Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د طالبانو په خلاف ډلې د بې ثباتۍ له امله پاشل کېږي
    لیکني

    د طالبانو په خلاف ډلې د بې ثباتۍ له امله پاشل کېږي

    صابر افغانصابر افغان8 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش ‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش ‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د تېر په څېر بیا يوې نوي ډلې له هېواده بهر د فعالیت او موجوديت اعلان وکړ، په اعلان شوې مجمع کې د لسګونه داسې ګوندنو، احزابو، مدني فعالانو او بېلابیلو ډلو منفورو مشرانو شتون درلود، چې تيرې څو لسیزې د افغانستان په کورنیو جګړو کې لاس لري، دوی پر افغانستان د امریکايي یرغل زمینه برابرونکي او د هغوی ملګري وو.

    په تکراري توګه د شر او فساد ډلو شمېر لسګونه ته رسېدونکی ده، دوی تر يو او بل نامه لاندې د طالبانو په خلاف خیالي جوړښتونه رامنځته کوي؛ ددې ډلو په تشکیل کې داسې غړي هم دي، چې د څو نورو ډلو او استخباراتي سازمانونو غړیتوب هم لري‌.

    د تازه اعلان شوې مجمع ډېری غړي په خپل منځ کې، د تېرو دریو کلنو پر مهال په انلاين ناستو کې د طالبانو خلاف يو ګډ دريځ ته نه دي رسېدلي، دوی په تېرو دریو کلنو کې يو او بل د پخوانیو اختلافاتو له امله سره وښکنځل او په خپل منځ کې یې، د شخصي ګټو پر بنسټ د بې ګناه افغانانو د وژنې تورونه پوري کړل. په دوی کې داسې اشخاص هم شتون لري، چې تر دې دمه په افغانستان کې د طالبانو په خلاف د مخالفت پر لارو چارو لا هم څرګند نظر نه لري.

    عبدالرشید دوستم د طالبانو په وړاندې د نظامي جګړې پلوي کوي، خو عبدالرب الرسول سیاف د همدې نوي مجمع د اعلان پر مهال د سولې او خبرو اترو لاره غوره بلله، محمد محقق په يو بل کنفرانس کې د طالبانو د وزیرانو صفتونه کړي، عطا محمد نور پر صلاح الدین رباني او احمد مسعود څو ځلې د طالبانو خلاف د مبارزې ترسره کولو پر ډول او نوعیت نيوکې کړې دي، له دې سره عمر داودزي په څو ځلې او تېر کال له بي بي سي راډيو سره په يوه مرکه کې واضح وويل، چې د طالبانو خلاف د نظامي مبارزې او مخالفت پلوي نه کوي، کريم خليلي هم د داودزي په نظر دی.

    د يونس قانوني، سرور دانش، تادين خان، شاه جهان، مدبر، شفق او دې ته ورته نورو بيا د طالبانو په خلاف دريځ پوره نه دی روښانه، لا څرګنده نه ده چې دوی د کومې موخې او په څه ډول د طالبانو خلاف مبارزه او د مخالف سنګر نيونې لپاره تبارز کوي. له دې ټولو داسې ښکاري، چې د شر او فساد د نورو ډلو په شان به وروستۍ اعلان شوې مجمع هم تجرید او د مبارزې لپاره د يو ګډ ميکانيزم په رامنځته کولو بريالۍ نه شي.

    د نوي مجمع له اعلان څخه څرګندېږي، چې د مطرح جهت په ډول، د امريکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د طالبانو په خلاف د يوې داسې ټاکنې د افشن ټاکلو په موخه هڅه کوي؛ داسې چې که چيرې د افغانستان په تړاو په راتلونکې کې کومه پرېکړه کېږي، اساسي ټاکونکي به یې دوی وي، خو که څوک د دغه منفورو سیاسیونو تېر ته ځیر شي، نو د دوحې تړون کې د بین الأفغاني مذاکراتو په ناکامۍ کې هم دوی لاس درلود او هغه مهال هم د امريکا د ولسمشرۍ چارې ټرمپ پر مخ وړلې؛ يعنې دوی ټرمپ ته په تېر کې هم امتحان ورکړی ده.

    د ورته ډلو د ناکامۍ علتونه څرګند دي؛ د طالبانو په خلاف د شر او فساد ډلو غړي د خپلو شخصي ګټو او موخو لپاره په يو او بل نامه سره غونډېږي، خو دوی د يو او بل د مبارزې پر نوعیت او سنګر نيونې نیوکې کوي؛ په پايله کې دوی هيڅ ډول توافق او يو دريځ ته نه رسېږي او ډلې یې له ناکامۍ سره مخ کېږي.

    له دې سره يوه مهمه نکته بيا دا ده، چې دوی تيرې دوې لسیزې د خپلو موخو لپاره پر افغان ولس سخت ظلم ترسره کړي، محلي حکومتولۍ او د قدرت جزیرې يې رامنځته کړې وې، په ټوله کې يې حکومت د يو سهامي شرکت بڼه خپله کړې وه؛ ولس په هيڅ ډول د دوی بيا ځلې واکمنۍ او تورو ورځو ته ورتګ نه غواړي.

    مخکینۍ مقالهبېړنی: د بشارالاسد الوتکه د سوریې او لبنان تر منځ سيمه کې ویشتل شوې
    راتلونکي مقاله د تحریر الشام مشر جولاني خپلو ځواکونو ته په خطاب کې؛ هماغسې شئ لکه څنګه چې «رسول الله» یاد کړي یاست

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 24 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    له خیبر پښتونخوا څخه د هندوکش غږ سرچينې وايي چې پاکستاني طالبانو د جنوبي وزیرستان…

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.