ليکوال: عبدالله زاهد
د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په تړاو د درېيمې دوه ورځينۍ غونډې تابيا نيول شوې چې ټولو اړخونو ورته مثبت غبرګونونه ښودلي؛ دا د طالبانو د پرمختللي سياست يوه نمونه ده.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزير ښاغلي امیر خان متقي ویلي: «موږ د دې ناستې هرکلی کوو او په دې ناسته کې موږ ته رسمي بلنه راکړل شوې، له دې معلومېږي چې نړۍ د طالبانو حقانیت درک کړی؛ موږ هم له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړو؛ آن موږ د امریکا او اروپا سره نږدې او دوستانه اړیکې غواړو».
په تېر شل کلن يرغل کې د افغانانو ذهن سازي د علماوو خلاف داسي شوې وه چې ځينو به ويل چې د ملا و د سياست يې سره څه؟ خو د طالبانو پرمختللي سياست ته په کتو نن سبا ټول حک حيران دي چې څنګه علماء کرامو د ټولې نړۍ سياستوالو ته سياست کې هم خنډ اچولی؛ طالبان چې څه هم غواړي هغه په نړۍوالو په ډېره آساني سره منلای شي.
د دې اصل د طالبانو پر خپل دريځ کوم چې اسلامي اصول دي کلک درېده دي چې نړۍ يې ټوله حيرانه کړې.
کله چې د طالبانو دفتر لومړی ځل په قطر کې پرانيستل شو، نو د هغه وخت ګوډاګي رئيس جمهور کرزي يې مخالفت وکړ او له رنګارنګ بهانو سره يې د خبرو کولو څخه ډډه وکړه؛ خو طالبانو يې هيڅ پروا ونه ساتله او د دوی هېڅ فرمايش يې ونه مانه؛ د سنګر سره، سره يې د سياست ډګر ګرم ساتلی وو، د اسلامي اصولو په رڼا کې له خپلو خبرو هېڅ نه تېرېدل چې بالاخره امريکايان مجبوره شول او خبرو ته حاضر شول.
په دوحه کې د سولې د تړون په نامه طالبانو خپل بريا ليک امضاء کړ چې يرغلګر (امريکايان) هم له ګران افغانستان څخه ووتل، د هېواد مکمل واک هم طالبانو لاسته راوړ او ټولې نړۍ پر دې اقرار کاوه چې دغه په اصل کې د سولې نه، بلکې د طالبانو د بريا تړون وو چې د امريکا او متحدينو سياستوالو ته يې هم په سياست کې او هم يې پوځيانو (امريکايي يرغلګرو) ته په سنګر کې ماتې ورکړه.
همداسې چې څه وخت مخکې په دوحه کې د افغانستان په تړاو دوهمه غونډه دايره شوه، نو يې د افغانستان اسلامي امارت ته هم بلنه ورکړه؛ تر څو د افغانستان د استازي نه، بلکې د افغانستان د يو اړخ په شکل ګډون وکړي، خو طالبانو ورته منفي ځواب ورکړ او په غونډه کې يې ګډون ونه کړ؛ ځکه طالبانو ورته ويلي وو چې د افغانستان اسلامي امارت پر ټول افغانستان واکمن دی او د افغانانو اصل استازي دي؛ ځکه به د افغانانو په استازيتوب ګډون کوي، که نه بېخي به ګډون ونه کړي؛ چې د طالبانو د نه ګډون په وجه هغه غونډه بېخي ناکامه او بې پايلې شوه.
دا ځلي چې کوم شرايط طالبانو ايښي وو په همغه شرايطو سره بلنه ورکول شوې او هر څه يې ورسره منلي؛ د افغانستان اسلامي امارت به په غونډه کې د افغانستان د واکمن او استازي په شکل ګډون کوي چې دا هم د طالبانو د سياسي بريا يوه نمونه ده چې نړۍوال يې حق حيران کړي؛ ټول ورته په سياست کې هم مات شوي.
طالبان داسي سياست ورسره کوي چې ټولې لارې يې پر نړۍوالو درولي بغير له دې چې هر څه د افغانستان د اسلامي امارت سره ومني.
