Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې پرله پسې ناکامۍ او پر تبلیغاتي جګړې تمرکز!
    لیکني

    د شر او فساد ډلې پرله پسې ناکامۍ او پر تبلیغاتي جګړې تمرکز!

    عمران آغاعمران آغا31 اکتوبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: زرغون سمون

    په اروپا، امریکا، تاجکستان، تهران او نورو بهرنیو هېوادونو کې مېشت شریر عناصر، کړۍ او ډلې له تېرو دریو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه په دې لټه کې دي، چې په افغانستان کې شته امنیت اخلال کړي، خلکو ته اندېښنې پیدا کړي، پر حکومت یې بې باوره کړي او دغه راز د افغان متحدو، وروڼو قومونو او پرګنو په منځ کې د بې اتفاقۍ او کرکې زړي وکري او په دې سره اوبه خړې او دوی کبان پکې ونیولی شي، خو دوی له پرله پسې هڅو، سرګردانه منډو ترړو او لالهانده وضعیت سربېره، په خپلو ټولو شومو موخو کې پاتې راغلي دي.

    دوی هڅه کوي چې د دغو شومو موخو د پلي کولو لپاره په بهر کې ځان ته ملاتړي پیدا کړي، نو له همدې کبله هره ورځ هلته له استخباراتي کړیو، جنګي او جرمني شبکو، د وسلو جوړولو د کمپنیو له مشرانو، قاچاقبرو او نورو ډول ډول منفورو او ممنوعه کسانو سره ناستې ولاړې کوي او په دې لټه کې دي چې دوی ته دا قناعت ورکړي، چې په افغانستان کې یو ځل بیا جنګي ماشین فعاله کړي او د افغانانو لا ډېرې وینې وبهوي، کورونه یې ورته وران کړي، د کورنیو جګړو په څېر هرڅه له خاورو سره خاورې کړي، دلته بیا پردي راولي، ټوپکسالاري او قلدروي واکمنه کړي او په دې سره خپلې شومې موخې او ګټې تامین کړي او خپل اسونه پکې چاغ کړي.

    دوی ان د پلرونو له وخته په دې کار کې ډېره تجربه لري، لسیزې یې افغانستان د پردیو او نیابتي جګړو ډګر ګرځولی و، افغانستان یې د کورنۍ جګړې په اور کې وسوځاوه، افغانستان ته یې پردي راوستل، د دې وطن ارزښتونه یې پرې ولټول، په سلګونو زرو کسان یې پرې شهیدان، بې کوره او بې وطنه کړل.

    له پورته ذکر شوو ټولو بدمرغیو سره سره، افغانان تر یوې سختې او ستړې مبارزې او بلا ډېرو قربانیو وروسته، درې کاله وړاندې پر دې بریالي شول، چې دوی او د دوی بادران مات کړي او ټولې شومې موخې او پلانونه یې پر سیند لاهو کړي، افغانستان او افغانانو ته نجات ورکړي.

    د دغو شریرو کړیو، عناصرو او ډلو اوسنۍ هڅې او منډې ترړې ځکه ناکامې او بدنامې دي، چې له یوې خوا دوی او د دوی بادار ته داسې درس ورکړل شوی، چې پر دې سپېڅلې خاورې باندې د بیا ګام اېښودلو تاب نه شي راوړلی، له بلې خوا کړېدلی او ځورېدلی افغان ولس او ملت اوس له نېکه مرغه پر هر څه ښه پوهېدلی، د دوی شومې موخې ورته په ډاګه شوي، د دوی تېر جنایتونه او ظلمونه یې ښه په یاد دي، دوی اوس د ازادۍ، ارامۍ، سوکالۍ او وروګلوۍ د ژوند خوند څکلی، دوی اوس خپل دوست او دښمن ښه پېژني، دوی اوس خپل او پردي ښه پېژني، دوی اوس تور او سپین ښه پېژني، نو ځکه یې هغوی ته شا کړې ده، رټلي یې دي، د یوه توت ارزښت ورته نه ورکوي او په هېڅ ډول ژمنو او خبرو یې باور نه کوي.

    افغان ولسونه، قومونه او پرګنې اوس د خپل واحد او مرکزي پیاوړي حکومت ترڅنګ ولاړ دي، دوی اوس په ګډه د شته ستونزو د حل او د هېواد د ابادۍ لپاره مټې رانغاړلي، پښتون له تاجک، تاجک له هزاره، پشه‌يي له نورستاني، ایماق له پامیري سره په ګډه او اوږه پر اوږه د هېواد ابادۍ ته ملا راتړلې، دوی اوس پر دې فکر کوي، چې څنګه وکولی شي د قوش تېپي په پروژه کې خپلې خولې تويې کړي، دوی اوس پر دې فکر کوي چې څنګه له کاسا زر سره مرسته وکړي، دوی اوس پر دې پوهېږي چې څرنګه وکولی شي چې ټاپي بریالۍ کړي.

    دا ټول هغه څه دي چې په کمپونو کې ناست شریر کسان، عناصر او کړۍ هره ورځ ورته زړه ورته خوري، د ټولنیزو رسنیو فضا یې سختو تبلیغاتو ته ځانګړې کړې، جعلي او ناسم خبرونه خپروي او هڅه کوي چې ځان ته د خټې بوزه کېږدي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد حزب‌الله ډرون الوتکو تل‌ابیب کې زورورې چاودنې رامنځته کړي
    راتلونکي مقاله د ايران او پاکستان پر پوله د افغان کډوالو د مرګ ژوبلې لومړنۍ موندنې په ډاګه شوې

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په اړه د نړیوالو غبرګونونو پر…

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.