
هندوکش غږ ته رسېدلي معلومات ښيي، چې کابل کې د شهزاده سرای صرافۍ مارکېټ کې د نن ورځې رامنځته شوی جنجال د ياد مارکېټ په بام د جوړو شویو غیر قانوني غرفو د جوړولو له امله رامنځته شوی دی.
د سرچينو په وینا، یاد جنجال د ښاروالۍ د ناحیې او یو شمېر صرافانو ترمنځ رامنځته شوی او په دې موضوع کې نه استخبارات، نه د عدلیې وزارت او نه هم کوم بل امنیتي ارګان مداخله لري.
د معلوماتو له مخې ياد کړکېچ له هغه وروسته رامنځته شو، چې صرافانو د شهزاده سرای مارکېټ پر بام په غير قانوني ډول ګڼې غرفې جوړې کړې وې او په تېرو دوه ورځو کې وضعيت داسې حال ته رسېدلی و، چې د مارکېټ د نړېدو خطر پکې تر سترګو کېده.
مسؤولين وايي، د شهزاده سرای مارکېټ په اصل کې د یوه منزل لپاره طرحه او جوړ شوی، خو وروسته د جمهوريت په وخت کې پرې نور پوړونه هم په غیر قانوني ډول او د رشوت له لارې جوړ شوي دي.

