Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»د شر او فساد ډلې د ژوند وروستۍ ورځې؛ خپلمنځي اختلافاتو یې رازونه رسنیز کړل
    راز

    د شر او فساد ډلې د ژوند وروستۍ ورځې؛ خپلمنځي اختلافاتو یې رازونه رسنیز کړل

    صابر افغانصابر افغان9 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان په خاوره له تېرو څلورو لسیزو یو طوفان ته ورته سخت حالت تېر شو، چې پکې ډېرې ککرۍ ونړېدې، ډېرې میندې بورې، ډېرې خویندې کونډې او ډېرې لورګانې بې پلاره شوې؛ خو د دې ټولو عاملین څوک وو چې دومره بربادۍ او ناخوالې یې دې ارامې سیمې او ځمکې ته راوړې!

    د تاریخ پاڼې مو واړولې، د دې ټولو بربادیو عاملین د شر او فساد ډله را ووتله؛ دوی د خپل هوس پاللو لپاره هیڅ ارزښت ته نه دي کتلي، دوی د افغانیت او اسلامیت ټول اصول مات کړي او یواځې یې خپلې نامشروع ګټې د نورو هېوادوالو په ککریو شیندلو پوره کړي او بس!

    په افغانستان د طالبانو د بیا حاکمیدو سره سم د شر او فساد ډله په مستقیم ډول د جګړې میدان ته ورښکته شوه او د تجزیې هغه پخوانی فکر یې په کار واچوه، چې د خپل تېر پلورل شوي مشر احمدشاه مسعود څخه په میراث ورپاتې وو، خو سره د دې ټولو هڅو له ناکامۍ سره مخ شول او د پنجشیر له غارو او درې د خپل بادار غېږو ته په منډو ورسېدل.

    خو بیا هم په کرار نه شول، هلته یې بیا د خپل شیطاني فکر او عمل لار انتخاب کړه او د خیالي جبهو په نومونو يې فعالیت شروع کړ، د وطن په غېږ پراته ځیني احساساتي ځوانان یې په درواغجنو تبلیغاتو له خپلې لارې منحرف کړل، چې بیرته یې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د مرګ تر ژامو ورسول؛ څوک یې د پاکستان لمنې ته ور واچول او څوک یې د تاجکستان د وربوز لاندې نیم ژواندي حالت کې ونښلول.

    پاکستان یې د بلوچستان په ایالات کې د داعش په نوم روزنه کوي او تاجکستان یې د شر او فساد د هغو وګړو په څېر پالنه کوي چې د الله تعالی په دې ودانه نړۍ کې د شیطانت لار تعقیبوي.

    په خارج کې د شر او فساد میشتې ډلې د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره له غربي هېوادونو په یو او بل نومونو پیسې شکوي، چې اوس یې په هماغو پیسو خپل منځي لانجې او کړکیچ اوج ته رسېدلی دی.

    تازه د شر او فساد د مقاومت د خیالي ډلې نږدې او مخکښ غړي نصرت اقبال د دوی هغه اسناد افشاء کړي، چې د حکومت له لورې نیول/وژل کېږي؛ خو دا د دې لامل داسې ښیي چې ګواکې د دوی سره د پیسو پر سر لانجې کېږي، چې له امله یې حکومت بریالی کېږي او دوی نیسي.

    نصرت اقبال پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې:«د مقاومت جبهې له لورې مالي مسؤلین د بسم الله ورونه دي او هغوی په هیڅ صورت پوره پیسې نه ورکوي او په سل روپیو کې هم خپله برخه پيسې وهي»، چې همدا پیسې پټونه د دې لامل شوې، چې د شر او فساد ډله یې د محوه کېدو پر لور روانه کړې ده.

    دا هغه څه دي، چې اقبال یې د میډیا پر مخ نشروي او د دوی د ژورو اختلافاتو هغه وروستی اړخ یې هم را وویست، چې د پټولو لپاره یې شر او فساد ډلو خپل ټول کوښښونه وکړل.

    له دې څو ورځې وړاندې یونس قانوني د پیسو پر سر د حکمت کرزي سره د ګفتمان ملي په نوم په جوړ شوي کنفرانس کې د شوری هیڅ غړي ته د ګډون اجازه ورنکړه، ځکه چې حکمت کرزي یونس قانوني له برطانیې څخه په اخیستل شوې پروژه کې نه شریکوه، خو دوستم له قانوني پټ خپل یو نفر یاد کنفرانس ته ورلېږلی وو.

    همدا ډول د دوستم او احمد مسعود هغه محرم کلیپونه او اسناد هم میډیا ته راووتل، چې احمد مسعود پکې د دوستم د وژلو هڅې او هاندونه کړي وو.

    داسې ښکاري چې د شر او فساد ډلې څخه رب تعالی د هغو مظلومو افغانانو انتقام اخلي، چې د رقص مرده په نامه یې په تنو رشخندونه وهلي وو، یا د هغو هېوادوالو چې په ژوندوني یې په سرونو میخونه ورټک وهل شوي وو.

    لرې نه ده، چې د شر او فساد ډله د نړۍ له مخ هم داسې محوه او ورکه شي، لکه الله تعالی چې د افغانستان له پاکې خاورې ورکه کړه.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهتېرو لسو میاشتو کې د هند او افغانستان ترمنځ د ۶۵۰ ملیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې ده
    راتلونکي مقاله بدخشان ولایت سږ کال د څه باندې ۱۰۰ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه‌توب کړی دی

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.