د افغان حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تاتارستان د ولسمشر په رسمي بلنه د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ یاد هېواد ته په سفر ولاړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر “اکس” پاڼه لیکلي، چې دغه پلاوی به د روسیې او اسلامي نړۍ په ۱۵مې نړۍوالې اقتصادي غونډه کې چې د روان زېږدیز کال د مې میاشتې په ۱۴مه نېټه د تاتارستان جمهوریت په “کازان” ښار کې جوړیږي، ګډون وکړي.