Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شمالي ټلوالې، تاجکستان او داعش لوبه
    لیکني

    د شمالي ټلوالې، تاجکستان او داعش لوبه

    صابر افغانصابر افغان24 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    اېمل پښتون

    تاجکستان او په غرب کې د بغاوت جبهې ملاتړي یو له بل سره خواخوږي او اړیکې لري.

    دواړه یې بیا په سیمه کې د ورانکارۍ د ترویج او دوامداره پاتې کېدو لپاره یو لاس دي او یو له بله ملاتړ کوي.

    دوشنبې ښار ته د پاکستاني نظامي پلاوي سفر، په مسکو کې د تاجکستاني بریدګرو برید او په فرانسه کې په یو عام محضر کې له داعش ډلې د بغاوت جبهې د یو پلوي ملاتړ ښکاره پیغام لري، چې نوې لوبه کې څوک، څوک دخیل دي؟ په مسکو کې د شوي برید په تړاو د نیول شویو بریدګرو هویتونه افشا شوي، چې ټول تاجکان دي!

    روسي رسنیو هم ویلي، چې په پېژندل شوو بریدګرو کې ناصرالدینوف، محمد رسول، اسمونوف ریوازیدین، صفول زاده شوخینجان او نظروف رستم ښکېل دي، چې ټول د تاجیکستان اوسېدونکي دي.

    په افغانستان کې د داعش په وروستيو بریدونو کې، ټول عاملین او دخیل خلک چې اکثره یې د تاجکستان اتباع او یا د شمالي ایتلاف سره تړاو لرونکي بريدګر و، په ګډه د یوې پروژې لپاره کار کاوه.اوس داعش یوازې نوم پاتې دی، چې په دغه نوم د پاکستان، تاجکستان او امریکا استخبارات په ګډه بریدونه کوي او نوم د داعش ورکوي.

    د ټلوالې سګشویان په خپلو څرګندونو سره غواړي، د مسکو برید ته له افغانستان سره تړاو ورکړي. هغه برید چې په ښکاره ډول پکې تاجکستاني اتباع دخيل دي.

    دوی له تاجکستان څخه د دفاع په پار یادې څرګندونې کوي.او دې لوی حقیقت ته شا اړوي چې افغانستان په داسې کړنو سره خدای نخواسته د دغه نړیوال پروژه یي جنګ ښکار ګرځېدلی شي.

    د مسکو د حملې یو نیول شوی بریدګر وایي«نیم ملیون روبل یې راسره وعده کړي وې، د دې روپیو په بدل کي مې دا برید وکړ» له یوې خوا خوارجو دا برید پر غاړه اخیستی، روسیه بیا د أوکراین لاس پکښي بولي.

    په دغه لوبه کې د خيالي خلافت اصلي څېره نوره هم څرګنده شوه، کوم خلافت چې د پیسو په زور په مخ وړل کیږي.

    دوی داسې نه وه انګېرلې چې برید کوونکي به داسې زر ونیول شي، نو يې سمدستي پړه پر غاړه واخیسته، برید کوونکي اقرار کوي، چې د پیسو په مقابل کې یې برید ترسره کاوه، خو دواعش یې د خلافت د اقامې برید بولي.نړۍ د په یاد برید کې، د برید هدف، د دواعشو پړه پر غاړه اخیستل، د برید ګرو هویت، د نیول شويو برید ګرو د خولې اقرار، چې د پیسو په مقابل کې یې برید ترسره کاوه، فکر او غور وکړي.

    په ياد بريد کې د دواعشو اصلي څهره خورا څرګنده ده.

    مخکینۍ مقالهد خوړ کاڼې که پاسته وای، د صحرا سپیو به وختي خوړلي وو
    راتلونکي مقاله روسيه او کندهار کې د داعش وحشيانه حمله او پايلې يې

    مربوطه لیکنې

    پنځه روایتونه او واقعیتونه؛ د تبلیغاتي جنګ او فکري برلاسۍ ابزار

    11 جنوري 2026

    د سریع ترور او د مخالفینو د بد برخلیک احتمالي سناریوګانې

    8 جنوري 2026

    د مقاومت ډلې د روڼ سهار دروغجنې وعدې او د بدمرغو ماښامونو واقعیت

    7 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 جنوري 2026

    پکتيکا کې درې هټۍ د پاکستاني کلدارو د کارونې له امله مهرو لاک شوې

    د پکتيکا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د افغانیو د ترويج کمېسیون د څارنې…

    د سومالیا دفاع وزیر: صهیونیست رژیم هڅه کوي فلسطینیان سومالیا لېنډ ته کډوال کړي

    11 جنوري 2026

    د دفاعي ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه دوه میله درنې وسلې ترمیم او فعاله شوې

    11 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پکتيکا کې درې هټۍ د پاکستاني کلدارو د کارونې له امله مهرو لاک شوې

    11 جنوري 2026

    د سومالیا دفاع وزیر: صهیونیست رژیم هڅه کوي فلسطینیان سومالیا لېنډ ته کډوال کړي

    11 جنوري 2026

    د دفاعي ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه دوه میله درنې وسلې ترمیم او فعاله شوې

    11 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.