Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شهیدانو وینې چا خرڅې کړې؟
    لیکني

    د شهیدانو وینې چا خرڅې کړې؟

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش7 فبروري 2024۱ څرگندون9 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    عبدالله زاهد

    د روسي اشغالګرو مقابل ټول افغان ولس راپورته سو او د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره يې روسان له دې پاکې خاورې په ډېر جرئت، مېړانې سره وشړل؛ آزادي يې واخيسته خو لکه څنګه چې تېر تاريخ ثابته کړې چې افغانان آزادۍ اخيستلو کې مهارت لري او د هر ستر قدرت مقابل جنګېدلای سي، غيرتمن دي او هيڅکله د چا غلامي نه مني.
    خو تر آزادۍ اخيستلو وروسته د څو تعصبګرو مشرانو لکه مسعود، سیاف، حکمتيار او نورو….. دغه بريا د افغانانو تر خپلې څوکۍ، واک، پيسو او جاسوسۍ ځار کړه، داسي وحشتونه يې وکړه چې هم يې افغانستان تباه و برباد کړ، هم يې د افغانانو پر هغه ارمان خاورې واړولې چې تر آزادۍ وروسته د يوه شرعي، اسلامي نظام اميد يې درلودی، د شهيدانو په وينه څو مزدورانو سودا وکړه.
    غواړم د دغه بازار او د دغو د شهيدانو د وينو سوداګرو په اړه درته و وايم چې چا رانيولې او چا دغه وينه د شهيدانو خرڅه کړه.

    ۱- شمالي ټلواله: يوه تعصبګره ډله چې له وخته تعصب کې غرق دي، د دوی هدف يواځې شر و فساد او غلاوې دي، د افغانيت نه منل، د اسلاميت نه منل او د افغانستان د وېش او تجزيې خوبونه د دوی اصل اهداف دي، د پښتون، تاجک، ازبک، هزاره او نورو نومونو د پنجشيري و فاريابي و کندهاري د افغان ولس وېشل دي. او په دغه وخت د تعصب کې غلاوې او پردو ته جاسوسي يې له ډېره وخته کردار ګرځېدلی.
    د فرانسې فرمايشاتو ته دومره وفاداره دي چې حد‌ يې نسته.
    د شوروي د يرغل مقابل شهيدانو د وينو خرڅوونکو له ډلې څخه مهمه او اوله ډله همدا شمالي ټلواله ده چې د پاکستان، فرانس، غربيانو د خوشحالولو لپاره يې هر څه وکړه او اوس هم د همدوی د خوشحالولو لپاره يې بغاوت ته لاس اچولی تر څو بيا ځلې د غرب فرمايشات دلته راوړي خو دا ځلي به دا ارمان ګور ته وړي.

    ۲- حزب اسلامي: په تېر يرغل کې د حزب اسلامي جهادي ډلې تر چتر لاندې د ويښ ضمير خاوندانو افغانانو ښه په نره جهاد وکړ او کمونيستانو و د هغوی بادارانو باندې به يې همېش مرګوني وارونه کول، بلکې يوه مهمه او د هغه وخت جهادي ډلو کې د ستر قوت څښتنه وه خو په تاسف سره چې د دې ډلې پاته مشرانو هم تعصب ته اوږه ورکړه او د شهيدانو د وينو سوداګر سوه.

    ۳- درېمه ډله هغه مات سوي کمونيستان وه چې بادارانو يې پرېښودل او هغوی ترې ولاړه خو دوی ته يې پروژه د افغانستان د ورانولو او د اسلامي نظام د نه راتګ ورکړه، اکثريت له دوی څخه په مجاهدينو ګډ سوه او د دوی منځ کې دغه د اور لمبې يې نورې هم تازه کړې.
    کمونيستان چې له اسلام او مجاهدينو سره يې دښمني له وخته وه او د مارکسيزم فلسفې لارويان وه او دي، صرف يوه بهانه يې غوښتل چې له مجاهدينو څخه د هغه بې شرمه ماتې بدله واخلي.

