Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د طالبانو واکمني؛ افغانستان ته د ګرځندویانو د راتګ شمېر زیات شوی
    لیکني

    د طالبانو واکمني؛ افغانستان ته د ګرځندویانو د راتګ شمېر زیات شوی

    صابر افغانصابر افغان12 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: اېمل پښتون

    سکای نیوز د دوو بریتانوي ګرځندوی شرکتونو د مسوولینو له قوله راپور ورکړی، چې افغانستان ته د سیلانیانو د تګ غوښتنې ډیرې شوې دي.

    دا په داسې حال کې ده، چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د دغه هېواد وګړو ته افغانستان ته د سفر کولو په اړه خبرداری ورکړی و.

    د «اګینسټ دي کومپاس» د مسافرتي شرکت بنسټګر جووان تورس وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې افغانستان ته یوازې درې ګرځندویانو سفرونه کړي وو، خو د روان کال په پیل کې دا شمېر دوه برابره شوی دی.

    هغه زیاته کړه چې پخوا به ګرځندویانو سوریې او عراق ته ترجیح ورکوله، خو د منځني ختیځ وضعیت ته په کتو ښايي افغانستان ډېر ژر زموږ د ګرځندویې ټکټونو تر ټولو ډیر پلورونکی ځای شي. بلخوا د «انټميډ بورډر» شرکت چې په زړه پورې او د لاسرسي نه وړ ځايونو ته تګ راتګ کوي هم ادعا کوي، چې افغانستان ته د سيلانيانو د تګ غوښتنې زیاتې شوې دي.

    افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو پام ور اوښتی او یاد هېواد کې سیاحت مخ په زیاتېدو دی. خبر زیاتوي چې د امارت له بیا واکمنېدو وروسته ډېرو سیاحتي شرکتونو افغانستان ته د سفر ټکټونه بند کړل؛ خو اوس د خپلو حکومتونو له اخطارونو سره، سره افغانستان ته د تګ له پاره خلک راجلبوي.

    افغانستان له داسې طبعي ښکلاوو څخه برخمن هېواد دی، چې ساری یې نه لیدل کېږي، د افغانستان تاريخي عجايب د نړۍ خلک په حيرت کې اچوي، د امن او ډاډ په راتلو سره، ډیری بهرني سیلبین یاد هېواد ته جذب او په پوره ذهني سکون سره، د افغانستان په لر او بر کې له تاریخي عجایبو او غرایبو څخه لیدنه و کتنه کوي.

    خپاره شوي معلومات ښيي، چې افغانستان په دې وروستیو کې د بهرنیو سیلانیانو د جذب په مرکز بدل شوی دی.

    تېره میاشت یو بهرنی سیلبین له کابل څخه غزني ولایت ته د وردګو ولایت په لاره، د بايسکل په واسطه ولاړ، په لاره کې یې له تاریخي ځایونو، د جنګ له پاتې شونو او په مرمیو له لګېدلو کورونو څخه لیدنه هم وکړه، په هر کلي کې یې له عامو وګړو سره مجلسونه او لیدنې وکړې او د دوی له برخورد څخه خورا خوښن و، دا هغه لاره وه، چې د تېر حکومت په وخت کې په پُل صراط سره مشهوره وه، چې له ټانګ، توپ او طيارو سره یې چاته پرې د تګ اجازه نه ورکوله، خو اوس يو بهرنی سیلبین د بايسکل په واسطه تګ او راتګ پرې کوي.

    د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امن قایم دی، داخلي او بهرني سیلبین په پوره ډاډ او اطمینان سره، د هېواد له ټولو برخو څخه لیدنه او کتنه کولی شي.

    تمه ده چې په راتلونکي کې د سیاحت ځايونه زیات، د سیلبینو لپاره آسانتياوې برابرې او سیلبین په پراخه کچه د امن کور افغانستان ته راجذب شي.

    مخکینۍ مقالهطالبان نه پرېږدي چې افغانستان بيا ځلي د سړې جګړې په ډګر بدل سي
    راتلونکي مقاله د افغانستان په اړه د هند پالیسي څه ده؟

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 مارچ 2026

    تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۷۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې (د حوت له…

    تېر یوه کال کې پر نشه‌يي توکو ۲۸۰زره روږدو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي

    16 مارچ 2026

    راتلونکې درې ورځې افغانستان کې د پراخو اورښتونو اټکل شوی

    16 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۷۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    16 مارچ 2026

    تېر یوه کال کې پر نشه‌يي توکو ۲۸۰زره روږدو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي

    16 مارچ 2026

    راتلونکې درې ورځې افغانستان کې د پراخو اورښتونو اټکل شوی

    16 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،073 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.