په شمال کې د ډبرو سکرو دولتي شرکت مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې د ډبرو سکرو استخراج او پلور له لارې څه باندې یو میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د مسوولینو په خبره دغه عواید د بانکي انلاین سیستم له لارې د دولت خزانې ته تللي او هېڅ راز لاسوهنه پکې نه ده شوې.
د هېواد د ډبرو سکرو تر ټولو ستر کانونه د هېواد په شمال کې موقعیت لري، چې د ځينو قراردادونو برخه یې، خصوصي شرکتونو ته ورکړل شوې ده.
دغه کانونه د هندوکش د غرونو له لړۍ څخه د یوه کمربند په پڼه پیلیږي، چې له بدخشان ولایت څخه پيل او هرات ولایت ته رسیږي.