Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د شر او فساد ډلو د غړو تر منځ د مفلیسۍ جنجالونه
    تورې څېرې

    د شر او فساد ډلو د غړو تر منځ د مفلیسۍ جنجالونه

    صابر افغانصابر افغان17 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لوی کارونه همېشه د لوړو ذهنیتونو، لویو خلکو او ډېر کله د بېلابیلو فکرونو او استعدادونو په راټولېدو او یو ځای کېدو سره ترسره کېږي، په پایله کې یوې ښې نتیجې ته رسېږي. توپیر نه کوي که دغه راټولېدل او یو ځای کېدل د سپېڅلو، سالمو او ګټورو اهدافو لپاره وي، یا د شیطاني، بدو او شومو غوښتنو لپاره؛ پایله یې د دوی لپاره ښه وي.

    د داسې یوې ټولګې تشکیل فرد او ټولي ته د دې کار په بدل کې په ورکول کېدونکې حق الزحمه پورې اړه لري. زموږ بحث د شر او فساد ډلو په اړه دی؛ هغه چې په تېرو وختونو کې د افغانستان د بیت المال په سخي دسترخوان راټول وو، تر خپل وسه پورې یې لوټ کړ، ویې خواړه او چور یې کړ.

    د دې ډلو مشران چې هر یوه یې په افغانستان کې ځانګړی نوم، مقام او نفوذ درلود، خپلو ځانونو او خپلوانو ته د مال او شتمنۍ په راټولولو او پټولو کې متلي شوي دي، چې بیا یې له هېواد څخه تر تښتولو وروسته په خارج کې مصرفوي، د همدې لوټل شویو شتمنیو په مټ د افغانستان د سرپرست حکومت په ضد دریځ نیسي، بد یې وایي، تخریبوي یې او لویې – لویې ادعاوې کوي.

    خو له دې سره – سره، یو څه چې ډېر مهم دي؛ د هغه ډلو یووالی او اړیکې ټینګې او ثابتې وي، د کومو چې ټولنیز تړاو د پاکو او روښانه اهدافو پر بنسټ جوړ شوی وي، داسې چې هدف یې دین او ملت ته خدمت وي.

    تر هغې چې د شر او فساد ډلو لارویان د افغانستان په دسترخوان ناست وو، هر هغه څوک چې د دوی په څنګ کې درېدل او له هماغه پراخ او لوی دسترخوان څخه یې په ډېره سپین سترګۍ سره شتمني خوړل، په ښکاره له یو او بل سره متحد او یو ځای وو، هیڅ یوه یې له بل څخه کوم شکایت نه درلود، په دې فکر کې نه وو چې هغه بل څومره او څنګه یې اخلي!؟

    خو اوس چې هغه فرصتونه له منځه تللي، هغه لوی دسترخوان ټول او د دې خلکو ډېره برخه له هېواد څخه تښتېدلې ده، یو په بل پسې د لویو او ملي غلاوو او خیانتونو د برملا کېدو نوبت راغلی دی. هر یو یې د خپلو ټیمونو، په ځانګړي ډول په لویانو او مشرانو، باندې د ډول ډول غلا، لوټ او چور تورونه پوري کوي.

    د دې جنایتونو او خیانتونو د برملا کولو لامل هم دا دی، کومې پیسې چې پخوا په بې حسابه ډول دوی ته ورکول کیدې، اوس ېې سرچینه بند شوې ده، د شر او د فساد ډلو د ټیټې درجې غړي له وارخطایي سره مخ دي او لاسونه یې خالي شوي دي.

    دوی په پټه خپلو مشرانو ته پیغامونه لېږلي دي، چې موږ پیسې او پانګې ته اړتیا لرو او د تېر وخت احسانات یې هم ور یاد کړي، خو کله چې له هغې خوا له منفي ځواب سره مخ شول، د یو او بل د پټو رازونو او د پردې شاته خبرو له افشاء کولو پرته یې بله لاره پیدا نه کړه.

    اوس مهال په رسنیز بازار کې د همدې حقایقو، غلاوو او خیانتونو د برملا کېدو بازار ګرم دی او د همدوی په خپلو لاسونو افشاء کېږي.

    د دې بدنامیو او افشاء ګیریو اصلي دلیل په یوه وخت کې، د پاکو نیتونو او شومو اهدافو نه یو ځای کېدل دي، هغه زړې اړیکې او یارانې ېې له منځه تللې او ددې لپاره هېڅ دلیل نشته چې د یوه بل د پټو رازونو ساتلو ته اړ شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپزشکيان او پوتين د ايران او روسیې ترمنځ د مهم ستراتيژيک تړون په اړه لومړنۍ خبرې کړي
    راتلونکي مقاله زلمی خلیلزاد: نن د پاکستان لپاره د غم ورځ ده

    مربوطه لیکنې

    پرځېدلی جمهوریت له افغان هویت د منکرینو، جاسوسانو او جنګ سالارانو د مجموعې په توګه

    20 جولای 2025

    جعلي اتلان، تاریخي تحریف او د پخوانيو چارواکو د ځان ستاینې لړۍ

    19 جولای 2025

    له نړۍ ناهیلي مخالفین د اختلاف او لار ورکۍ په ګرداب کې

    14 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جولای 2025

    امنیتي ځواکونو ننګرهار کې نهه تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

    ‏د ننګرهار امنیه قومندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د یو لړ…

    تېره مياشت له هېواده د څه باندې ۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

    21 جولای 2025

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امنیتي ځواکونو ننګرهار کې نهه تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

    21 جولای 2025

    تېره مياشت له هېواده د څه باندې ۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

    21 جولای 2025

    د اسلامي نړۍ د پیوستون شوری رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.