Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې له لورې د افغانانو سره بل ملي خیانت!
    لیکني

    د شر او فساد ډلې له لورې د افغانانو سره بل ملي خیانت!

    عمران آغاعمران آغا28 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: سلمان باور

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د جمهوریت له سقوط سره سم د امریکا له لورې د شر او فساد ډلې د روزل شویو لارویو پیلوټانو او جنرالانو لخوا د هېواد څخه ۲۲ باله جنګي جیټ او ۲۴ باله هیلیکوپټر الوتکې ازبکستان ته له ځانه سره وتښتولې.

    چې د ټولو الوتکو تخمیني مجموعي قېمت دوه اعشاریه درې میلیارده (دوه زره او درې سوه میلیونه) ډالر کېږي.

    تازه په ازبکستان کې د امریکا سفارت خبر ورکړی، چې له ازبکستان هېواد سره یوې ګډې هوکړې ته رسېدلي دي، چې د افغانستان یادې ټولې تښتول شوې الوتکې به ازبکستان هېواد ته ورکړي.

    یادې الوتکې د افغانانو سرمایه ده، دا نه د شر او فساد د ډلې چورلکې او الوتکي دي او نه د امریکا او نورو هېوادونو، چې دوی یې نورو هېوادونو ته د ورکړې خبرونه وایي.

    له افغانستان څخه د امریکا او د هغوی د روزل شویو د تښتیدلو پر محال په کابل هوایي میدان (صفر یک، دو، KPF) او نورو روزل شویو قطعاتو له لورې د کابل هوایي ډګر د رادار په شمول، ګڼ شمېر الوتکې، موټرې او ان په یو بمي چاودنه کې تر 170 ډېر افغانانو قتل کړل.

    چې تاسې یې امریکا او ملګرو د خپلې رسنۍ ازادۍ په دې را پور کې کتلی شئ:
    https://pa.azadiradio.com/a/32595352.html

    خو د دوی زړونه په هغه وحشتونو او ظلمونو نه دي یخ شوي، تازه یې د ازبکستان او افغانستان په نویو جوړیو شویو اړیکو کې د درز راوستلو په خاطر د افغانانو د ملي شتمنۍ د امریکا په مرسته ازبکستان ته د ور سپارلو هڅې کوي، چې د افغانستان او ازبکستان روغول شوې اړیکې پرې زیانمنې کړي.

    د شر او فساد ډله او تمویلونکو یې په افغانستان کې په پوره معنی ماته خوړلې ده چې اوس د خپلې ماتې غچ د افغانانو د سرمایې په لیلامولو اخلي.

    امریکا او شریرو ملګرو یې د همدې الوتکو او چورلکو پر توسط په افغانستان کې سلګونه جنایتونه ترسره کړې دي، چې د ټولو قوانینو په بناء یادې الوتکې او چورلکې د افغانانو حق دی او باید افغانانو ته وسپارل شي.

    مخکینۍ مقالهد يوناما د مرکزي زون د بشر حقونو مسول: پنجشېر کې امنيت کاملاً تامين دی
    راتلونکي مقاله پکتیا او کندهار کې د کوکنارو او چرسو سلګونه جریبه کښتونه له منځه وړل شوي

    مربوطه لیکنې

    له افغان هویت انکار؛ د تاریخ او واقعیت په وړاندې د مخالفینو جګړه

    16 دسمبر 2025

    آیا د مخالفینو د ائتلاف غوښتنې شخصي دي که ملي؟

    16 دسمبر 2025

    د مخالفو ډلو د متزلزلو ائتلافونو چټک زوال

    14 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 17 دسمبر 2025

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    د تسنیم خبري آژانس د يو شمېر رسنۍ اسرائيلي رسنيو له قوله راپور ورکړی، چې…

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،098 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.