Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې خپل عقلي توازن له لاسه ورکړی دی.
    لیکني

    د شر او فساد ډلې خپل عقلي توازن له لاسه ورکړی دی.

    صابر افغانصابر افغان23 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    له تېرو څلورو لسیزو را په دېخوا ازمایل شوي او یو څو پلیت اشخاص چې په هر دور کې یې خپل وحشتونه اوج ته رسولي، بیا یې د تکرار هڅه کوي.

    دوی هېر کړي چې په افغاني جغرافيه د ولس له منځه راپورته شوي اشخاص واکمن دي؛ د شر او فساد لارویان د هېواد د تجزیې کولو او بربادولو په امید د خپلو بادارانو په پښو کې سرونه ایښي دي.

    د افغانستان په تاریخ کې جنجالي، وحشي او بدرنګ اشخاص چې په ډېره ارزانه هر چا خریداري کړي یو څو نفر دي او ټول د شریرو د ډلې غړي دي.

    دوستم چې په افغانستان کې د وحشت، بربریت، ناځوانیو او بې عقلۍ قوي داستان لري، تازه یې د ترکیې په انقره ښار کې د احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت جوړه شوې غونډې ته ویلي چې مونږ به له هېواد بهر خپل دولت جوړ کړو.

    دوستم چې د بې عقلۍ اوږد تاریخ لري، تر اوسه په دې نه دی خبر چې دولت باید معلومه جغرافیه، نفوس، حکومت یا سازمان او حاکمیت ولري، خو دا د دولت د جوړولو ادعاوې په هغه ځای کې کوي چې د دولت او حاکمیت یو شرط هم نشي پوره کولی.

    دوستم چې د یو خیالي دولت د جوړېدو غوښتنه کوي، له ترکیې ورته ډېر کرته د شړلو ګواښونه شوي او ورته ویل شوي، که بل ځل کوم نازیبا حرکت وکړې له ترکیې به د دایم لپاره وشړل شې.

    دوستم چې یو دوکه باز، وحشي، بې عقل او سودا ته ژر اماده کیدونکی سړی دی، په ۲۰۱۶ کال کې د جوزجان په پخواني والي او سپین ږیري احمد ایشچي جنسي تېری وکړ، چې له دې قضیې د پیدا کېدو وروسته یې د ترکیې هیواد ته پښې سپکې کړې.

    *ترکیې د هغه وخت له ولسمشر سره خبرې کړې وې چې د دوستم ورتګ باید ومني، چې په بناء یې دوستم له ترکیې بیرته وطن ته ستون شو او د هغه وخت ولسمشر ته یې وویل: چې دوستم باید مارشال شي.

    د مارشالۍ رتبه د هغه چا حق جوړېږي، چې یا هېواد له پردي یرغل وژغوري او یا نورې سیمې د خپل هېواد لپاره ونیسي، خو دوستم له دې شرمناکې قضیې د جوړولو وروسته د مارشالۍ رتبه واخېسته!

    *لکه همدا ناولتوب چې په جمهوریت کې د مارشال کېدو معیار و.

    په ۱۳۹۴ کې یې شل زره شخصي ملیشه په دوه زره موټرسایکلو د ایراني او CIA استخباراتو په خوښه جوړه کړه، چې د فاریاب ډېر کلي یې پرې چور او تالان کړل.

    کلیوالو سخت شکایتونه وکړل، باوجود د دې ټولو شکایاتو هم نوموړي ته هیچا د پورته کتلو جرات ونه کړ، ان نړیوالو ادارو هم، ځکه د احمد ایشچي تجاوز د نړیوالو رسنیو او ادارو لپاره سر ټکی و.

    *نوموړی یوه ورځ په وینا کې وایي: (القاعده به رهبري اسامه بن لادن بیشتر از سې ونیم هزار نفر و امریکایا به شهادت رساند.)

    https://www.facebook.com/kfayatullah.omarkhil/videos/2259715787665275/?mibextid=rS40aB7S9Ucbxw6v

    یو چاته چې د شهادت مفهوم ورمعلوم نه وي، هغه د دولت په جوړولو او مشرۍ څه پوهېږي؟ هغه د اسلامي نظام پر خلاف جګړه په کوم دلیل کوي؟ د شر او فساد ټول ملګري له دین نا خبره او د شخصي ګټو بنده ګان دي، همدا لامل دی چې د خوارجو په څېر دوی هم د اسلامي نظام خلاف نامشروع جګړه غواړي.

    د شر او فساد لارویان ټول یو بل ته غله دي او په همدې منډه کې دي، چې څنګه یو له بلې جبهې مخکې د خیالي دولت اعلان وکړي، چې بهرني استخباراتي قراردادونه او د ډالرو بیکونه ژر ونیسي.

    خو د باور ګراف یې دومره ښکته دی، چې په هره غونډه ان د تلین په مناسبت راټولېدنه کې هم یو بل ته کنځلې کوي، دوی د واک تندې دومره سخت اخیستي چې هر یو ځان د مشرۍ مستحق ګڼي او په هیڅ صورت نه غواړي چې بل دې مشر شي.

    دوستم، عطا نور، احمد ضیاء، سیاف، اسماعیل او نور ټول ځان د عصر مفکرین ګڼي، دوی حساب د وطن په بربادۍ کوي، چا چې وطن ډېر وران کړی هماغه ځان تر نورو تکړه، بهادر او د واک اصل حقدار ګڼي.

    د هوس بنده ګي او له مور وطن سره خیانت کول ښکاره شرمنده ګي ده، د شر او فساد ملګري په هره راټولیدنه کې د شرمنده ګۍ په درشل ودرېږي.

    *ماخذ:

    په افغانستان کې پردۍ جګړې څلورم پړاؤ نومی کتاب

    مخکینۍ مقالهباغيان څوک دي؟ (٢٣)
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۳/۲۰ ھ ق.

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 21 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵ھ ق. ۲_ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا…

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.