    د دوی بازار پاکستان ګرځېدلی وو چې هلته سوداوې هم آی ايس آی د امريکا او غرب لپاره کولې، هم يې د افغانستان د ورانولو لپاره او تر ټولو اهم پاکستان او نړۍ ته د اسلامي نظام راتګ د منلو نه وو، په سيمه کې بيا خاص همسايه ملک کې پاکستان په هيڅ صورت نه غوښتل چې يو اسلامي نظام دې منځته راسي ځکه بيا به د ده ولس هم پاکستان کې اسلامي نظام غواړي او نه هم نړۍ کې کفري او ډيموکراتيک حکومتونو غوښتل چې افغانستان کې يو قوي اسلامي نظام حاکم وي، د غرب له خوا پروژه پاکستان ته ورکول سوه چې آی ايس آی په پوره ايماندارۍ سره ورته عملي کړه.
    آی ايس آی يوې خواته د ګلبدين تر شاه ودرېدل، بل طرف د شمالي ټلوالې سره او هم روسان د شمالي ټلوالي سره ودرېدل او بل طرف فرانسويانو په ذريعه غرب د شمالي ټلوالې سره ودرېدل او يو و بل ته يې پر اوږو ټکول؛ داخل کې کمونيستانو هم د روسانو په امر شيطانت پکښي کاوه.
    غرب و روسيه که څه هم د يوه و بل مخالف وه خو افغانستان کې د يوه قوي اسلامي نظام په راتګ يو هم راضي نه وه ځکه د مجاهدينو يو و بل جنګولو کې روسيه، غرب، فرانسويان، ايرانيان، تاجکستان او پاکستان پوره کار وکړ.
    د دې پروژې عملي کولو ډېره برخه پاکستان سره وه ځکه پاکستان سره د افغانستان تر ټولو اوږد سرحد، ګډ کلتور او د پاکستان د جغرافيې خطر پاکستان ليدی ځکه د پاکستان جغرافيه يو تپل سوې جغرافيه ده، د انګرېزانو او امريکا په زور.
    هغه وو چې مجاهدين په ټوپک سالارانو بدل سوه او پاټک سالاري افغانستان کې جوړه سوه، خپلو کې يې داسي جنګونه وکړه چې ټول وطن او کابل يې لوټې، لوټې کړ، د افغانانو عزت او شتمني يې ولوټل، داسي حالت ته افغانان راووتل چې نه يې کور او نه هم بهر کشران او زنانه محفوظ وه، نه يې سر او نه هم مال محفوظ وو.
    د پردو پروژه عملي سوه، هم روسان خوشحاله، هم غرب او هم پاکستان خوشحاله سوه ځکه د شهيدانو وينه خرڅه سوه، خاينانو د شهيدانو په ارمانونو لوبې وکړې، د افغانانو د اسلامي نظام د راتګ ارمانونه خاورې سوه.
    کله چې طالبان راپورته سوه د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په رهبري کې نو د افغانانو مړاوې هيلې بيا را ژوندۍ سوې خو د افغانستان دښمنانو ځان په خطر کې وليدی، پاټک سالاري ختمه سوه بس يو شمالي ټلواله پاته وه چې هغه هم پر ختمېدو وه چې امريکا يرغل وکړ او د بن کنفرانس کې يې بيا همغه ټوپک سالاران، خاينان او شمالي ټلواله راجمعه کړه.
    د طالبانو سره جګړه کې د شمالي ټلوالې تر شاه تر پايه غرب ولاړ وو، فرانس يې مالي او تسليحاتي مرسته کول، تاجکستان، ايران او روسيې يې مرسته کول ځکه د بن کنفرانس کې هم غوښنه برخه حکومتدارۍ کې دوی ته تعينه سوه چې د‌ غرب پخوانۍ يارانه د شمالي ټلوالې سره پخه وه؛ تېر شل کلن دور کې هم حکومت کې که حامد کرزی ولسمشر وو يا هم اشرف غني خو پنجشير او ټلوالې تر ټولو نازولې ډله او د غلام حکومت جعلي واګې يې په لاس کې وې، شمالي ټلواله يې ملياردران کړه او د فرانس، غرب او اسراييلو تر ټولو زيات جاسوسان همدوی کې وه او اوس هم دي.
    شمالي ټلوالې ته مهمه پيسه او واک دی، تعصب او عياشي ده چې په هر قيمت وي او هر څوک يې ورکوي او د دې لپاره دوی هر وخت تيار وي.
    کله چې تېر حکومت د طالبانو سره مسعود جنګېدی هم غرب ته په زاريو وو چې راسئ يرغل ته او اوس يې هم احمد مسعود په زاريو دی چې راسئ افغانستان ته يرغل وکړئ خو موږ ته واک راکړئ، پيسې راکړئ.

