Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د شل کلنې جګړې ميليونران!!!
    تورې څېرې

    د شل کلنې جګړې ميليونران!!!

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش31 جنوري 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليک: بلال عاکف

    ښايي دا مو زړه ته نه ولويږي، چې افغانستان د وسلو، باردو او مرميو يو نړيوال مارکېټ ؤ، او په دې مارکېټ کې تجارت ښه په خوند روان ؤ، د وسلو او مرميو نړيوال شرکتونه په دې مارکيټ کې ميلياردارن شول، حتى د يوې ورځې د جګړې قيمت درې سوه ميليونه ډالر ؤ، او دغه درې – درې سوه ميليونه ډالره تر شلو کلنو پورې هره ورځ د مرميو، بارودو او وسلو په ګرم بازار کې دَ جګړې د دوام په خاطر سرمايه ګذاري کېده… دَ جګړې د لا دوام په خاطر د وسلو نړيوال شرکتونه په معياري ډول پلانونه طرحې جوړولې، چې څنګه کولى شي دوى په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي او خپلې ګټې خوندي کړي.
    امريکې له ٢٠٠٢ څخه تر ٢٠٠١ ميلادي کاله پورې ٢.١ ټريليونه ډالر مصرف کړل، جالېبه داده چې له دومره لويي کچې سرمايه ګذاري سره سره بياهم د همدې کلنو په جريان کې افغانستان د فقر ځپلو هېوادونو په قطار کې کله لمړى او کله دوهم او کله درېم مقام کې ؤ… خو په دوى کې يو شمېر په فساد ککړې کورنۍ رامنځته شوې، چې د وينو په سيلاب کې د ځان لپاره سره زر ونيول، او خپلې شتمنۍ يې تر ميلياردونو ډالرو ورسول؛ خود به ميلياردان کېدل چې دلته دوه زره او سل ميليارده ډالره په شلو کلنو کې مصرف شو… دوه زره او سل ميليارده ډالره…..چې اوس په اروپا، امريکا او د دوبۍ په مجلل ماڼيو کې اوسي، خو بل لورته ولس د يو مړۍ ډوډۍ پېدا کولو پسې د مرګ تر مريېه ورسېدل؛

    1- تاسې د ټريليون ډالرو مصارفاتو په اړه د پنټاګون راپور لوستلى شئ.
    https://thespectator.com/topic/pentagon-rich-afghanistan-military-budget/

    څه موده وړاندې وال سټرېټ ژورنال په خپل تازه راپور کې، د هغو لوړ پوړو پخواني افغان مفسدو چارواکو او سیاسیونو شتمنیو په اړه خپل راپور کې یادونه کړې،چې د جمهوریت له پرځېدو سره سم یې هېواد پرېښود او اوس یې په اروپا، امریکامتحده ایالت او عربي هېوادونو کې ګرانبیه ځایونو کې کورونه اخیستي او خپلو کورنیو سره اوسي. د راپور یوه برخه :« د جمهوریت دورې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې د بریټانیا او مېرمنې یې د امریکا متحده ایالتو تابیعت درلود، د جمهوریت سقوط سره سم له خپلې کورنۍ سره په شرینګي لا هوټل کې میشت شو، شرينګي لا د نړۍ يو له هغه مجلل او پرمصرفترينه هوټلونو په قطار کې راځي، چې لګښت یې د متحده عرب اماراتو دولت ورکاوه، خو اوس د امریکا متحده ایالتو په فلوریدا ایالت کې د سمندر پر غاړه یو ګرانبیه مجلل کور کې اوسېږي، د فلوريدا ايالت کې دَ يو عادي اپارتمان قيمت شاوخوا دوه ميليونه ډالره کيږي.
    2-په دې اړه د وال سټريټ ژورنال راپور لوستلى شئ.

    https://www.wsj.com/articles/high-ranking-afghan-officials-escaped-to-luxury-homes-abroad-11655112600

    د تیر حکومت د مالیې وزیر اکلیل حکیمي،چې د نظام له سقوط شااوخوا دوه کاله وړاندې یې استعفاء ورکړې وه، په اړه یې وال سټریت ژورنال په خپل راپور کې داسې لیکلي.
    د راپور یوه برخه:« د مالیې پخوانی وزیر اکلیل حکیمي له افغانستانه د وتلو مخکې او وروسته د امریکا متحده ایالتو په کلفورنیا ایالت کې ۱۰ بابه کورونه اخېستي دي،چې یو کور یې په قیمتي ځای کې دی، چې ارزښت یې نږدې ۲.۵ میلیونه ډالره دی.»

