د شر او فساد ډله د افغانستان له جنایتکاره، لنډغرو او لوېدلو اشخاصو څخه د شخصي ګټو او نا امنۍ لپاره، په تبعید کې د ګاونډیو او نورو بهرنیو جاسوسي شبکو په ملاتړ رامنځته شوې ده.
د شر او فساد ډله له پیله په دې هیله او ارمان وه، چې د امریکا له خوا د نیابتي ډلې په توګه انتخاب شي او د ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوې اداره د افغانستان په بیا نیولو کې هر اړخیزه مرسته ورسره وکړي.
د سیمې او نړۍ سیاسي وضعیت او نظامي حالاتو داسې ژور بدلون وکړ، چې د شر او فساد ډلې ډېر ارمانونه یې له خاورو سره خاورې کړل. دوی په تبعید کې د امریکا د انتخاباتو په پروسه کې د ټرمپ لپاره زیات کمپاينونه د دې لپاره وکړل، تر څو له دوی سره بیرته د افغانستان په نیولو کې مرسته وکړي او د مظلومو افغانانو په عام وژنه کې یې ګډونوال کړي، ځکه د دوی تمه ټرمپ ته وه.
کله چې د امریکا انتخابات وشول او ټرمپ پکې بریالی اعلان شو، د سیمې وضعیت د شر او فساد ډلې د توقع په خلاف بدلون وکړ، ټرمپ چې په بېړنیو پرېکړو مشهور دی، د جنوري پر شلمه یې لوړه وکړه؛ په لومړنۍ وینا کې یې داسې پرېکړې وکړې، چې د زیاتو جنایتکارو پر ارمانونو خاورې واوښتې. ټرمپ په خپله لومړنۍ وینا کې څرګنده کړه، چې زیات شمېر غیر قانوني کډوال به له امریکا وباسي او دا پلان به په ډېر جدیت سره عملي کوي، ټولې جګړې به ختموي او امریکا به بیا افغانستان ته ستنه نهشي. د ټرمپ په همدې څرګندونو د شر او فساد ډلې د انتخاباتي کمپاینرانو منډې – ترړې په اوبو لاهو شوې.
د شر او فساد ډلې ټولې هیلې لا هغه وخت له خاورو سره خاورې شوې، چې تر دې مخکې د امریکا ډیرو لوړ پوړو چارواکو له افغانستان څخه وتل یو ښه پرېکړه بللې وه، خپله ماتې یې په افغانستان کې منلې وه؛ په دې وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټرز هم ویلي و، چې د امریکا په راتلونکي حکومت کې به هیڅکله امریکايي ځواکونه بیا افغانستان ته ستانه نهشي. نوموړي همدا راز زیاته کړې وه، چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او ښه لور ته روان دی.
د شر او فساد ډلې مشر په تېر کې څو ځله امریکا ته سفر کړی و او له امریکا څخه یې د مرستې غوښتنه کړې وه، خو اوس یې هغه هیلې له منځه تللي. د شر او فساد ډلې د ارمانونو پر تابوت هغه وخت وروستی میخ ټکوهل شو، چې ټرمپ د ۱۶۶۰ تنه کډوالو د ورتګ پرواز لغوه کړ او په څنګ یې دا ګوت څنډنه هم وکړه، چې ټول غیر قانوني کډوال به وباسي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.