    هدف مې دا دی چې پاکستان او نړۍ په هيڅ صورت افغانستان کې يو اسلامي نظام نه سي منلای ځکه خو پاکستان پوره هڅه وکړه چې د طالبانو د راتګ مخکې خنډ جوړ سي؛ بلکې کوښښ يې دا وکړ چې د تيرو مجاهدينو په څېر کورنۍ جګړې ته لاره هواره سي خو الحمدلله چې دوی په دې پلان کې ناکامه سوه؛ مګر بيا هم دوی پر قراره نه کښېناستل، همدا اوس داعش او شمالي ټلوالې سره ولاړ دي او دا چې دوی پوره کمزوري سوي او يو هم سر نه سي پورته کولای، نه داعش او نه هم شمالي ټلواله ځکه اوس لګيا دي چې داعش او شمالي ټلواله سره يو کړي، په پاکستان کې ورته د ليدنو او توافقاتو زمينه برابروي تر څو مالي او تسليحاتي مرستې داعش و شمالي ټلواله سره وکړي.
    هندوکش ته داسي اسناد په لاس ورغلي چې د ۲۰۲۲ د اګست په مياشت کې د ټلوالې مهم غړي او د ملي مقاومت شورا کې د مشرقي شورا مسؤل حضرت علي او زوی يې په د پاکستان پېښور او اسلام اباد کې د شمالي ټلوالې او داعش د روابط، دوه اړخيزه همکاريو د تنظيم په چارو بوخت دي، د دې مجلسونو او توافقاتو په اساس به دوی په مشترک ډول په افغانستان کې د بريدونو لپاره مالي او تسليحاتي امکانات برابروي.
    دغه ناستې اکثره د ملک زرين او حاجي حيات الله په همکارۍ او منځګړيتوب ترسره کيدلې.
    ایوب زرین د محمد زرين زوی چې د کنړ ولایت اسمار ولسوالس میاګو کلي اصلي هستوګن دی او اوس مهال د پاکستان خيبر پښتونخوا د باجوړ مسکیني سيمې په سالار زو کلي کې اوسیږي، اکثره وخت اسلام آباد او د کراچي ښارونو ته سفرونه کوي.نوموړی د شمالي ټلوالې له خوا د کنړ ولایت لپاره تش په نوم والي وو.
    یاد شخص په مسکیني سیمه کې په ۱۴۴۵/۴/۲۵نېټه د داعش خراسان څانګې له لوړې کچې مسؤلينو سره ملاقات کړی و.
    د دې ناستو په دوام په ۲۰۲۳/۰۳/۲۰ نېټه په اسلام آباد کې د داعشي خوارجو ، شمالي ټلوالې او د تير نظام د ځينو نظاميانو تر منځ بله ناسته هم وشوه او په دې توافق سره وسو چې د اسلامي امارت پر ضد به په افغانستان کې د داعش ډلې تر نامه لاندې فعالیتونه ترسره کوي او د ځينو بريدونو پړه به داعش ډله په غاړه اخلي.
    د يادې غونډې په تعقيب سره په اسلام آباد کې په ۲۰۲۳/۰۶/۰۵ نېټه د داعشي خوارجو او شمالي ټلوالې ترمنځ بله ناسته د مشرقي زون د شمالي ټلوالې او داعشي خوارجو د مسؤلينو تر منځ ترسره شوه چې د حضرت علي نماينده ګل کريم شاړي هم پکې ګډون درلود.
    د داعشي خوارجو او شمالي ټلوالې ډلې قوماندانانو او محلي نظامي مسؤلينو اوسمهال په پټه له يو بل سره د همکارۍ په بخش کې ځيني پرمختګونه هم کړي دي.
    د قومندان امان الله په نوم د شمالي ټلوالې يو مسؤل چې په مشرقي سيمو کې د شمالي ټلوالې لپاره پټ فعاليتونه ترسره کوي اوس يې د داعشي خوارجو سره هم اړيکې جوړې کړې دي او په همدې موخه يې ايران او پاکستان ته څو ځله پټ سفرونه او هلته له داعشي مسؤلينو سره ليدنې ترسره کړې دي او د قاري قسيم خراساني په نوم د شمالي ټلوالې يو محلي قومندان هم د داعش ډلې سره بيعت کړی دی.
    آی ايس آی دا هر څه ځکه کوي چې دوی ته افغانستان کې يو سپېڅلی، محکم اسلامي نظام د منلو نه دی او بل پر دې پروژو عملي کولو له غرب څخه پيسې ورته راځي.
    دا چې طالبانو يو نظام، يو آمر يو يې امر او يوه يې تګلاره ده، نفاق پکښي نسته ځکه د هيچا پرې وس نه رسېږي او غرب و نورو کفري او ډيموکراتيک حکومتونو او خصوصاً پاکستان مخکې تر يرغل هم ډېره هڅه وکړه چې د طالبانو منځ کې نفاق جوړ کړي او د تيرو مجاهدينو غوندي يې خپلو کې سره اخته کړي خو ونه توانېدل ځکه طالبانو ټول د يوې عقيدې، يوې لارې او يوه رهبر تر مشرۍ لاندي په پوره ايماندارۍ سره روان دي، ځکه پاکستان د داعشي خوارجو چې د اسلام په نامه د غرب د کرايې پوځ دی او شمالي ټلواله چې ټول غله تعصبګر دي، د اسلام خرڅلاو کې مهارت لري؛ پاکستان و غرب بيا ځلي دوی د خپلې پروژې لپاره ټاکلي خو د تېر په څېر به د خپلو بادارانو سره شرمنده کېږي، ان شاءالله.