هغه افغانان او نړۍوال چې ويل به يې د ملا و د سياست يې سره څه؟ نن د علماوو سياست ته ګوته په غاښ دي چې څنګه د ټولې نړۍ له سياسيونو سره داسي يو سياست او طريقه چلوي چې هر يو يې خبرې منلو ته مجبوره شوي؛ ځکه مسکی شي او ووايي: «اسلام يو سپېڅلی دين دی او رښتيا چې اسلامي سياست د مسلمانانو لپاره د بري او سياست اصل لاره ده».
افغانان اوس پوهېږي چې دغه ماته ګوډه کښتۍ (افغانستان) به همدا د اسلامي امارت مشران تر ساحله رسوي؛ ځکه په پوره شدت سره د خپلو علماوو تر شاه ولاړ او په هر ډګر کې يې مرسته کوي، ځکه دوی پوهېږي چې د ودان افغانستان خوبونه به مو هم همدا علماء کرام راته رښتيا کوي.
بل طرف د افغانستان د اسلامي امارت مخالفين دي چې د طالبانو دغه سياست يې سخت زوروي، ځکه هغوی هم حک حيران دي چې هغه بهرنيان چې موږ نه هم په زاريو، نه په پوره غلت فهمۍ او نه هم په چل و فرېب څه پرې منلای شو، خو طالبان په وچ کلک سياسي زور هر څه پرې مني.
بل طرف دغه د ولس او د طالبانو مينه او د نړۍوالو سره د افغانستان د اسلامي امارت اړيکې دي چې شمالي ټلواله او د طالبانو مخالفين سخت ترې سوځي.
دا چې د دوحې غونډې ته طالبان د اسلامي امارت د شرايطو په قبلولو سره نړۍوالو دعوت کړي نو د اتريش ويانا کې د شمالي ټلوالې لنډغرو هم دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې چې نړۍوالو ته بغارې وهي؛ وايي طالبان مو ولي دې غونډې ته را وغوښتل او موږ نه در غواړئ؟ دوی پر خپلو بادارانو (غرب) ژړېږي چې دا طالبان همغه ستاسو د سر دښمنان دي چې کلونه ستاسو په مقابل کې جنګېدلي او تاسو يې له افغانستان څخه شړلي ياست.
دوی ورته بغارې وهي چې دا همغه طالبان دي چې ستاسو سره يې موږ هم له افغانستان څخه را وشړلو، مګر تاسو اوس دوی ته بلنه د دوی د شرايطو په منلو سره ورکوئ!
ورته وايي چې موږ (شمالي ټلواله) همغه ستاسي خادمان وو چې خپل ولس مو تر تاسو (امريکايان) قربان کړی وو، ستاسو لپاره مو ولس کې نفاق خپور کړی وو، خپل ولس مو ستاسو لپاره وژلی وو، ځکه اوس په ولس کې هم ځای نه لرو او تاسو بهرنيان هم مرسته نه راسره کوئ!
کله چې دې سنګر تود ساتلی وي نو د سياست په ډګر کې به دې هم هره خبره وزن داره وي او که کردار کې هېڅ نه لرې نو سياست کې به دې هم پر فارموله خلک خاندي چې په دغه فارموله علماء کرام ښه پوهېږي؛ ځکه د سياست په ډګر کې هم بريالي وو، دي او هم به وي ان شاءالله.
بل طرف دغه په ويانا کې راټول شوي غله دي چې يواځې پر نړۍوالو ژاړي او غرب پر ځای د دې چې مرسته يې وکړي لا پرې خاندي؛ د دوی له ژړا خوند اخلي.
که دوی د ځان عزت غواړي نو بايد له خپلو بې ځايه او پوچو تبليغاتو، بې ځايه او بې مفهومه غونډو او په پردو له ګرېوان څېرلو څخه تېر او خپل وطن ته راشي؛ د يوه عام وګړي په څېر دې افغانستان کې ژوند غوره کړي، ځکه جګړه او سياست د هر چا کار نه دی او نه هم چا په ژړا و بغارو سنګر او سياست ګټلی.