Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلو د ناهیلۍ پای او هغه بدمرغه ارمانونه چې تالا شول
    لیکني

    د شر او فساد ډلو د ناهیلۍ پای او هغه بدمرغه ارمانونه چې تالا شول

    صابر افغانصابر افغان22 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شر او فساد ډلې د خپلې تیاره او شرمناکې ماضي د پټولو او خپلو بدو او سپکو اعمالو ته د ښې بڼې د ورکولو، د خپلې دورې د بدو او ناوړه پېښو د سرچپه ښودلو لپاره په افغانستان کې شرموونکې هڅې کوي. دوی له هرې لارې او وسیلې استفاده کوي چې خپله منفي پایله مثبته کړي؛ خو بیا هم دې ته تیار نه دي چې له خپلو ناوړه کړنو څخه توبه وباسي.

    د افغانستان د اشغال په دوه لسیزو کې د افغان سیاستوالو تورې څهرې د ټولو لپاره څرګندې او د دوی کړنې او اعمال د لمر غوندې روښانه دي. ملت هیڅکله د دوی په توره دوره کې د افغانستان پر خلکو د تېرو شویو کړاوونو او بدبختیو ورځې نه هېروي او بیا یې پر سترګو د غفلت پرده نه غوړېږي.

    د دوی ناوړه کړنو د افغانستان د تاریخ پاڼې له شرمناکو پېښو او ګڼو تېروتنو او خطاګانو څخه د تل لپاره ډکې کړې دي، چې دا د تېرو او راتلونکو نسلونو لپاره د ښه او بد د توپیر معیار ګرځېدلی دی.

    حال دا چې د قدرت درلودلو او د حکومت پر چوکۍ د کېناستلو موخه باید دا وای چې خلکو ته خدمت وشي او د هېواد د خپلواکۍ او ازآدۍ لپاره په فزیکي او رواني توګه کار وشي.

    نه دا چې د دښمن په صف کې له هفوی سره اوږه په اوږه ودرېږي او د ملت د حیثیت د خرابولو او د هیواد ورانولو لپاره هڅې وشي او همدا راز د ښکېلاک ګرو ناوړه موخو ته رسېدل د شر او فساد ډلو د حکومتونو لومړیتوبونه وګرځېږي.

    له بده مرغه هغه ملت چې پوهان، لوستي کسان یا په اصطلاح روڼ‌ آندي یې د دې پر ځای چې د خپلو خلکو ترڅنګ ودرېږي، د بې‌ رحمه او نامرده دښمن پر وړاندې د مقابلې لارې چارې او حل لارې وړاندې کړي، هغوی خپله د دښمن په ناولې غېږه کې ولوېدل، خپل ملت یې د ښېکلاک د خونړیو او ترخو حملو او بریدونو په وړاندې تنها پرېښود.

    خو د شر او فساد ډلو دا باور نه درلود چې افغان ملت همېشه له اسلام سره ژوند کړی، خپل رښتینې ځواک او قوت یې له الله تعالی څخه غوښتی او هیڅکله د دښمن په دام کې نه پاتې کېږي، بلکې آزادي به د الله تعالی په مرسته او د خپلې زړورتیا او مېړانې په برکت ترلاسه کوي.

    همدا وو چې د شر او فساد د حکومت د تېارو ورځو په اوږدېدو سره، د ریښتیني جهاد له افق څخه د ازآدۍ لمر راوخوت. د اسلام مبارزین او ریښتیني مجاهدین په سنگرونو کې مضبوط ودرېدل، تر هغې چې بالاخره زړونه د آزادۍ په آرمان خوښ شول، د خپلواکۍ لارې هوارې شوې، د عدل او ازادۍ لمر د ظلم او ستم د غرونو له شا راښکاره شو.

    اوس هغه خلک چیرته دي چې فکر یې کاوه دا خاوره او دا ګران بیه خزانه به د تل لپاره د شر او فساد په ولکه او قدرت کې پاتې شي؟!

    هېره دې نه وي چې د ظلم او ستم وخت به یوه ورځ پای ته رسېږي، ځای به یې عدل او انصاف نیسي، سرغړونکي او ناوړه ګټه اخیستونکي به په دنیا او آخرت کې رسوا شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکابل کې د ترکیې له سفیر سره د روغتیا وزارت د سرپرست لیدنه؛ روغتیا برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوي
    راتلونکي مقاله د اسرائيلو د پوځ لوی درستيز: د پوځ ناکامي په غاړه اخلم او خپله استعفا اعلانوم

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جولای 2025

    له ملي ګټو سره د امرالله صالح د دښمنۍ بل څرک

    په افغانستان کې پرځېدلی جمهوریت يو امريکايي فلم و چې غوښتل یې د امرالله صالح…

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ملي ګټو سره د امرالله صالح د دښمنۍ بل څرک

    22 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.