    مخکینۍ مقالهداعش د شمالي ټلوالې په جامه کې، منځنۍ آسيا ته د خطر زنګ
    راتلونکي مقاله آل ثاني: حماس اوربند او اسرائیلي برمته شوو ته مثبت غبرگون ښودلی

    مربوطه لیکنې

    د امن او ثبات اختر؛ د قربانیو ثمره او د سوکالۍ هیله

    9 جون 2025

    شر غوښتونکي مخالفین؛ امن او باثباته افغانستان لار ورکي کړي دي

    7 جون 2025

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025

    ۱ څرگندون

    1. شیرالله on 7 فبروري 2024 8:19 AM

      سلام علیکم ورحمته الله
      اول خو د ویب پاڼې مبارکی تاسو ته ډالی کوم او ورسته له سلام څخه د عبدالله جان زاهد مقاله مې ولوستله چې ټوله په واقعتونو ولاړه ده او که همداسې مخته ولاړ شې نو دا به ستاسې ستره کامیابی وې و دا لنډغر او چپاولګر دافغانستان دشمنان به اشالله چې په علمی او نظامی برخوکی همیشه ماته خوړلی ویې او ګران افغانستان به د دې مزدورانو او مشرکینو له شره خلاص وې انشالله
      په درناوی
      محترمو ورونو هڅه وکړی چې لکه تاند ورځپانې غوندې د هر بیهوده انسان ناولی لیکنی خپری نکړې مننه

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جون 2025

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې…

    مولوي سیف‌ الاسلام خیبر: هغو مېله‌والو چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې‌نظمي کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه‌ قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي

    10 جون 2025

    د اتریش په یوه ښوونځي کې وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې لس تنه وژل شوي

    10 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    10 جون 2025

    مولوي سیف‌ الاسلام خیبر: هغو مېله‌والو چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې‌نظمي کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه‌ قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي

    10 جون 2025

    د اتریش په یوه ښوونځي کې وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې لس تنه وژل شوي

    10 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،953 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،885 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،877 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.