Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې سره د غرب تبليغاتي مرسته.
    لیکني

    د شر او فساد ډلې سره د غرب تبليغاتي مرسته.

    صابر افغانصابر افغان10 اگست 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کله چې غرب او ناټو پر افغانستان يرغل وکړ او پس له شلو کلونو جګړې او افغان وژنې څخه ورته معلومه شوه چې افغانستان تر يرغل لاندي ساتل په نړۍ کې د هيڅ طاقت د وس کار نه دی.خو بل طرف غرب او نړيوال استخباراتي سازمانونه نه غواړي چې افغانستان دې په امن او د افغانانو په لاس کې يو خودمختاره دولت ولري؛ ځکه خو دوی واپس ولاړه، مګر تر شاه يې ناسور د شر و فساد او داعش خراسان په نامه پرېښود؛ تر څو افغانان ترې امن او سوله کې ژوند ونه کړي.

    له کوم وخت څخه چې د افغانستان پر جغرافيه ا.ا.ا حاکم شوی او د تير جمهوريت مشران په تېښته بريالي شوي؛ له همغه ورځې څخه د شر و فساد او د تير جمهوريت ځيني غلو پوچو تبليغاتو، دروغو او بې ځايه ادعاوو ته مخه کړې.نهه مياشتې مخکې د فرانس له يوه تلويزيون سره په يوه مرکه کې احمد مسعود وايي چې موږ د افغانستان دوولسو ولايتونو کې فعاليت او ۴۰۰۰ پرسونل لرو.

    خبريال ورته وايي چې: ډېر خلک ستاسي نظامي حضور افغانستان کې نه مني، د خبريال مطلب دا وو چې ستاسو دغه ادعا خلک دروغ ګڼي، يعني هيڅ حقيقت نه لري! احمد مسعود ورته په ځواب کې وايي چې تاسو د يوناما راپور وګورئ!همدغسي درې هفتې مخکې د شان ريان سره مرکه کې احمد مسعود ورته خبره تکراروي او وايي چې د دې خبرې د تصديق لپاره چې زموږ حضور ښيي تاسو د يوناما او نور غربي ميډيا راپورونه کتلای شئ.

    په دې وروستيو کې د شر او فساد ډلې يو راپور خپور کړی وو چې هم يې د افغانستان دوولسو ولايتونو کې د ا.ا.ا ضد د نظامي عملياتو ادعا کړې وه؛ کوم چې اصل کې هيڅ حقيقت نه لري او يواځې دغه مقاومت يې تر سوشل او غربي ميډيا پوري محدود دی.

    د ا.ا.ا په افغانستان کې د سرتاسري واک لاسته راوړلو سره په اولو کې د شر و فساد او داعش خراسان ډلې ځيني ځايونو کې سرونه راپورته کړل؛ مګر ډېر ژر د ا.ا.ا ځواکونو له طرفه وځپل شول، د دوی حضور يې په افغانستان کې صفر ته راټيټ کړ؛ په ټول افغانستان کې يې پرې د سر پناه ځايونه ودرول ځکه پاکستان، تاجکستان او نورو هېوادونو ته وتښتېدل.

    د دغو دوو ډلو دغه ناکامي ته په کتلو نړيوالو استخباراتو په ۲۰۲۳ کال کې يو بل پلان ترتيب کړ: د آی ايس آی او نورو د غرب د غلامانو په ذريعه يې په پاکستان کې د داعش خراسان او د شر و فساد ډلې تر منځ غونډې جوړې کړې چې پکې يې دغه دوې ډلې(شر و فساد، داعش خراسان) سره يو کړل. دغه دوه ډلې په خپل منځ کې و دې توافق ته سره و رسېدل چې په افغانستان کې به د ا.ا.ا په ضد ګډ نظامي عمليات ترسره کوي؛ يو له بل سره به مالي او تسليحاتي مرستې کوي.

    خو بيا هم دغه دواړې ډلې ونه توانېدلې چې د ا.ا.ا ضد نظامي عمليات او کومه خاصه بريا تر لاسه کړي؛ حتا د خپل شتون په افغانستان کې ښودل هم ورته مشکل شوي؛ دغه حالت د افغانستان دښمنان نور هم په فکر کې واچول؛ ځکه په افغانستان کې د امن خرابولو او د ا.ا.ا په ضد هيڅ رنګه کاميابي د شر و فساد او داعش ډلې نه کړه تر لاسه.

