Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شیطان لښکر د جنسي اپارتاید تر نوم لاندې غربي کلتور عملي کول غواړي!
    لیکني

    د شیطان لښکر د جنسي اپارتاید تر نوم لاندې غربي کلتور عملي کول غواړي!

    صابر افغانصابر افغان26 سپتمبر 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    اسلام د ښځو لپاره واضحه تګلاره او قانون لري، چې د ښځو د ژوند ټولو اړتیا او غوښتنو ته پکې خاصه پاملرنه شوې ده؛ د دې تر څنګ افغاني کلتور هم دا اجازه نه ورکوي چې ښځه دې ځانته په خپله له مشروع او نا مشروع لارو د خپلې اړتیا د پوره کولو لپاره پیسې وګټي.

    د شر او فساد ډله د خپل بادار سره په ټول قوت هڅې کوي چې د افغاني ټولنې کورنی نظام د یو څو فاحش صفتو او کرایه شویو نجونو پر مټ ونړوي.

    کله چې د اسلامي ټولنو کورنی نظام ونړېږي بیا راتلونکی نسل متدین او د اسلام رښتیني بچي نشي پاتې کېدلی.

    غرب د لیبرالیزم تر شعار لاندې میرمنې بازارونو ته را وایستلې، د ژوند ټول خواږه یې ترې واخيستل او له سختو جسمي او ذهني شکنجو سره یې مخ کړې.

    په غربي ټولنه کې ښځه باید او باید کار وکړي، تر څو د ژوند پایه روانه وساتي، غرب کې ښځه خور، مور، میرمن او لور نه بلل کېږي، بلکې یوه مزدوره ده او د موډلینګ یوه نانځکه بلل کېږي، چې نه یې ورور ساتي، نه یې خاوند او پلار د ساتلو لپاره زړه ښه کوي.

    خو د ښځې، لور او میرمن کفالت په اسلامي شریعت کې د نارینه (مېړه، پلار یا ورور) پر ذمه دی؛ الله سبحانه وتعالی د قرآن کريم په سورة النساء، آیت نمبر ٣٤ کې په نارینه وو د ښځو د ساتنې او پالنې مسؤولیت بیان کړی دی: «الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ…»ژباړه: نارینه د ښځو ساتونکي دي، ځکه چې الله(جل جلاله) ځینې یې په ځینو باندې غوره کړي دي او د دوی (نارینه وو) له مالونو څخه دوی (ښځې) ته مصرف ورکوي.

    همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د ښځې او کورنۍ د کفالت په اړه لارښوونې کړې دي؛ رسول اکرمﷺ فرمایي:«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالْإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَمَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ…» (بخاري او مسلم).

    ژباړه: تاسې ټول سرپرستان یاست او تاسې ټول به د خپلو چارو په اړه مسؤل یاست، حاکم د خلکو سرپرست دی او د خپلو خلکو په اړه به مسؤل وي، او نارینه د خپلې کورنۍ سرپرست دی او د هغوی په اړه به مسؤل وي.

    کله چې اسلام یوې مېرمنې ته دومره ټول منلي او هر اړخیز حقوق ورکړې وي، نو په کومه بناء داسې یوه ټولنه غندل کېږي؟

    په کوم اساس شریران او د شیطان لارویان د یوې داسې متدینې ټولنې په حق کې د جنسي اپارتاید درواغجنې څرګندونې کوي!؟

    جنسي اپارتاید به اول تشریح کړو، چې دا رښتیا هم دلته شتون لري او که نه!؟جنسي اپارتاید(Gender Apartheid) هغه سیستم یا پالیسۍ ته ویل کېږي چې په هغې کې د یو جنس پر بنسټ، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې تبعیض او جلاوالی رامنځته کېږي؛ دا اصطلاح په داسې حالتونو کې کارول کېږي چېرته چې ښځې د خپل جنسي هویت له امله له سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي حقونو څخه محرومېږي او د نارینه وو څخه جلا کېږي.

