Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې وسله تعصب او په ولس کې تفرقه وه
    لیکني

    د شر او فساد ډلې وسله تعصب او په ولس کې تفرقه وه

    صابر افغانصابر افغان6 اگست 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغانستان د ګډو قومونو کور دی چې يو له بل سره دوستۍ، ګډ کلتور او مشترکات لري، په مينه دې جغرافيه کې ژوند کول غواړي؛ خو دلته ځيني لېوان هم د قومي ټيکه دارانو په جامه کې په دغه قومونو کې شته چې د ولس وينې تويولو کې خپلې شخصي ګټې لټوي، تعصب پکي خپروي او بيا يې د پښتون، تاجک، ازبک، هزاره او… په نامه سره جنګوي؛ تر څو دوی خپلو شومو اهدافو ته ځانونه و رسوي؛ د افغان ولس د سر په سودا او د وينو په تجارت سره سرمايه پيدا او مزې و چړچې پکې وکړي.

    له کلونو څخه دغو د قوم ټيکه دارانو د افغانستان درانه قومونه غولولي او د تعصب تخم يې پکې شيندلی وو؛ په ولس کې تعصب خپرول او بيا له دې تعصب څخه په کار اخيستنې يې څو لسيزې روسي او غربي اشغال، بهرني استخباراتو ته کار وکړ؛ دغه د شر و فساد ډلې ډېر بې ګناه افغانان د تعصب او ولس کې د نفاق اچولو په پار وژلي.

    هندوکش‌غږ د شر او فساد ډلې د مهم غړي ګل محمد پهلوان یو غږیز کلیپ ترلاسه کړی؛ چې د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په هکله ډېر توند ږغېدلی او دا یې پکې ښودلې چې ما د دوستم په هدایت خلک وژلي دي؛ د ده په وینا چې ماته دوستم ویل د خلکو ترمنځ تفرقه واچوه او خپله بادشاهي دې پرې کوه.

    د ۲۰۰۱ کال د ډيسمبر پر ۵مه په بن کې چې پر افغانستان د اشغال لاسليک وشو؛ پکې دغو قومي ټيکه دارانو هر يوه د قوم په نوم د يرغل په جريان کې له يرغلګرو خپله حصه د جعلي واک او د ډالرو د غلاوو جلا کړه؛ په دغه وېش کې غوښنه حصه د شر و فساد ډلې ته و رسېده.

    همدغه د قوميت په نامه حصه کې همدې بزدله جنرال دوستم ته مارشالي ورکول شوه چې بيا د همدې تعصب او ولسونو کې د تفرقه اچولو په مټ يې غرب او د نړۍ استخباراتي کړيو ته کار کاوه؛ چيري چې به د غرب خوښه وه هلته به يې پرې بې ګناه افغانان وژل، چې د نړۍ کومې استخباراتي کړۍ به هر جنايت افغانستان کې غوښته نو د پیسو په بدل کې به ده (دوستم) او قوماندانانو ورته کول، هر رنګه وحشتونه به يې ورته کول.

    که به ولس د ده د‌ جنايتونو مقابل څه وويل؛ نو ده به له همغه تعصب څخه په کار اخيستنې په ولس کې د خپل قوم څخه د ځان او قوميت د دفاع په نامه کسان راپورته او نورو ته به يې بيا د همدې قوميت په نامه اخطارونه هم ورکول.

    کله چې په افغانستان کې اشغال ختم او يو اسلامي نظام حاکم شو، سرتاسري امن او د اسلامي بيرغ تر چتر لاندي ټول ولسونه سره راټول او متحد شوه، افغان ولس پوه شو چې څو لسيزې دوی د قومي او ژبني تعصب په نامه د څو غلامو مشرانو له خوا تېر ايستل شوي وو؛ ځکه يې هغه ټول جنايتکاران او قومي ټيکه داران يواځې پرېښودل، په يوه اتحاد يې ا.ا.ا ته ښه راغلاست و وايه.