    د دې هر څه سربيره يو بل اړخ د دوی سره د غرب د مرستې د ميډيا انتخاب وو؛ چې غرب د ميډيا له لارې هم هڅې شروع کړې تر څو د دوی شتون په افغانستان کې وښيي؛ د احمد مسعود د يوناما د راپورونو ذکر کول، د فرانسې او امريکايي رسنيو کې بار، بار د احمد مسعود را ښکاره کول، د غربي او نورو استخباراتي کړيو ادعاوې په افغانستان کې د داعش خراسان د شتون؛ دغه ټول د دوی د تبليغاتي مرستې د شر و فساد او داعش خراسان سره يوه ښکاره نمونه ده.

    مه هېروئ چې د احمد شاه مسعود څخه اتل هم همدغې غربي رسنيو جوړ کړی وو چې په لاندي لينک کې يې لوستلای شئ!

    مسعود د افغان تاريخ يوه بدنامه څېره

    په افغانستان کې دغه دوې ډلې(شر و فساد او داعش خراسان) بيخي صفر ته رسېدلي؛ که کله هم کوم څوک د دغو ډلو څخه د يوې ډلې په نوم سر راپورته کړي؛ د افغانستان د امن د خرابۍ هڅه وکړي نو مخکې تر دې چې د ا.ا.ا او افغانانو ضد کوم نظامي عمليات ترسره کړي، امن خراب کړي، نيول کېږي يا هم ختمېږي.

    خو بيا هم غرب او ځيني استخباراتي کړۍ دوی ته لابي کوي او کوښښ يې دا وي چې د دوی شتون افغانستان کې وښيي، تر څو د افغانانو ذهنونه مغشوش او بيا ځلي خپلو شومو اهدافو ته ځانونه و رسوي.

    يوې خواته د پاکستان په ذريعه د داعش افغانستان ته رالېږل او بل طرف ورسره د شر و فساد ډلې د يو ځای کولو پروژه هم همدا غرب ورکړې؛ افغانستان کې د داعش شتون ثابتولو لپاره همدا غرب او متحدين يې کار کوي تر څو افغانستان ناامنه وښيي او دوی د ا.ا.ا ضد ښکاره اقداماتو ته لاره پيدا کړي.

    همدا د شر او فساد ډله چې له داعش خراسان سره يې تړون کړی بل طرف پر ميډيا باندي لګيا دي وايي چې: افغانستان کې تروريستي ډلې شتون لري.

    زموږ د ډېر يو بزدله دښمن سره مخ دی ځکه بايد افغانان هر ګام په ډېر دقت سره کېږدي. د شر او فساد ډلې شعار ډیموکراسي او د داعش خراسان ډلې شعار خلافت دی؛ مګر بيا هم دغه دواړې ډلې سره يو شوي.

    دا ځکه چې دغه دواړې ډلې د غرب پروژه يان دي او يواځې د غربي ګټو خونديتوب ته کار کوي؛ که نه په شعار کې دغه دواړې ډلې يو د بل مخالفې دي خو کردار کې بيرته سره يو دي؛ د دوی په شعار مه تېروځئ بلکې کردار ته يې فکر وکړئ!د دغو استخباراتي لوبو د ناکامۍ لپاره افغانان بايد يو موټي شي، د ا.ا.ا تر شاه ودرېږي تر څو بيا ځلي دغه امن خراب او افغانان په جګړو وانه وړي؛ ځکه افغانان نور د جګړو تاب نه لري.

    افغان ولسه!د پرديو په دروغجنو تبليغاتو مه تئروځئ! او نه هم بايد چا ته دا موقع ورکړئ چې دغه امن له افغانانو واخلي؛ د دغو ډلو سره مرستې او تبليغات غرب او نړيوال استخباراتي سازمانونه د همدې لپاره کوي چې له افغانانو څخه دغه امن او سوله واخلي او بياځلي افغانستان د جګړې په ډګر بدل، د افغانانو په وينو سوداګري شروع کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپه افغانستان کې د داعش واقعیتونه او د غرب تبلیغات!
    راتلونکي مقاله روغتیا نړیوال سازمان: له نشه‌يي توکو سره د حکومت مبارزه جدي ده

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    د ریاست‌ الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا…

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.