Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د شر او فساد ډلې له انشعاب سره مخ دي
    تورې څېرې

    د شر او فساد ډلې له انشعاب سره مخ دي

    صابر افغانصابر افغان3 دسمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د شر او فساد لارویان له حیرانۍ او سخت رواني فشار سره مخ دي؛ پلویان یې چې هرې خوا ته سترګې غړوي، مشکوکې څهرې، مشکوکې مکالمې او مشکوک سیاستونه یې مخې ته تېریږي.

    له احمد مسعود څخه د امر الله صالح، ایوب سالنګي او ظاهر اغبر جلا کېدل، د احمد مسعود پر جبهه ګڼ شکونه پیدا کړې او پلویانو ته یې د دغه ډلې له منځه د ژور اختلاف ټکي څرګند شول.

    د شر او فساد ډلې په منځ کې د انشعاب خورا سترې نمونې په ډېر لږ وخت کې تر سترګو شوې دي، دا هم یو ښکاره واقعیت ګرځېدلی، چې شر او فساد ډله د جنګیالیو پر سر پیسې اخلي او په غرب کې پرې د شخصي ژوند امکانات برابروي.

    څه موده وړاندې د شر او فساد ډلې د یو جنګیالي عبدالرحمن اندرابي د چیغو او فریادونو کلیپ رسنیز شو، چې ویل یې؛ “موږ د هندوکش په لوړو څنډو کې له لوږې مرو او زما ځوان زوی هم زما په غېږ کې ساه ورکړه، مګر د جبهې هیڅ یوه مشر زما چیغو ته غوږ کېنښود”.

    د شر او فساد ډلې مشران خپله په اروپا او غرب کې مستریح ژوند لري، خو د نورو زامن بیا د مرګ خولې ته ورکوي. د دې خبرې په تائید د بلخ پخواني والي عطا محمد نور په یو تازه پیغام کې ویلي، چې دئ د مقاومت په نوم د خیالي او فیسبوکي نمایشونو ملګری نه دی. هغه زیاته کړې؛ موږ د اروپا په ښارونو کې تودې قهوې څښو او د خلکو زامن د مرګ خولې ته ورکوو، هغه څه چې زموږ له لاسه نه وي پوره نو پردي زامن هم باید په چا ونه وژنو.

    خیالي جبهې د اعتراضونو او بې اتفاقیو په ډنډ کې را ګیر شوې دي، د عیسی محمدي او عبدالستار حسیني د محرمو مکالمو له افشاء کېدو وروسته، ددوی تر منځ ژور اختلافات لا زیات څرګند شول. دا د دوی تر منځ د اختلافاتو یو څنډه وه؛ دغه ډلې له خیالي لیکو په ورځني ډول ډیری افراد جلا کېږي او له هر اړخیز ملاتړ یې لاس اخلي.

    د شر او فساد دغه ژور اختلافات به د بغاوتګرو شته خیالي تشکیلات هم له تشې سره مخ کړي او د بغاوتګرو صف به په خپله وپاشل شي.

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله د شر او فساد ډلې لپاره د هېواد تجزیه او د ملي شتمنیو لوټل اولویت لري

    مربوطه لیکنې

    د مخالفینو بهرنۍ نسخې او پر افغانستان یې اغېزې

    29 مارچ 2026

    د ژمنو تر شا خیانت؛ پخواني عسکر د پردۍ جګړې قرباني شول

    24 مارچ 2026

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 30 مارچ 2026

    بلوڅ وسله والو کويټه‌ کې د پاکستاني رژیم دوه تنه پولیس هلاک کړي

    ​سرچينې وايي، بلوڅ وسله والو د بلوچستان په مرکز کویټه کې د پاکستاني رژیم پر…

    د ایران په وړاندې پټ ګواښونه او د شریرو عناصرو د ایستلو اړتیا

    30 مارچ 2026

    پاکستاني طالبانو جنوبي وزیرستان کې پاکستاني عسکرو ته کمین ورکړی

    30 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ وسله والو کويټه‌ کې د پاکستاني رژیم دوه تنه پولیس هلاک کړي

    30 مارچ 2026

    د ایران په وړاندې پټ ګواښونه او د شریرو عناصرو د ایستلو اړتیا

    30 مارچ 2026

    پاکستاني طالبانو جنوبي وزیرستان کې پاکستاني عسکرو ته کمین ورکړی

    30 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،086 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،157 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.