Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د شر او فساد ډلې لخوا د افغانستان پلورنې سودا
    تورې څېرې

    د شر او فساد ډلې لخوا د افغانستان پلورنې سودا

    صابر افغانصابر افغان7 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کله چې پر افغانستان د غرب فرمایشي جمهوري نظام حاکم و، پردیو استخبارتي کړیو او ډلو فعالیت درلود، یوه یې هم اوسنۍ د شر او فساد مقاومت جبهه ده، دوی هغه مهال هم د ډالرو نشې اخیستي وو، اوس هم د شر او فساد تر عنوان لاندې را ټول شوي، د بهرنیو استخبارتو اهداف تطبیقوي او دا پاکه خاوره پلوري.

    کله چې طالبان دوهم ځل د ۱۴۰۰ هـ ل کال، د اسد پر ۲۴مه پر کابل حاکم شول، شر او فساد ډلې له حاکم نظام څخه بغاوت اعلان کړ، د دغه جبهې پر مشر احمد مسعود ټول هغه شریر عناصر او فتنه ګر ور ټول دي، چې لاسونه یې د مظلومو افغانانو په وینو سره دي.

    د دغه جبهې مشرانو په تېرو دریو کلنو کې له زیاتو فتنه ګرو سره راشه – درشه شروع کړې، تر څو د ډالرو په مقابل کې یو ځل بیا په افغانستان کې شر او فساد تقویه کړي، خو تر اوسه لا په فزیکي ډول نه دي توانېدلي چې خپل نامشروع اهداف ترلاسه کړي.

    د شر او فساد لارویانو د هېواد د تجزیه طلبۍ په تکل، د پرځېدلي جمهوریت د حاکمیت پر مهال له افغاني هویت څخه انکار وکړ، دوی د (من افغان نیستم) شعار په بدرګه کولو لاریونونه وکړل او د تجزیې غوښتنې یې منعکسولې. اوس هم همدا خوبونه ویني او په تکل کې یې هڅې کوي.

    په دې وروستیو کې چې کله د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې، د شر او فساد ډلې له موقع څخه په استفاده، د تاجکستان په منځګړیتوب له پاکستان څخه د افغانستان په نیولو او د طالبانو ضد اکمال لپاره مرسته وغوښته. دا چې پاکستان د رسمي سرحد په توګه د ډیورنډ کرښې په رسمیت پیژندنې لپاره هر کله پر افغانستان فشار اچوي او نښتې رامنځته کوي؛ شر او فساد د ښه بدیل په توګه دغه کرښه د رسمي سرحد په توګه ومنل او بیا یې دا لویه جغرافیه وپلورل، تر څو د دوی ملاتړ وشي.

    د شر او فساد ډلې د رهبرۍ غړي حفیظ منصور له یوې رسنۍ سره په خپله وروستۍ مرکه کې ډیورنډ کرښه د یوې نړۍوالې پولې په توګه ومنل او دغه سودا یې علني کړل. مګر دا چې افغان مؤمن او مجاهد ولس هر کله له اسلامي او ملي ارزښتونو او هېواد له ارضي تمامیت څخه دفاع کړې ده، هیڅکله به دغسې نا مشروع پریکړې ونه مني، بلکې د سر په قیمت به یې مخالفت کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپه غزه د صهيونيستي رژيم له تېري راوروسته تر ۱۲ زره ډېرې فلسطينۍ ښځې کونډې شوي
    راتلونکي مقاله د ګوانتانامو له پوځي زندان څخه ۱۱ یمني بندیان خوشې شوي

    مربوطه لیکنې

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    3 دسمبر 2025

    د احمد مسعود ناهیلي‌توب؛ له افغان حکومت څخه د نړیوال ملاتړ زیاتوالی

    30 نوومبر 2025

    له پاکستان سره د کړکېچ په اوج کې؛ د محقق او دوستم له رسوايۍ ډک تحرکات

    28 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 4 دسمبر 2025

    د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد: موږ بديلې لارې موندلي او له پاکستان سره به سوداګريزې لارې هغه وخت خلاصېږي، کله چې مقابل لوری د بيا نه تړلو قوي تضمين وړاندې‌ کړي

    د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، افغانستان له پاکستان سره د تجارتي…

    امنيتي ځواکونو هرات کې میلیونونه افغانۍ کشف او بېرته خپلو خاوندانو ته سپارلي

    4 دسمبر 2025

    د فرانسې ولسمشر په یوه رسمي سفر چین ته رسېدلی

    4 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد: موږ بديلې لارې موندلي او له پاکستان سره به سوداګريزې لارې هغه وخت خلاصېږي، کله چې مقابل لوری د بيا نه تړلو قوي تضمين وړاندې‌ کړي

    4 دسمبر 2025

    امنيتي ځواکونو هرات کې میلیونونه افغانۍ کشف او بېرته خپلو خاوندانو ته سپارلي

    4 دسمبر 2025

    د فرانسې ولسمشر په یوه رسمي سفر چین ته رسېدلی

    4 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،032 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،085 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.