د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالی وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا په برخه کې د پرمختگونو، اصلاحاتو او نړیوالو ادارو ته د عامې روغتیا وزارت سره د ښې همغږۍ په موخه سویس ته تللی دی.
د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر وايي، د افغانستان د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر د دې سفر پر مهال د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر ډاکټر ټېډروس او مل پلاوي سره د لیدنې سربېره د بېلابېلو نړیوالو ادارو له استازو سره هم لیدلي دي.: «په افغانستان کې د ساري ناروغیو پر کنټرول، د پولیو ناروغۍ محوه کولو او د روغتیايي خدماتو پر پراختیا، شفافیت او لا معیار خبرې اترې یې ورسره کړې دي.»
د نوموړي په خبره، د دغه سفر پر مهال د نړیوالو ادارو مسوولینو د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره د لا همکارۍ ژمنه کړې.: «د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي تر څو د هېواد ټولو وگړو ته معیاري او عادلانه روغتیايي خدمات وړاندې کړي چې په همدې موخه د خپلې داخلي بودیجې تر څنگ په نړیواله کچه د روغتیایي خدماتو د معیاري کولو هڅې یې گړندۍ کړي دي.»
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې زرگونه ناروغان یې د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ځي. د نړیوالو سروېگانو له مخې، افغانان هر کال د روغتیا په برخه کې څلور مېلیارده ډالر په پاکستان، ایران، ترکیې، هند او نورو هېوادونو کې پر خپلې روغتیا لگوي.
په هېواد کې د مختصصو ډاکټرانو نشتون، د طب په برخه کې زوړ نصاب، د مجهزو وسایلو نشتون او گڼ نور هغه لاملونه دي، چې ډېری ناروغان په هېواد کې درملنې ته زړه نه ښه کوي او بهرنیو هېوادونو ته ځي.