د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان له مرستیال مایک رایان او ورسره مل پلاوي سره کتلي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د روغتيايي سېستم د پراختيا، د ساري ناروغيو پر وړاندې د مبارزې، د پوليو لابراتوارونو د ظرفيتونو لوړولو او د دې ناروغۍ له منځه وړلو په اړه خبرې کړې.