د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي چې د غزې تړانګې په مرکزي او جنوبي برخو باندې د صهيونيستي اسرائیلو په هوایي بریدونو کې پرون شنبه د اګست په ۳۱مه او د( وږي ۱۰) لږ تر لږه ۴۲ تنه شهيدان شوي.
يادې ملکي ادارې همدا راز په ملګرو ملتونو د نيوکې په ډول ياده کړې چې دا تازه بريدونه داسې مهال شوي چې ملګري ملتونه په دې تړانګه کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.
همدا راز د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال چې په سیمې کې موجود و، هم وایي چې د شنبې په ورځ د جنین د عامو کډوالو په کمپ د صهيونيستي اسرائیلو له لوري پراخ ځمکني او هوايي بريدونه ترسره شول چې په پايله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه فلسطینيان شهيدان او ټپيان شول.
دې خبریال همدا راز وېلي چې بريدونه ډېر وحشي او خطرناک او په وينا یې د ټول ښار په لارو او کوڅو کې څوک نه لیدل کیدل.