    ایا په افغانستان کې د شر او فساد د لارویانو له شړل کېدلو وروسته د ښځو په حق کې داسې کوم څه شوې دي!؟ښکاره ده، چې نه! دا خبره مونږ له خپلې مشاهدې کوو، ځکه د همدې ټولنې په چاپیریال کې ژوند کوو، که ملاله یوسفزۍ د افغانستان په اړه د اپارتاید موضوع را مخکې کوي، ولې د پنجاب، لاهور او کراچۍ په هغو نجونو خبرې نه کوي، چې په دوه سوه کالدارې ترې د جسم سوداوو ته اړ ایستل کېږي!؟د جنسي اپارتاید پالیسي د افغانستان پر ځای په پاکستان او غربي ټولنو کې عملي کېږي، ځکه هلته د ښځو پر وړاندې د جنسي زورونو ګراف بېخي لوړ دی.

    تاسې د (میټو) تر هشټاګ لاندې د هغو نجونو اقرارونه وګورئ چې د جنس پلورلو ته په زور اړ ایستل شوي، په یادو نجونو کې ټولې هغه نجونې شاملې دي چې په غربي ټولنو کې کار کوي، له فلم انډسترۍ را واخله تر خبریالۍ او له خبریالۍ نېولې تر مؤسیساتو او پارلماني غړیو پورې ټول پکې ښکېل دي.

    که تاسې لږ سرچ وکړئ په ډېره واضحه توګه به ووینئ چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید ډونالډ ټرمپ هم د لوڅو فلمونو د یوې اداکارې سره فحش کړی و؛ همدارنګه د پاکستان پخوانی مشر یحیی خان په اړه کره شواهد دي، چې کله ترې بنګلدیش ازادي تر لاسه کوله، ده خپل سکرتر ته ویل چې ماته پلانۍ ډمه راوله او د شرابو بوتل یې په لاس کې و.

    اوس نو قضاوت تاسو لوستونکي وکړئ چې ایا دلته په افغانستان کې جنسي اپارتاید او که پاکستان او که د نورې غربي نړۍ په حق کې صدق کوي!؟اپارتاید د دولتي یا ټولنیزو جوړښتونو له لارې پلي کېږي او ښځو ته پکې په کورني، ټولنیز او سیاسي ژوند کې ثانوي یا لږ حقوق ورکول کېږي؛ په دې ډول نظامونو کې ښځې ممکن کار، او سفر په محدود یا له اجازې پرته و نه شي کولی.

    دا اصطلاح په ځانګړي توګه په هغو ټولنو کې کارول کېږي چېرته چې د جنس په اساس پراخ او سیستماتیک تبعیض شتون ولري؛ لکه امریکا، پاکستان، هندوستان او نوره غربي نړۍ کې د ښځو په جنس باندې لوبې کېږي، صدق کوي.

    د بېلګي په توګه باید ووایو چې د امریکا فلمي، سیاسي او تفریحي سوداګر هارن روسو ګانګریس ته په یوه وینا کې په زغرده وویل:«تاسې په اسلامي نړۍ کې د ښځو د حقوقو موضوع نېغه-نېغه مه کوئ، ځکه په غربي ټولنو کې ښځه د دې لپاره رایستل شوې چې نظام ته پرې مالیه زیاته کړئ؛ د یو راپور په اساس د لس هېوادونو چې ټول غربي وو، د سیکس ولېژم یا پورن فلمونو له لارې تر ټولو لوړه مالیه ترلاسه کوي چې ټولې پکې نجونې له لس کلنۍ تر اووه لس کلنۍ پورې دي او دا له نورو هېوادونو راوړل کېږي؛ نو بناً تاسې ښځو ته حقوق نه غواړئ، بلکې ښځه بربنډوئ او پرې مالیات او ټیکسونه ترلاسه کوئ».

    د هارن روسو د وینا لینک:

    https://www.google.com/search?kgmid=%2Fm%2F02b9mm&hl=en-AE&q=Aaron%20Russo&shndl=17&source=sh%2Fx%2Fkp%2Fosrp%2Fm5%2F4&kgs=a1b41e44a7969e9460 minutes TV show Aurn rosso.

    د جنسي اپارتاید اصل ټولنې د غرب پیداوار او خپله غربي ټولنې دي، دوی خلکو ته په سترګو کې خاوري ور اچوي او د لنډغرۍ او بغاوتونو په څېر دا هم په خلکو په بار-بار تکرارولو منل غواړي.

    یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد جنسي اپارتايد په نوم د‌ غرب او جاسوسي سازمانونو مغرض تبليغات
    راتلونکي مقاله په افغانستان کې د اسلام پر تطبیق د جنایتکاره غرب د تمساح اوښکې تویول!

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.