    3- په دې اړه د وال سټريټ ژورنال راپور لوستلى شئ.

    https://www.wsj.com/articles/high-ranking-afghan-officials-escaped-to-luxury-homes-abroad-11655112600

    د تېر حکومت مالیې یو بل پخوانی وزیر خالد پاینده،چې په ځينو نړیوالو رسنیو کې یې د اقتصادي وضیعت په اړه داسې راپورونه خپاره شول،چې ګواکې اوس ټکسي چلولو ته اړ شوی، د وال سټریټ ژورنال راپور کې یې په تړاو ویل شوي،چې پاینده د امریکامتحده ایالتو په واشنګټن کې دوه کورونه لري، چې یو کور یې په نغدو پیسو اخېستی دی.
    د راپور یوه برخه:«د مالیې پخوانی وزیر خالد پاینده،چې مخکې یې امریکامتحده ایالتو کې د موټر چلولو راپورونه ورکړل شوي وو، د امریکا متحده ایالتو په واشنګټن کې یې دوه کورونه اخیستي، چې یو کور یې په یو میلیون نغدو ډالرو رانیولی دی.»

    4- په دې اړه د وال سټريټ ژورنال راپور لوستلى شئ.

    https://www.wsj.com/articles/high-ranking-afghan-officials-escaped-to-luxury-homes-abroad-11655112600

    په دغه راپور کې د اقتصاد پخواني وزیر مصطفی مستور په اړه راغلي، چې دوبۍ کې کور لري،خو اوس د ترکیې په استانبول ښار کې اوسېږي.
    د راپور یوه برخه:«د اشرف غني د دورې د اقتصاد وزیر مصطفی مستور بیا د وزیر کېدو پر مهال د دوبۍ په مرینا نومې سیمه کې کور اخیستی دی،خو د نظم له سقوط څو میاشتې وړاندې ترکيې ته تللی او د استانبول په ښار کې میشت دی.»
    د بلخ پخوانی والي او د جمیعت ګوند اجرائیه مشر عطاء محمد نور په اړه راپور کې ویل شوي،چې د متحده عرب اماراتو په یو داسې ځای کې اوسېږي،چې ان دغې سیمې ته عام خلک د داخلیدو اجازه نه لري.
    د راپور یوه برخه:« د بلخ پخوانی والي او د جمیعت ګوند اجرائیه مشر عطاء محمد نور له سقوط وروسته د متحده عرب اماراتو په نخل نومې قیمت ترینه ځای کې اوسېږي، چې ان د عامو خلکو ورتلل هلته ستونزمن دي.»

    5- په دې اړه د وال سټريټ ژورنال راپور لوستلى شئ.

    https://www.wsj.com/articles/high-ranking-afghan-officials-escaped-to-luxury-homes-abroad-11655112600

    دغه راز د ولسمشرۍ د پخواني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په اړه راپور کې ویل شوي،چې د ترکیې پلازمېنې انقرې په یوه ګرانبیه سیمه کې کور لري، خو مالومه نه ده،چې دا کور څه وخت اخېستل شوی دی.
    خو پر کوردننه د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي، چې جمهوریت د فساد له مله سقوط کړی او دغه راپور نه شي ردېدلی.

    له دې وړاندې هم یو د شمیر پخواني سیاسیونو او چارواکو په تړاو د فساد ادعاوې او راپورونه خپاره شوي، خو تراوسه پورې تورنو کسانو د شویو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
    د جمهوریت له پرځيدو وروسته ادعاوې کېدې،چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له ځانه سره میلیونه ډالره وړي، خو تیره اوونۍ سیګار په خپل راپور کې یادې ادعاوې رد کړې.

    5- په دې اړوند د سيګار راپور لوستلى شئ.

    https://www.sigar.mil/pdf/evaluations/SIGAR-22-35-IP.pdf

    راتلونکي مقاله شمالي ټلواله څه غواړي

    مربوطه لیکنې

    د اشرف غني بې وفا، نا اهله ټیم او ترمنځ یې روانې ناندرۍ

    3 اگست 2025

    له راستنو شویو کډوالو سره د چلند په اړه ړندې او بې ځایه نیوکې

    24 جولای 2025

    د پرمختګ شعوري دښمنان؛ بهر مېشتي مخالفین څه غواړي؟

    23 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 3 اگست 2025

    د سکاټلنډ لومړی وزير جان سوييني: پر غزې د اسرائيل بريدونه ښکاره نسل وژنه ده او انکار ترې نه شي کېدای

    ګارډین ورځپاڼې په یوه خپاره کړي راپور کې د سکاټلنډ د لومړي وزیر جان سوییني…

    پاکستاني طالبانو ډېره‌اسماعیل خان کې د پوځ اکمالاتي کاروان ته کمین ورکړی

    3 اگست 2025

    د اشرف غني بې وفا، نا اهله ټیم او ترمنځ یې روانې ناندرۍ

    3 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سکاټلنډ لومړی وزير جان سوييني: پر غزې د اسرائيل بريدونه ښکاره نسل وژنه ده او انکار ترې نه شي کېدای

    3 اگست 2025

    پاکستاني طالبانو ډېره‌اسماعیل خان کې د پوځ اکمالاتي کاروان ته کمین ورکړی

    3 اگست 2025

    د اشرف غني بې وفا، نا اهله ټیم او ترمنځ یې روانې ناندرۍ

    3 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،992 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،937 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.