د شهید سردار داود خان روغتون د اورتوپیدي جراحي او تراوماتولوژي څانگې ډاکټرانو او متخصصینو د عمومي جراحي څانگې د ډاکټرانو په همکارۍ دوه پېچلي عملیات په بریالیتوب سره کړي دي.
یاد روغتون پر خپلې(اېکسپاڼه) لیکلي، د عمومي جراحي مختصص ډاکټر یما “نجرابي” په وروستیو څو میاشتو کې پېچلي او مغلق وخیم عملیاتونه چې د ناروغانو د ژوند گواښ او یا د تلپاتې معلولیت لامل وو. دوی د پر مختللو عصري، طبي وسایلو په کارولو سره دغه ډول عملیاتچې د (Fixation) برخې لپاره کارول کېږي په بریالیتوب سره تر سره کړل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو ناروغانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی او د ښه کېدو په حال کې دی.:«د صحي قومندانۍ مشرتابه، ډاکټران او متخصصین شپه او ورځ کار کوي تر څو د اسلامي اردو غړو او زموږ گرانو هیوادوالو ته ژر تر ژره ښه روغتیایي خدمات وړاندې کړي.»
په دې وروستیو کې یاد روغتون گڼ پېچلي عملیات کړي، چې بریالي شوي هم دي او ناروغانو روغتیا تر لاسه کړې ده.
که څه هم په هېواد کې اوسمهال گڼ پېچلي عملیات کېږي، خو لا هم زرگونه خلک د خپلې درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي.