او فرانسوي استخباراتو له طرفه احمد شاه مسعود او ډله يې آی ايس آی ته معرفي شوه تر څو پوره تمويل يې وکړي؛ د امريکا او سعودي عربستان مرستې چې به پاکستان ته راتللې نو غوښنه برخه به يې احمد شاه مسعود او ډلې ته رسېدله.

    د روسي اشغال تر خاتمې وروسته همدې احمد شاه مسعود او ډلې يې د آی ايس آی په اشاره کورنۍ جګړې ته مخه او افغانستان يې لوټې، لوټې کړ؛ د احمد شاه مسعود او آی ايس آی يارانه هم له همغه وخت څخه راشروع او بيا تر ننه پوري روانه ده چې لا هم آی ايس آی د شر او فساد ډلې سره مرسته کوي.

    د ۲۰۰۴ ميلادي کال د ګوسټ وارز(Ghost Wars) په نامه کتاب چې د پوليټزر پرايز ګټونکی هم وو؛ پکې يې د آی ايس آی دوه مخی سياست او د مسعود سره اړيکې تشرېح کړي چې څرنګه دوی د يو او بل مخالف نعرې وهي اما په اصل کې ډېر نږدې ياران دي.

    ای ايس آی ته په افغانستان کې جګړه او نا امني مهمه ده؛ ځکه چې پاکستان خپله بقاء د همسايه هېوادونو په تباهي کې لټوي؛ هر هغه څوک چې په افغانستان کې بغاوت، شر او فساد ته لمن وهي، جګړه کوي دوی يې تر شاه درېږي؛ چې د داعش خراسان او شمالي ټلوالې سره د دوی اوسنۍ اړيکې او تمويل يې ښه مثال دی.

    اوس هم د شر او فساد ډله او د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود له ډيرو بهرني جاسوسي سازمانونو سره اړيکې لري؛ تر څو سيمه او په افغانستان کې د دوی د ګټو خونديتوب وکړي او بدله کې ترې ډالر او جعلي واک واخلي.

    دلته پوښتنه دا پيدا کېږي چې دغه جاسوسي سازمانونه خو ځيني په خپلو کې سره سخت مخالف دي؛ نو بيا ولې د شر او فساد ډلې سره دواړو مخالف طرفونو مرسته کړې يا يې هم کوي؟يو مثال يې لکه روسي جاسوسي سازمان ايف ايس بي او واجا د ايران جاسوسي سازمان او بل طرف سي آی اې، موصاد او ايم آی سيکس او فرانس چې د يو او بل مخالف دي خو دواړه د شر او فساد ډلې او مسعود حمايه کوونکي دي.

    د دې په جواب کې باید ووایو چې دغه جاسوسي سازمانونه خپلو ګټو ته ګوري او د شر او فساد ډله کوم خاص هدف نه لري؛ بس له پيسو، تعصب او جعلي قدرت سره يې کار وي؛ نو هره ډله ترې خپل کار د وخت مطابق اخلي او دوی هم د وخت مطابق ورته کار کړی او کوي يې؛ له دغو جاسوسي سازمانونو څخه پيسې اخلي او په بدل کې ورته کار کوي.

    د شر او فساد ډله د افغانيت ليلام کوونکي غلامان دي چې هر څوک وغواړي نو د ډالرو مقابل يې اخيستلای شي.

    مثلاً: د امريکايانو له يرغل مخکې ورسره روسيې مرسته کوله او وسلې يې ورکولې؛ خو وروسته تر يرغل بيا امريکا وسلې او ډالر ورکول او کار يې ترې اخيست.بله وجه د دغو مختلف او حريف جاسوسي سازمانونو د شر او فساد ډلې سره د مرستې اسلام دی.

    کفري او ډيموکرات هېوادونه که خپلو کې سره هر څومره مخالف وي خو د اسلامي نظام مقابل جګړه کې سره يو کېږي؛ بيا خپل مخالفتونه پرېږدي او ټول په ګډه د اسلامي نظام مقابل جنګېږي؛ دغه اوس د رسميت پېژندلو مسئله هم د همدې کفري او ډيموکرات هېوادونو د فشارونو د لړۍ وجه همدا ده.

    د دغو هېوادونو، نړيوالو ويره له اسلامي نظام څخه ولې ده؟ دا ځکه دغه هېوادونه وېره لري چې افغانستان يا په سيمه کې که يو اسلامي نظام محکم شي؛ نو معلومه ده چې اسلامي نظام کې ښه حکومتداري، عدالت، امن، سوله، خوشحالي به وي او د نورې نړۍ مسلمانان به هم بيا خپلو هېوادونو کې د دغسي يوه نظام غوښتنه کوي.

    افغان ولسه!

    د شر او فساد ډله د پرديو جاسوسي سازمانونو د لوبو نانځکه ده چې د وخت مطابق ترې په سيمه کې استفاده کوي؛ نو د دوی په دروغجنو شعارونو مه تېروځئ! د دوی تېر تاریخ مطالعه کړئ؛ درته څرګنده به شي چې تر ننه يې يواځې شر او فساد، او د افغانانو په وينه تجارت کړی؛ د طبعي زېرمو غله دي او يواځې جعلي واک او ډالر پېژني.

    پاییادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغانستان په لومړي ځل په کرکټ کې جنوبي افريقا ته ماتې ورکړه
    راتلونکي مقاله پکتيکا کې د دوه معياري روغتيايي مرکزونو د جوړلو چارې پيل شوې

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.