د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني قطر ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د ایټالیې سفيرې سبرينا سره کتنه کې په روغتيايي مواردو خبرې کړې دي.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، دې کتنه کې ښاغلي حقاني روغتيايي سکټور کې پر روڼتیا، حساب ورکونې، کارونو کې د خنډ او ځنډ مخنيوي او د مرستو په عادلانه وېش او اغېزمنې ګټې اخیستنې ټينګار کړى.
دې کتنه کې دواړو لوريو همدا راز، د روږدو او معلولینو روغتيايي وضعیت ته د رسېدنې، ميندو او ماشومانو روغتیا، خوارځواکۍ مخنيوي، روغتيايي پرسونل ظرفيت لوړونې او د ولسوالیو په کچه د روغتیايي خدمتونو پر پراختیا او پياوړتيا خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، ښاغلی حقاني د بيل ګېټس بنسټ له لوري «د پوليو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د نړېوالو نوښت» په نوم نړېوالې غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته تللى دی.