Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر و فساد لکۍ ګانې
    لیکني

    د شر و فساد لکۍ ګانې

    صابر افغانصابر افغان18 مې 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وحیدالدین حیدر

    د شر و فساد لکۍ ګانې د بل په اخور واریږي، دوی خپله هیڅ هم نه دي حتی ا ا ورته د رقیب او سیال په سترګه هم نګوري، د دوی زور د مچ نه دی خو لګیږي په مخ.

    د افغانستان بدخواهانو چې دلته د ماتې تراخه وڅکل زموږ په وړاندې یې د دریدلو مجال له لاسه ورکړ او زموږ له جغرافیې ناکامه او نامراده ستانه شول، د خپلو شرمونو د پټولو لپاره یې د بغاوت واړه واړه دلګۍ ایجاد کړل، که یو غږ پورته کړي، د غرب له لاسپیکرونو یې غږونه بدرګه کیږي، که مظلومه واقع شي بیا یې د مظلومیت چیغې هم له دې لاسپیکرونو وځي، موږ پښتانه وایوو چې خوسی په میخ واریږي.نو دا خلک د بل بابا د باروتو په زور غور او پش کوي نور هیڅ خبره نشته، چې څوک سر جیګوي خپل د سر خیر دې غواړي.

    د مشروع انتقاد او مشورو دروازې خلاصې دي، د نیوکو پراخه سینه موجوده ده، موږ چې خپل قاتلان زغملی شو نو انتقاد نشو زغملی؟دا نظام دی، یو لوی حکومت دی او د حکومتدارۍ یوه سلسله موجوده ده، سمه ده چې امکانات به محدود وي او تقاضاګانې به ډیرې وي، زموږ خدمات به ډېر پراخ او معیاري نه وي خو موږ ټولو ستونزو ته غاړې وتي یوو او سرخ رویه به ترې راووځو.

    خو نړۍ راته لنګته اچوي، پښو ته مو کاڼي ګوزاروي ترڅو زموږ سرعت متوقفه کړي، هغوی پوهیږي چې د افغانستان جیوپولیټیک موقیعت په داسې ځای کې دی، که د پرمختګ مجال پیدا کړي دا به د نړۍ په مارکیټ واوړي.افغانستان د مرکزي آسیا تر منځ اقتصادي څلور لارې دی خو د دغې څلور لارې مخه ډبه شوې، موږ په ټول توان اخته یوو چې وطن د پردیو له تکیې را وباسوو.

    نړۍ زموږ په لستوڼو کې داسې ماران تربیه کړي چې حتی د افغانیت نوم راسره نه مني، زه به یې کور جوړوم دا به راته متعصب او فاشست وايي، زه به یې سړک، روغتون، ښوونځی او پوهنتون رغوم دا به مې په کاڼو ولي.اخر ولې او ترکومه؟څوک چې نظام څملوي، وطن نسکوروي هغوی ملي خاینان دي او د خاینانو فیصلې دې بیا نظامي محاکم وکړي، نه ملکي محکمې.

    موږ نیوکې زغموو، موږ انتقاد زغموو، خو وطن ته د خون او خرابې منصوبې، پروژې او دسیسې نه زغموو.چې ټوپک پورته کوي دغسې اقدامات بې ځوابه نه پاتې کیږي، د شر د لکۍ ګانو باداران به بیا په دې وطن د خرمستیو خوب ګور ته یوسي.

    خو بیا هم هغوی چې د بهرنیانو د پیسو په تمه ناست دي، ترڅو به په دې وطن کې یو ناتار ساز کړي، دوی ته وایوو چې په ځان او په بچیو مو رحم وکړئ.څوک چې دا وطن او دا ولس نه بښي، د بښلو نه دي، امنیتي ادارې دا ظرفیت لري چې هره نقطه کې هر بغاوت نسکور او سرکوبه کړي.

    مخکینۍ مقالهنیکاراګوا: له افغان حکومت سره د ښو اړیکو د قائمولو او په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته لیوال یو
    راتلونکي مقاله سټنډرډ ملي اداره: ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېل مو بېرته ایران ته ور ګرځولي دي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جولای 2025

    د ایران په رشت ښار کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي

    د ایران ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ګیلان ولایت په…

    ايران له المان، فرانسې او بریټانیا سره د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی

    21 جولای 2025

    قطر ته د افغان کارګرو د لېږد هوکړه وشوه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران په رشت ښار کې چاودنې ۱۷ کسان ټپیان کړي

    21 جولای 2025

    ايران له المان، فرانسې او بریټانیا سره د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی

    21 جولای 2025

    قطر ته د افغان کارګرو د لېږد هوکړه وشوه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.