    څه وخت مخکې دوستم او همدغسي نورو ځيني بهر ته غورځېدلو دعوې کولې چې دغه اختر او هغه اختر به موږ افغانستان کې يو، خو هيڅ معلوم نه شوه؛ دا ځکه دوی فکر کاوه چې ولس اوس هم موږ نه يو پېژندلي او زموږ په دروغجنو شعارونو به غولېږي، ښه راغلاست به راته وايي مګر برعکس ولس ورته وويل چې نور موږ ستاسو په دروغجنو شعارونو نه تېروځو او نه هم نور موږ (افغان ولس) جګړه غواړو؛ نور ولس تعصب نه غواړي او ټول قومونه په يوه اتحاد د ا.ا.ا تر چتر لاندي د امن له خوږو شېبو څخه خوند اخلي.

    افغان ولس اوس يو له بل سره په مينه ژوند کوي چې دغه حالت ټول هغه جنايتکاران چې د تعصب له وسلې په کار اخيستنې، په ولس کې تفرقه اچولو سره يې پردۍ پروژې افغانستان کې پر افغانانو عملي کولې؛ سخت پرېشانه او يواځې کړي دي.

    د شر او فساد ډلې مقاومت يواځې تر سوشل ميډيا پوري محدود پاتې شوی او يواځې له بهر څخه لاپې او نعرې د مقاومت وهي؛ دا ځکه چې د دوی وسله ولس کې تعصب او تفرقه اچول وو چې اوس يې دغه وسله په لاس کې نشته.

    په خپلو منځونو کې هم سره مخالف شوي او بهر کې يو د بل هغه جنايتونه رسوا کوي کوم چې په تېرو وختونو کې يې کړي وو؛ کوم چې بيا ځلي موقع ورته نه پيدا کېږي؛ بل طرف بهرنيان هم ښه پوه شوي چې دغه ناولې څهرې نور په افغان ولس کې هيڅ ځای نه لري.

    په افغان ولس کې اوس برتري د قوميت پر بنياد نه، بلکې د اسلاميت او تقواء پر بنياد ده، ټول يو افغان او يو مسلمان و متحد ولس ځان بولي.

    که افغانان همدغسي متحد او يووالي کې پاتې شي نو د نړۍ هيڅ قوت به يې مات نه کړای شي، هيڅ يو طاقت به پرې د يرغل فکر هم ونه کړي او هيڅ يو لېوه به د قوميت په نامه د دوی د وينو سوداګري ونه کړای شي.

    د شر او فساد ډله که هر څومره د دروغو شعارونه زمزمه کړي، که هر څومره پوچ تبليغات وکړي خو بيا به هم يواځې د ناکامۍ سره مخ وي؛ ځکه د دوی اصليت اوس ټولو قومونو، افغان ولس ته څرګنده شوې، اوس افغان ولس په شعارونو پسې نه ځي؛ بلکې کردار ته په کتو پيروي کوي او د دوی کردار ټولو ته ښه څرګند شوی چې بغير له تعصب، وينه تويولو او د پرديو پروژې عملي کولو څخه بل څه نه لري.

    که افغان ولس دغه د رب تحفه (اسلام، امن و سوله) همدغسي ساتل غواړي، که همدغسي خوشحاله او د سکون ژوند کول غواړي، که همدغسي هره ورځ د پرمختګ يو نوی باب پرانيستل غواړي؛ نو بايد همدغسي په يوه اتحاد پاتې او ژبني و قومي تعصب ته (نه) و وايي چې په همدې کې د دنيا او د آخرت کاميابي ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبنګلدیش کې د سیکولرې حسینې پر ضد د اسلامپالو بریا
    راتلونکي مقاله د افغانستان بانک: په لوېدیځ زون کې مو ۵۵۹ مېلیونه زاړه بانک‌نوټونه سوځولي دي

    مربوطه لیکنې

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025

    د غزې د مظلومیت غږ او هغه نړۍ چې چوپ ده؛ د چوپتیا پر وړاندې اعتراض او ویښېدلو ته بلنه

    30 مې 2025

    له افغانستان څخه تر غزې پورې؛ د ظلم او جنایت پر وړاندې د عدالت چیغه

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 جون 2025

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    د بلوڅو بېلتونپالې ډلې (BLF) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، وسله‌والو یې د…

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ بېلتون‌پالو په دوه جلا بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او استخباراتي کارکوونکي وژلي

    1 جون 2025

    پاکستاني طالبانو له ۲۰۱۳ کال راوروسته تېره مياشت تر ټولو ډېر بريدونه ترسره کړي

    1 جون 2025

    نایجریا کې د سختو سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي

    1 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.