Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې خیالي ارقام او کاذب خوبونه!
    لیکني

    د شر او فساد ډلې خیالي ارقام او کاذب خوبونه!

    صابر افغانصابر افغان6 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    شر او فساد ډلې د وروستیو سختو ماتو او ناکامیو د پټولو په موخه، دا ځل د تېر (۲۰۲۴) مېلادي کال د فعالیتونو اړوند داسې خیالي ارقام او دروغجن معلومات خپاره کړي، چې په تېر کې یې کم ساری لیدل کېږي. دوی ویلي، چې په تېر ۲۰۲۴م کال کې په خپلو خیالي او مجازي بریدونو کې نږدې ۵۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده؛ هغه ادعا چې له واقعیت او حقیقت سره هیڅ اړخ نه لګوي.

    دا ډله چې له تېرو نږدې دریو کلونو راهیسې یې له هېواده بهر د خپل فعالیت اعلان کړی دی، په ټولنیزو رسنیو کې یې د افغانستان د نا امن ښودلو او همدا راز په دغه هېواد کې د جګړې د بیا پیل په موخه د نوي خریدار د موندلو لپاره پراخ تبلیغات پیل کړي دي، خو په دې دومره موده کې یې نه تنها دا چې د جنګ خریدار ونه موند، بلکې خپل له منځه تللی حیثیت یې دومره لا پسې خراب کړ، چې اوس نه پرې په کور دننه څوک باور کوي او نه یې هغه خواخوږي په خوله پیاز ماتوي چې نږدې دوې لسیزې یې نه ستړي کېدونکي چوپړونه ورته وکړل.

    دا شر خوښې، فتنه ګره او منفوره جبهه په تېر کال کې هم د پخوا په څېر له پراخو مالي، اخلاقي فسادونو او شدیدو اختلافاتو سره مخ وه، خو د تېرو کلونو په پرتله یې په ۲۰۲۴م کال کې تر ټولو ډېر فسادونه او اختلافات په ډاګه شول. دې چارې د یادې شریرې جبهې رهبري دې ته اړ کړه، چې د ځان لپاره د اوړو پوزه کېږدي، خپل تللی او لیلام شوی حیثیت تر ممکنه بریده راوګرځوي او ورځ تر بلې له لاسه وتونکی حالت را کنټرول کړي، د همدې موخې لپاره یې ځینې له وارخطایي او تزلزله ډکې هڅې پیل کړې.

    لومړی یې هڅه وکړه، چې ځانونه ته ستر – ستر نومونه او ټایټلونه وټاکي او داسې وښيي چې ګواکې دوی په یوه ستر چتر کې راټول دي او اختلافات نه لري، خو دې چارې نه تنها دا چې دوی ونه ژغورل، بلکې د دوی د پاشلتیا جریان یې لا چټک کړ؛ د مقاومت په نوم عالي شورا چې وړاندې یې جوړه کړې وه، وپاشل شوه، بیا یې له ډېرو ناندریو وروسته د افغانستان د نجات په نوم مجمع اعلان کړه، خو دې مجمع لا رسماً اعلان نه و کړی چې د انشعاب او پاشلتیا غږونه یې د ټولو تر غوږونو ورسېدل.

    د خپلې ماتې د پټولو لپاره د دې لالهاندې او متزلزلې جبهې او د پردې تر شا د دوی د ملاتړو بله هڅه دا وه چې په افغانستان کې له ځینو شریرو عناصرو او فتنه ګرو سره لاس یو کړي، په ملکي ځایونو او اهدافو کې چاودنې وکړي او په دې ډول د خلکو په منځ کې وېره ډېره کړي، دوی په همدې موخه څو دا ډول چاودنې هم وکړې، چې وروستۍ هغه یې څو ورځې وړاندې په کابل کې د شیخ زاید روغتون مخې ته د ملکيانو په منځ کې چاودنه وه، خو دا تکتیک او هڅه یې ځکه ناکامه ده، چې له یوې خوا د دا ډول تخریبي کړنو مخه تر ډېره نیول شوې ده او له بلې خوا عام خلک د دوی په دې ټولو لوبو پوه دي او د دوی پر وړاندې یې مخالفت او نفرت لا پسې ډېرېږي.

    وروستۍ، کمزورې او اسانه هڅه یې دا ده، چې په بهر کې د امریکا، برېتانیا، اسرائیل او نورو غربي او اسلام ضد کړیو او استخباراتي ادارو له خوا تمویلېدونکو رسنیو په مټ، د طالبانو او په افغانستان کې د شته واقعیتونو پر خلاف پراخ منفي تبلیغات وکړي، دا تبلیغات دومره ترې ډېر شوي، چې تر مبالغې هم واوښتل، هیڅ عاقل او هوښیار انسان که بهر یا هم په افغانستان کې دننه اوسېږي، دا خیالي او دروغجن ارقام او تبلیغات نه تنها دا چې نه مني، بلکې په فعالیتونو یې تمسخر او ملنډې هم وهي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهسرچینې: د عطاء محمد نور د نږدې حلقې او خپلوانو د فساد اسناد د امرالله صالح په دستور افشا شوي دي
    راتلونکي مقاله د امر بالمعروف محتسبينو کندوز کې ۴۵ کلن معيوب سړي ته د ۱۳ کلنې انجلۍ د نکاح مخنيوی کړی

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.